X

آرشیف

عدم تشدد، پ. ټ. م. او مونږ!

ضروري یادونه: ددې موضوعاتو پوره څېړنه ددې استهلاکي لیکنو او د اوسني عام لوستونکي له حوصېلې نه لږ بهر کار دی خو هڅه کوم تلګرافی بعضې وجایب په دې برخه کې د رسالت اداء او ستاسې قدرمند حضور ته وړاندې کړم!
د اسلام دین هدایات وایي چې ظالم او مظلوم دواړه په اور کې دی. ظالم دظلم په خاطر او مظلوم د ظالم مقابل کې د عدم مقابلې او عدم مقاومت په خاطر. 
د ستر ګاندهي جې د عدم تشدد مبارزو او سرښندنو به له سره مثبته نتیجه او پایله نه لرلای که چېرې د میلیونهاو انسانانو د تشدد او حق اخیستنې له مبارزو او مقاومت سره جوګه نه وای.
د نیلسون ماندیلا د عدم تشدد مبارزې به نتیجه او ښه پایله نه لرلای که د ده خپله د تشدد مبارزه او د ملت مبارزه يې د حق اخیستنې برخه کې د خپلو وینو په قربانیو او د حق د اخیستنې  له متناسب قوت سره همغږی نه وای او د تشدد او عدم تشدد مبارزې سره په معقول ډول همغږي شوای نه وای.
د پښتنو او بلوڅو د مبارزو او سرښندنې تراژیدي اوږده ده. 
دملتونو په تاریخ کې به بریاوی او ناکامۍ مختلف عوامل لري خو زمونږ د اولس په تراژيدۍ کې د تراژيدۍ د اوږدیدو یو سترعامل همدا  یوسره پر عدم تشدد ټینګار دی.
د پنجاب ناروا او اوږد بې حد او حصر ظلم، افغان وژنه او بلوچ وژنه او هغه هم بې رحمه وژنه او تباه کونه او د پنجاب ناځوانه او نامرده سوء  استفاده د افغان اولس د ستر جهاد او د پنجاب مرتد پوځ راون مکر او فریب، دوکه او پراسلام او د افغانستان پر جهاد تجارت او نړې ته دوامداره دوکه او فریب اوس نو باید هغه ګلخانانو ته هم پټ نه وي پاتې.
د پاکستان پنچاب پوځ د تروریزم تر نامه لاندې په بریا سره او د نړېوالې ټولنې د حضور او حتې توافق سره هر هغه سر غوڅ کړ چې پاکستان پرې د تروریست ټاپه ولږوله او نړې ته يې دوکه ورکړه.  پر پښتنو او بلوڅو دا ستر تاریخي او بې ساری ظلم او ناتاړ، تعدي او تجاوز روان وه او دی. په اوسني پاکستان کې داسې د پښتنو او بلوڅو په آزادې مېنه کورنۍ نه شته چې د پنجاب د ظلم او تیری، تعدي او تجاوز مزه یې نه وي لیدلي. داسې حال راغلای وه چې د پاکستان د مرتد پوځ نوم به چا نه شو اخیستلای او اعتراض کوونکو به هم ددوی د ذکر په وخت یواځې اوږو ته اشاره کوله او د پنجاب پاکستاني پوځ علامت همدا د پوځې رتبې ته د اشارې په ډول افاده کیده.
پاکستان کې ملي هغه شخصیتونو او احزابو د ژوند او ودې فرصت پیدا کړ چې د پاکستان مرتد پوځ په اشارو رقصیدل او یا يې ورسره په پټه جوړه او روغه وکړه او د پاکستان د تور پنجاب د آئین په چوکاټ کې يې ځان ومانه.  ظالم پنجاب وتوانیده په ټول پاکستان خپل د ظلم او تعدی څپه خپره او د اسلام او دین څخه پوره پوره ناروا ګټه هم پورته کړي. د ډیزلي ملا او د آی اس ای ملا چې دین يې د دالرو مقابل کې سودا کړ او د تطمع او تهدید تابع شو، وتوانیده د ژوند او ودې فرصت ولري او حتی خبره تر دې حده راغله چې د ستر باچا خان لمسي  ایمل ولي د پاکستان او افغانستان په جګړه کې به سره بې ربطه او بې ضرورت بحث د پنجاب او ای اس ای ټوپک  د افغانستان پر ضد پراوږه کړ. د جناب اسفندیار  ولي د لر او بر یو افغان – پاکستاني تعبیر سخت  خپه کړم.  د پاکستان په چوکاټ او د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د پاکستان د اصولو او قواعدو په چوکاټ کې د پښتنو او بلوڅو یو شمیر ملی احزابو تنظیم او کار د افغان اولس او بلوڅو د اصلي او ریښتنې آزادۍ اهدافو، خیر او آزادۍ غوښتنې د خاورو سره برابرې کړې.
پاکستاني استابلشمنت او ای اس ای د دین نه په استفاده او د ترور او دهشت په وسیله د کابل حاکمیت او افغان اولس تر سخت فشار لاندې راوستل، ګونډه کیدو او پاکستاني شرایطو قبلولو  ته ښکاره اویا پټ مجبور کړل. د پاکستاني جنرالانو ، او جنرال زید حامد، جنرال سید اسحق ګیلاني د افغانانو پر ضد د حقارت ‌‌‌‌‌‌ډک افغانستان ضد اظهارات خپل منابع د افغان مشرانو په تېرو مجبوریتو کې هم نغښته دي. ددې مشرانو په تېره بیا  د مطرحو افرادو ،  هغو چې مقاومت وکړ یا په دار شول او یا هم ترور  او یا هم په مهاجرت  او زندانو کې دي. د معامله ګرو او خاینینو دوران او نوم آوچت کړای شو او په سیاسي ډګر کې مطرح کړای شول.
 په تأسف سره د افغانستان سیاسي ستیج کې په پټه او برالا که څوک کامیاب؟! سیاست کول غواړي نو  اکثر اول د سیمې استخباراتو ته  نُقل ایښودل زده کوي او بیا سیاسي ډګر ته واردیږي!
حالات داسې دي او پ ټ م ، د نر پښتون، باتور پښتون، د منظور پښتین او علی وزیر  پ ټ م  او …په داسې شرایطو کې آواز پورته کړ او د  پاکستان او تورپنجاب د ظلم او ناروا په مقابل کې  يې د خپل سر د وینو په بدل او د ژوند او مرګ سره د تهدید په صورت کې خپل د سر وینې په لاس کې واخیستې او د پنجاب  او پاکستاني مرتد پوځ مقابل کې د عدالت غوښتنه وکړه او دا لړۍ لا ادامه لري. 
د پ ټ م پنځه ګونې اولنۍ مطالبات مطرح شول او په میلیونو خلک د پنجاب او مرتد پاکستاني پوځ  او استخباراتي ادارو مقابل کې د عدم تشدد قیام اوچت کړ او آواز يې نړۍ او ګلخانانو ته ورساوه.

