X

آرشیف

د ټاکنو کمېسون: له یوې ډېر ځلې رایه ور کول له پنځوس زرو تر یو لکو جرمانه لري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر وایي، که څوک د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ څو ځله رایه وکاروي او د پولیسو یا کمېسون له خوا ونیول شي، له ۵۰ زرو نیولې تر یو لک افغانیو جرمانه کېږي.
عبدالبایع صیاد وايي، ممکن یو نوماند یا ملاتړي یې یو رایه ور کوونکی وهڅوي چې څو ځل رایه ور کړي:
"خو که پولیسو وپېژاند ښه دا نه ده چې هم یې تاوان وشي او هم یې ضمیر ملامت وي".
د هغه په خبره، غوره دا ده چې یوه رایه و کاروي او یو شخص ته رایه ور کړي.
"په دې سره به ټاکنې رڼې وشي، رایه ور کوونکی به خپل ضمیر ارام کړي او له جرماني او قانوني تعقیب به هم بچ وي".
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسون د دوشنبې په ورځ د ۱۹ ولایتونو د رایه ور کوونکو وروستي نوملړ اعلانولو سره وویل چې د راتلونکو ولسي جرګې ټاکنو لپاره د رایه ور کوونکو شمېر ۸،۸میلیون کسان شو.
مخکې ټاکنو خپلواک کمېسون ویلي، د ولسې جرګې را روانو ټاکنو ته ۹،۵میلیونه کسانو نوملیکنه کړې ده.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسون مشر عبدالبایع صیاد وایي د نږدې ۶ سوه زرو رایه ور کوونکو نومونه یې له وروستي نوملړ ایستلي دي.
سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ برابر است با ۲ اکتوبر ۲۰۱۸
بی بی سی
 
 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.