آرشیف

2019-8-23

شاه ولی آرین

محمد اشرف غني او د نظام د مدافعینود پام وړ

دنړی زبرځواک او استعماری ځواکونه کله چې یې ګټی او موخی مطرح شې، پر هیچا رحم نه کوي، حتا پر خپل ډیر نږدی کس هم. 
تیرو تاریخی پیښو د انګریزانو چلند له شاه شجاع سره،د شورویانو له ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله سره او همدا ډول امریکا د طالبانو سره او دادی اوس د امریکایانو چل او نیرنګ د اوسنی نظام د کمزورولو په لار کې یې څرګندی بیلګی یادولای شو. 
غواړم څو همدې ډوله پیښو ته چې پخواني شوروی اتحاد د خپلو ډیرو نږدی ستراتیژیکوملګرو او لاسپوڅو د له منځه وړلو او بدیل یې احمد شاه مسعود ته د قدرت د لیږدولو په لارکې تر سره کړي، لنډه اشاره وکړم. 
پخواني شوروی اتحاد د ثورد نظامی پاڅون وروسته له پیله پرنورمحمدتره کې او حفیظ الله امین اعتماد او باور ونه شو کولای حال داچې نظام یې کاملا د شوروی نږدی دوستی ته وفادار او د ستراتیژیکو ملګرتیاوو تکل یې درلود،مګر دا چې ببرک کارمل ورته ډیر نږدی و او د هغه په وجود کې یې موخی ژر عملی کیدای شوې، د نظام په دننه کې یې د خپلو اجنټانو له لاری راز ـ راز توطیی په کار واچولی حتا دا چې د دواړو د وژلواو نظامی یرغل شرائط یې د خپل حضور له پاره برابراو د ۱۳۵۸کال د جدی د میاشتی په ۶نیټه یې پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل یې د افغانستان پر خلکو و تاپه. 
شوروی اتحاد پر ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله خورا ډیره پانګونه وکړه اما د امریکا، غرب، عربی هیوادو، ګاونډیو هیوادو د مرستو او د افغانانو د ملی احساساتو نه د جهادی کړیو د نامشروع ګټو اخیستو په نظر کې نیولو سره شورویانو نور نه د جګړو توان درلود او نه یې غوښتل په خپلو نږدی یارانو اعتماد وکړی؛ نو ځکه یې  بل بدیل احمد شاه مسعود د اسلام او جهاد په څیره کې غوره و ګاڼه اوبیرته یې هغه زنګ وهلی پرزی یانی د ببرک کارمل ډله چې د مخه یې د ډاکتر نجیب الله د قدرت ته د رسیدو په خاطر استفراق کړی وو بیرته راټوله او د نجیب الله د نظام د راپرزولو په لار کې یې د  احمد شاه مسعود یانی اوسني شمالی ټلوالی سره یو ځای کړل او د بینین سیوان د سولی په پروګرام یې کودتا تر سره کړه. 
د شورویانو ددغو شومو موخو د عملی کولو له پاره د ډاکتر نجیب الله د نظام د کمزوري کولو، پاشلو او شمالی ټلواله قدرت ته د رسولو په لار کې څو لاملونو ته چې شوروی استخباراتو تری ګټه پورته کړه لنډه اشاره کوم: 
 
۱–  د ډاکتر نجیب الله په نظام کې د فرکسیونی ډلو ایجادول او مالی مرستی ورسره کول لکه همدا اوس د اشرف غنی په مقابل کې. 
 
۲ـ د اقلیتونوقومی او ملیتی تعصباتو ته لمن وهل او د هغوی په غیر طبعی ډول په نظام کې را پورته کول، کوچنیو سیاسی ډلو او ګروپونو ته په دولت کې بی له انډوله برخه ورکول حاکم ګوند کمزوره کول، پاشل او یو د بل پر ضد تحریکول چې همدا لړی کاملا همدا اوس د امریکایانو له لوری د محمد اشرف غنی په نظام کې په مختلفو شکلونو د پلی کیدو په حال کې ده. 
 
۳–  خلقیان چې د داکتر نجیب الله د نظام نیمه بدنه یې تشکیلوله د دولت له حساسو ارګانونو، مسلحو قوواو د رهبریت نه ورو ـ ورو بی برخی کول او ځایونه یې په ماهرانه توګه د کارمل ډلی او د شورای نظارپرچمی پلویانو ته خالی او ځای پر ځای کول. 
 
۴ـ د مسلحو قوواو په امتیازاتو کې ستر توپیر رامنځ ته کول ،د څارندوی او اردو ساتونکو چې څنګ تر څنګ یې د ګارد یا استخباراتود ساتونکی سره دنده تر سره کوله د دوه چنده توپیرپه معاش کې د مسلحو قوواوتر منځ د بی اعتمادی اودولت ضد اور ته پکی وهل و.همدا لامل او ځنی نوری بی عدالتی په مسلحو قوواو کې د شهنواز تڼی او داکتر نجیب الله  د کودتا عامل وګرزیدل چې نوره هم د نظام د راپرزولو له پاره یې لاره هواره کړه. 
 