د زرهاو  پښتنو، بلوڅو  د حقوقو او لادرکه شوو د سرنوشت شعار او حق مطالبه او غوښتنه مطرح شوه
د زرهاو  پښتنو، بلوڅو د ناروا او قانون خلاف د وژلو  پوښتنه  او عدالت خبر  مطرح او وِغوښتل  شوه
د زرهاو  پښتنو، بلوڅو ، ښځو او ماشومانو د ناروا زنداني کیدو د سرنوشت شعار او حق غوښتنه مطرح شوه
د پښتنو  او بلوڅو سیمو کې د میلیونو مینونو او پاکستاني پوځ د چک پوستونو ناروا کارونه مطرح  شول
دلته د حق  او عدالت او حتی دانقلاب او اساسي تغیر شعار مطرح شو.

ټول افغان اولس او خیر خوا با عزته خلکو ددې مظلوم آواز، د حق د آواز او قربانیو آواز بدرګه کړ او بدرګه کول غواړي. 
مونږ په دې باور وو او یو چې د پاکستان مرتد او ظالم پوځ د ظلم او تعدي ستره نمونه ده! هو  دغه پنجابي پوځ اُجرتي قاتلان وه او دي.  پاکستاني پوځ  داس ېظلمونه وکړل چې د اسرائیلو اردو د فلسطینیانو سره هم نه وه کړي.  
د پاکستان امنیتی دا اُجرتي پوځ او ځواکونو د پېسو مقابل کې هر څه او هر جنایت کړای او کوي.  د پاکستاني پوځ د مسلمان ولس د عربو مجاهدو، د جنرال مشرف د اتلانو ښځې سر خرییلې، لوچې  او بربن‌‌‌‌‌‌ډې په بوجیو کې واچولې او فی رأس ۵۰۰۰ دالر په بهرنیو وپلورلې. نورې غمیزې، قصې او حکایتونه به لنډ کړم. 
هو همدو جنرالانو د جنرال ضیاء الحق په شمول په زرهاو فلسطینی مسلمانان په عربي هیوادو کې په ډیره ناروا ووژل او خپل جیبونه يې په ‌‌‌‌‌‌ډالرو ډک کړل او 
دا لړۍ لا ادامه لري.

