X

آرشیف

ولسمشره! غوریان خیرات نه، خپل حق غواړي.

ښاغلی ولسمشر! غور ولایت او وګړی يې هم د افغانستان په خاورې او ملت پورې اړوند دی، خو دا ۱۷ کاله د هغوی غوښتنو ته هیڅ پاملرنه ونه شوه. په ټول غور ولایت کې یواځې ۱۲ کیلومټره سرک پوخ/قیر شوی دی، برق بله هغه اساسې غوښتنه ده چې د دې ولایت څه کم يو میلیون اوسیدونکي په ۲۱ پېړۍ کې ترې محروم او بې برخې دي .آیا مرکزی حکومت انډولیزه/متوازنه پراختیا همدې ته وايي؟
څه موده وړاندې د کاپیسا او لوګر ولایتونو د ولسوالیو په کچه د کلیو د سړکونو د جوړیدو قراردادونه لاسلیک شول، په دې یادو ولایتونو د بیا رغونې تر نیمایی زیاته بودجه په سکورت (امنیتی کسانو) او طالبانو او یاغیانو باندې مصرف کیږی، خو، غور ولایت چې نسبی امنیت لري، طالب او زورواکي د پراختیایی پروژو مخنیوی نه کوي او د لوی او وړو پروژو د پلي کیدو شرایط پکې برابر دي، بیا هم غور میشته خلک ستاسې د دوه مخي سیاست او قبیلوی چلند په دښمنیو کې خاورې ایرې شول. دوی ۱۷ کاله پرله پسې د سړک او برق نارې وهی خو، تاسې دغه نارې په خپل ۱۸ ساعته کاری وخت کې هم وانه ورېدې.
ښاغلی ولسمشره!
دا ځلې غوریانو هوډ کړی تر هغه چې مرکزی حکومت يې غوښتنو ته پام ونه کړي او د دوي د ۱۷ کلونو غوښتنو چې "سړک او برق" دی ونه منل شی، دوی به خپلو اعتراضونو ته نه یواځې په غور ولایت کې، بلکې په کابل، هرات او نورو ولایاتو کې هم ادامه ورکوي چې دا کار د حکومت او په تیره بیا ستاسې د قوم-سمت او ژبې پالنې او بی مدیریتۍ لوی ثبوت هیوادوالو او نړیوالې ټولنې ته په ډاکه کړي.
نن د "لار او روښنايي" حرکت دریمه ورځ ده چې په زرګونو کسانو په غور، هرات، کابل او نورو ولایتونو کې د برق او سړک حق په متوازن او آندولیزه ټوګه بدرګه کوي، خو ولسمشر، اجرایه رییس او په ټوله کې ارګ او سپیدار ماڼۍ میشتو واکمنو پرې سترګې او غوږونه پټ او کاڼه کړي، خو زموږ حرکت به تر هغې ادامه پیدا کوي تر څو مو خپل حق نه وی تر لاسه کړی.
سړک او برق زموږ حق دی او له دې تیریدل ناشونی کار.
 
حمیدالله ژواک، د "لار او روښنایی" حرکت مخکښ

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.