آرشیف
په دنمارکی دافغانانو دیو شمیر سیاسی ګوندونو ټولنیزو نهادونو او ملی شخصیتونود ګډی غونډی پریکړه لیک د ۲۰۱۵ کال داپریل دمیاشتی ۲۵مه نیټه دسونه بورګ ښار
شاه ولی آرین
پورتنی غونډه چې په دنمارک کې دافغانستان ملی یو والی ګوند په نوښت دثورنظامی پاڅون اوپه افغانستان کې دروانی غمیزی څخه دهیواد اوولس دژغورلوپه لار کې دسیاسی ګوندونو،ټولنیزو نهادونو، مدنی ټولنواونورو ملی دموکرات شخصیتونود رول په هکله جوړه شوی وه دیوشمیراروپایې هیوادوڅخه افغانانوهم په کې ګډون کړی وو. په غونډه کې ویناوالودخپلو اندونودشریکولواوپه دی اړه تر ویناګانواو ازاد بحث وروسته چې دټاکلی اجندا سره سم مخته ولاړه،ګډونوالودپریکړه لیک په توګه لاندی ټکی تائید او تصویب کړل.
۱-دهیواد دلوړو ګټو په پام کې نیولو سره داوسنی ستونزی څخه دخلاصون په موخه دسولی او امن ټینګښت تر ټولواړین او ګټورومنل شو.
۲-ګډونوالو دافغانستان دملی شوراددواړومجلسونوڅخه په جدی توګه غواړی څودملی یووالی حکومت پر دواړوخواوو باندی فشار واچوی تر څودمخالفووسلوالو ډلوسره دسولی خبری چټکی او مثبتوپایلو ته ورسوی.
۳-ددولتی چارواکو نه غوښتنه کیږی تر څودسولی په خبرو کې درغنده نرمښت نه کار واخلی او مخالفو وسلوالو سره د تل پاتی سولی لاره هواره کړی.
۴-د سولی دعالی شوراڅخه غواړوترڅو دخپلو لیکو څخه هغه کسان د سولی دخبرو دپاره وټاکی چې په ریښتینی توګه د سولی دپاره خواخوږی او دزړه له کومی ګټوری هلی ځلی تر سره کوی.
۵-دهیواددټولوملی بنسټونولکه مدنی ټولنو،ټولنیزسازمانونو،صنفی اتحادیو،وطنپال روحانیونو، دینی عالمانو،پوهانو،قومی ملی مشرانواو ټولو اغیزلرونکوکړیواو متنفدوشخصیتونوڅخه غواړوترڅوپه دی لار کې همغږی شې،حکومت او وسلوال مخالفان دسولی خبرو ته وهڅوی.
۶-ټولو سیاسی ګوندونو ته وړاندیز کوو،تر څودسولی او ټیکاوپه موخه دموثرکار او فعالیت په خاطر لاندی ټکی په پام کې ونیسی:
الف-هغه ګوندونه چې تګلاری اوسلیقی یې یودبل سره ورته والی لری ،پکار ده چې مشران یې دهیواد دملی ګټوپه اعتبار دخپلوځان غوښتنو څخه تیر شې او تشکیلاتی یووالی ته لار پرانیزی.
ب- هغه ګوندونه چې تګلاری یې ورته والی لری،مګرسلیقوی توپیریې دورته والی په پرتله ډیر وی،دوی باید په یوه متحده جبهه کې سره یو ځای او دسولی په ګډون دملی مهمومسئلوپه هکله په همغږی سره ګډ کار وکړی.
ج- ټول هغه ګوندونه چې نه یې تګلاری اونه یې هم سلیقی یوبل ته ورته وی،دا ډول باید دالف او ب ډلی ګوندونو سره یو ځای او په ګډه دسولی ملی جبهه جوړه کړی تر څوپه دی توګه دسولی دبهیرڅخه شاته پاتی نه شې اوپه دی ملی پروسه کې خپله ونډه تر سره کړی.
۷-ددنمارک هیواد یو شمیرسیاسی ګوندونه،ټولنیز نهادونه او ملی سخصیتونه چې ددغی غونډی ګډونوال دی دهمغږی دهغه نهاد ملاتړکوی چې دورستیوفعالیتونودانسجام دپاره کارکوی تر څو دملی مهموپیښوپه هکله چې که دلته وی او یا په هیوادکې دګډغبرګون دپاره عمل وکړی او لمن یې دډنمارک څخه داروپا بیلا بیلوهیوادونو ته وغځوی.
۸-دغونډی ټولو ګډونوالودا ومنله چې ددنمارک په هیواد کې دی یوه دهمغږی شورا جوړه او وروسته دی داروپا په سطح پراخوالی ورکړ شې.
۹-دپورتنیو موخو دعملی کولو دپاره یو شمیردوستان وګمارل شوول چې دهمغږی دشورا دجوړولوپه خاطردټولو سیاسی ګوندونو،ټولنیزو نهادونو او افغانانو سره تماسونه ټینګ او په دوهمی پراخی ګډی افغانی غونډه کې دی دغه شوراجوړه او وټاکل شې .
ومن الله توفیق
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور