X

آرشیف

پاکستان له افغانستان څه غواړي؟

د پاکستان له افغانستان نه مطالبات لري او دا مطالبات او غوښتنې څو مرحله ای او روښانه دي. دا مطالبلت او غوښتنې د تاریخ په اوږدو کې په بار بار د پاکستان له زيږدې او وجوده (1947ز) او بیا په دې درې لسیزو او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول تېرو 17 کلو کې مسقیماً او غیر مستقیم افغان چارواکو او نړیوالوته ویل شوي او ښکاره دي. 
دا چې د افغان چارواکو په دې پوښتنه چې دپاکستان په مطالباتو نه پوهیږي، ولې ځان نا ګاره نیولای او له ده نه څه هدف او موخه لري، ریښتیا  زه یې لږ ټکنی کړم چې دغه خبره کې به کوم هدف او موخه وي ؟ ( المعنی فی بطن  الشاعر ) 
خیر زه یې درته تکرارم او وایم چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي؟ 
_ د ‌‌‌‌‌‌ډېورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین تر نامه لاندې نا مالومه کرښه چې له ٩٩ كلو يې زیاته موده تېره ده او د نړیوال تعاملاتو پر بنیاد دو جانبه تفاهمات تر ٩٩ كلو اتبار لري او باید یا تجدید او یا اتبار یئ ساقط دی، انګلیسانو دا توافقنامه د راولپن‌‌‌‌‌‌ډۍ د توافقنامې په دوهمه ضمیمه او د افغانستان جانب په اومه شورا ء کې لغوه کړې، حدود او ثغور  مې در سره مالوم نه دي او امیر عبرالرحمن خان خپله تاج التواریخ کې لیکلي چې دا هغه نقشه نه ده چې سرتیمار دیورند ور ته د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ لان په نامه ښودلې وه او د اوسني پاکستان دوه دریمه برخه تاریخي افغانستان دی او … خو ته افغانستانه دا را سره ومنه چې سرحد مو ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین دی او زه درته وایم چې زمکه کې کوم ځایونه غواړم. نو خلص  سرحد را سره مالوم کړه، د بار‌‌‌‌‌‌ډر منجمنت کمیټه فعاله کړه او سرحدي ځواکونه را سره جوړ کړه. 
_اجازه راکړه چې زما آزاد او مفت ترانسپورت مرکزي آسیاء ته لاړ شي او راشي.
_ د اوبو او معادنو دې استفاده مه کوه او پریږده کښته راشي او خپل حق نه دې برخه کې خبر مه کوه. 
_ د هند سره روابط او تجارت محدود کړه. 
_ د سړې جګړې  کې ماته وعده راکړل شوې چې د روسانو او شورویانو له سقوط روسته به افغانستان  ماپاکستان  حواله کیږي،داسې ولې و نشوه او داسې باید وشي. 
_ مهم نظامي کدرونه زما په مشوره او  سفارش غوره کوه. 
_امریکا او نور کوم هېواد حق نه لري افغانستان ته درنې وسلې او هوایي ځواکونه ورکړي.

د پښتنو او بلوڅو د ملي داعیې څخه لاس واخلهاو له دې خبرې باید  افغانستان په زغرده تېر شي  او دادې ختمه شوې خبر وبولي. 
– اتحاد او فدرالي به جوړ کړو او د دفاع له وزارته تېر شه. که د خارجه چارو له وزارت  هم تېر شې خو لاښه.
_ زه سیمه کې د امریکې ژاندارم یم او زما اتومي سلاح واقعیت کې د سعودي سلاح ده او  دا باید ومنل شي چې هر کار به سیمه کې زما له چېنلو کیږي. 

او سبا بیا باقي مطالبات درته وایم. 
ښه اوس راشوددې مطالباتو بعضې برخې او له هغه جملې څخه د سرحد نهایی کول افغان لوري ته د افغان لوري ددې مطالبې پر بنیاد ورکړل او وړاندې شول او نړۍ پرۍ خبره شوه نو بیا به افغان لورۍ څه کوي؟ 
زما باور دادی چې پاکستاني استابلشمنت د افغان ولس او افغانستان دښمن، تاریخي دښمن وه، دښمن پاتې شو او د جناب حامد کرزي ٢١ رسمي سفرونو او د جناب داكتر اشرف غني اتمام حجت ثابته كړه چې پاکستاني استابلشمنت  به زمونږ دشمنانان پاتې شي. 

څه کول په کار دي؟ 
ځان قوي کول او ښه دولتداري او نړیوالې ټولنې ته دوامداره مستندات ورکول چې د ترور او دهشت سره مبارزه، افغانانو باندې مرحمت نه بلکې د ځانسره مرسته ده. 
د ترور او دهشت مراکز، منابع  او صدور ځای پاکستان دی او دا یې مستندات. امنیتي ځواکونه تقویه کول او مقابلې ته دوامداره کار کول. 
دشمنان قوي نه دي، مونږ ضعیف عمل کوو او ضعیف یو. 
مونږ ښې دولتدارۍ سره د ښو قوانینو تصویب، د قانون حاکمیت او د یوې افغاني  سترې اجماع د مېنځ ته راوستلو لپاره چې د اوس لپاره پر حد اقلونو توافق وکړو، سخته اړتیا لرو. 
ملت باید حاکمیت په خپل ځان بوج او په  سر تپل شوای خارجي موجود و نه بولي او حاکمیت خپل د ځان وبولي او حاکمیت د ملت شي. 
دا تنها او یواځې په خبرو نه کیږي دا مشخصو، عملي تدابیرو ته اړتیا لري. عدالت باید په ټولو ساحو کې کامیاب کړای شي . 
کادري سیاست باید متوازن، سیاسی تقوا او مسلکي پوهې پر بنیاداستوار شي. 
دا او داسې نور چې بیا له پاکستانه سره په بله او د قوت او د حق د قوت په خوله خبرې وشي. 
اوس خو ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي داسې سیاسیون په افغانستان  او ساحه کې فعال دي چې د پاکستان سره له افغانستان نه كلك علايق، رازونه او سابقه لري. 
اول باید دې حالت ته  تغییر ورکړای شي، افغانستان په پښو ودرول شي. 
زمونږ پوځي او استخباراتی ځواکونو ته خاصه او دوامداره پاملرنه په کار ده او باید تقویت شي. 
دا اويو سلسله نور همه جانبه اقدامات او تدابيرو ته كلكه اړتیا شته چې مونږ په خپلو پښو دروي او حالت مو استقرار پيدا کړي. او هغه وخت دی چې د خپلو نورو حقوق مطالبات مطرح کړای شي. 

بې پایه پای
د. ص. سعیدي
۷/۶/۲۰۱۷

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.