خو که له یوې خوا مونږ د پ ټ م  سره همغږي او ملاتړ خپله وجیبه وبلل او ګڼو نو له بلې خوا په دې باور لرل او لرو چې پ ټ م  او ستر منظور پښتین او  ستر ولی  وزیر که له یوې خوا د موجود پښتنو عنعنوي مشرانو؟! او د آی اس آی نوکرانو او ګلخانانو سیاسی تجارت او سوداګرۍ په ټپه ودرولو  او د سیاسی رکود او ماتې سره مخامخ کړ نو له بلی خوا په دې باور وو او یو چې پ ټ م  مظلوم او محدود امکانات لري او باید ملاتړ يې وشي او دوی باید قوی او منسجم شي. قوت شي او ملی قدرت،  اولسي قدرت یو انسجام او تشکل پیدا کړي.
خو  مونږ په ده باور وه او یو چې هغه څه چې په پاکستان کې تیر شوي او تیریږي او هغه ظلم او تجاوز چې پر پښتنو، بلوڅو او افغان اولس شوای او کیږي، د ستر پښتون او نور ټول  افغان اولس او بلوڅو مشران او کشران،  پاکستان کې ظلم او تعدي، بی عزتی او تجاوز عامل او مجري د پاکستان آرمي، امنیتی اداری، آی اس ای او د هغه پورې تړلې اسلامی ډلې او د افغان اولس  د ستر ملی او اسلامی  سترو مبارزو نه سوء او ناروا استفاده، د  پاکستان مرتد پوځ کار دی.  

مونږ په دې باور وو او یو چې د پ ټ م مطالبی داسې مطالبې دی چې د مرتد او د پنجاب ظالم او ناروا پوځ یې نه شي پوره کولای، چون چې دوی خپله ددې وضعې اصلی عاملین او مجریان دي.
مونږ په دې باور وو او یو چې له ظالمه  عدالت نه شي  ګدایی کیدای. 
مونږ باور لره او لرو چې د پاکستان امنیتي ځواکونه عدالت نه ورکوي او قاتل عدالت نه شي ورکولای. 
نو باور مو لرو او لرو چې د  پ ټ م مبارزه به خپل اصلی مسیر او د ریښنې آزادۍ چوکات او مسیر ته غورځي، استقامت ورکول کیږي  او پښتانه او بلوڅان به د  پنجاب له لومو او تجاوز خلاصیږي. 
دا باور او پوه مو لا روانه ده او مونږ ددې ملی او سراسری حرکت جهت او استقامت  په طبعی ډول همدې لورې ته  غواړو او همدا د حل اساسی لارهم  ده.
داسې علایم او شواهد هم ښکار ي چې د پنجاب مرتد پاکستانۍ پوځ خپلو دسایسو ته دوام ورکوي، دا حرکت او ملی نهضت ته د پاکستان د آیین په چوکات کې پاتې کیدو ته اړ باسي. 
د پلار وطن او  افغانستان بیرق مقابل کې د  راوا  او افغانستان د اجنت او جاسوس تر بهانې لاندې ځان پاکستاني سیاست ته تسلیمول خطا او نادرسته کار دی او مونږ نه تنها چې ددې خلاف یو ، دا کار  د پ ټ م  په خلاف او تاوان هم  بولو.
پ ټ م ته پکار ده چې له خرڅ شوو، ډارول شوو او تطمیع شوو تیرو عنعنوي سیاسی احزابو  له شره ځان خلاص او مستقل ملی سیاست  ته ادامه ورکړي. 
په انګلستان کې د پ ټ م  مشر د نشنل عوام پارټۍ د مشر انتصاب راته د پ ټ م په ضرر ښکاري.
حقایق عامول په کار دي. 
ځانته نباید دوکه ورکړو. 
ملي ناستو ته د د پلار وطن ملی بیرق، د افغانستان بیرق پر سر معامله او هغه د پ ټ م غونډو ته نه پریښودل او  دا  بیرق د کوم ګوندي او پاکستان هیرامن‌‌‌‌‌‌ډايي بیرق سره  پرتله کول له سره غندو. 
د افغانستان ملي بېرق سره به دا کړنه او موضع م‌ؤقته توجیه لرله خو ادامه یې خطاء او خطاء پاکستانی سیاسیت دی او  افغانان په دې خبر خپه کیږي.
مونږ لوی، بشپړ او تاریخی افغانستان جوړول غواړو.
مونږ یو قدم هم د لوی پاکستان جوړولو لار کې تګ ته آماده نه یو  او دې کار ته خدمت، غداری او  تاریخی ملی خیانت بولو.  
حق اخیستل کیږي او نه ورکول کیږي! 

۲۴/۰۶/۲۰۱۸
دوکتور صلاح الدین سعیدی

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.