۵ـ په ډاکتر نجیب الله د پشتونیزم، دیکتاتور،قوم ګرا او نورو غیر عادلانه تورونو او تبلیغاتو زمینه سازی کول او د ټولنی په ذهن کې یې بدنامول چې همدا طریقه اوس د اشرف غنی د شخصیت وژنی له پاره عملی کیدونکی ده. 
۶ـ په مالی اونظامی مرستوکې کمښت راوستل د دولت اومسلحو قوواو په رهبری کې د غیر مسلکی او یا کم تجربه کسانو ځای پرځای کول چې نظام ته هیڅ صادق نه وو لکه فرید مزدک، اصف دلاور، عبدالوکیل، نبی عظیمی،علومیان،یار محمد او داسی نور چې احمد شاه مسعود په خپلو وروستیو څرګندونو کې افشا کړی دی. 
 
۷ـ د شهنواز تڼی او ډاکتر نجیب الله د کودتا په نوم په سلګونه مجرب، مسلکی هیواد او خلکو ته صادق افسران په غیر عادلانه توګه ووژل شول، زندانونو ته واچول شول له دندو لری شوول تقاعد ته سوق شول ، چې دا هم یو ډیر له دوکو ډک پلان و چې شورویانو د نظام د له منځه وړلو له پاره عملی کړل. 
 
اوس غواړم ستاسو پاملرنه د امریکایانو ځینو همدې ډول دسیسوته راجلب کړم:
 
۱ـاقلیتونه راپورته کول اکثریتونه کمزوری کول، پاشل او په کې د نفاق اور ته پکی وهل، دولتی او قومی مافیا جوړول. 
 
۲ـ لکه د شورویانو شانته د خپلی ماتی د جبرانولو په خاطر بیرته طالبانو ته ترجیع ورکول، په موجود نظام کې څو ګونی اپوزیسیونونه جوړول، د سلاواکانو،غلو لوټمارانو اوغاصیبینو ملتیا او دمحمد اشرف غنی د نظام کمزورولوطالبانو او ددولت داخلی مخالفانودیوځای کولوهلی ځلی، په ملکی وګړواوماشومانو بریدونه او وژنی ترڅو هیوادوال د نظام پرضد راوپاروی.
 
۳ـ له تیرودری کلونوراهیسی په زرګونومسلکی، ماهر، هیواد پال، له رشوت اومالی اداری فساد نه مبرا افسران له مسلحو قوواو نه د تقاعد لور ته سوق شول چې دا په خپله د نظام د کمزورتیا په لار کې یوه ستره توطیه ده.
 
که چیری محمداشرف غنی په ریښتیا هم نظام اوهیواد سره مینه لری اود هیواد د راتلونکی د جوړولو اوساتلو اراده لري، نو د یو فرمان په اساس او د اوسنی وخت د ضرورت په نظرکې نیولوسره دې یاد مسلکی افسران بیرته راټول اوپه دندو وګماری ترڅو ددی ستری توطیی مخه ډب شې.
 
۴ـ  افغان دولت باید دا درک کړی وی چې امریکایان په ټوله سپین سترګی سره د پاکستان ستراتیژیکه ملګرتیا د افغانستان سره نه برابروي، نو ځکه باید د امریکا د شومو پلانونو په اړه له دقیقو او حساسو هوښیاریو کار واخلی او په بدیلونو فکروکړی د هیواد او نظام د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره. 
 
۵ـ دولتی خلا، د نظام او مسلحو قوواو پاشل د استعماری قدرتونو د نویو لوبو اساسی موخی وی، نو ځکه جدی پاملرنه په کار ده په دی رابطه د نظام او ولس تر منځ یووالی، اجماع حتا د دولت له اپوزیسیون سره هماهنګی د وخت اړتیا ده باید جدی پاملرنه وشی. 
 
۶ـ له نظامونونه ساتنه، پاملرنه د ولس او د هیواد د وګړو دنده او مکلفیت هم دی نو ځکه په کارده چې ولسونه هم راویښ شې په نظام او د نظام بهرکې خائنینو ته او هم استعماری قوتونوته اجازه ورنه کړی چې خپلو شومو هدفونو ته ورسیږی. 
 
۷ـ د سولی د پروسی په افغانی کولو باید ټینګار وشی،طالبان باید د دولت او نظام سره د خبرو له پاره تشویق شې دواړه لوری باید دهیواد لوړو ګټو ته خپله ریښتینولی ثابته کړی چل او فریب یو بل ته لینګته ایښول د حل لار نه ده په پردیوباور او ولس نه لری والی نوری هم ستونزی زیږوی. راشئ په خپلو خلکو او ولس اعتماد وکړئ خپل هیواد په ګډه جوړ کړئ. 

د همیشنۍ سولې،مستقل او پیاوړي افغانستان په هیله!