X

آرشیف

سولی ته د رسیدوعملی لاری چاری

هیوادوالو ته څرګنده ده چې د ۴لسیزو شاوخوا زموږ په ښکلی هیواد کې ورور وژنه، هیواد ورانونه او په سلګونو داسی نور ناروا بشری او اسلامی ضد کړنی روانی دی چې د نړیوالو استعماری زبرځواکو له لوری زموږ پر هیواد او خلکو تپل شوی دی.
 دغه نیابتی جګړه پره ديو د خپلو شومو موخو د لاسته راوړلو له پاره پر افغان ملت تپلی چې دوی په کې خپلی موخی اوګټی تامینوی اما قیمت یې افغان بی وزله ملت او هیواد ورکوی.
هیوادوالو او نړیوالو ته څرګنده ده چې د۱۳۵۸ کال د جدی د شپږمی نیټی شوروی اتحاد د ننګین او بیشرمانه یرغل را وروسته دغه ناورین او غمیزه را پیل او تر اوسه دوام لری په دغه موده کې موږ د دری یرغلونو شاهدان یو چې یو یې همدا د شوروی دوم یې د ایران او پاکستان یرغل د خپلو اجیرانو د ۷ او ۸ تنظیمونو صادرول د ۱۳۷۱کال د ثور به اتمه نیټه او دریم یې د امریکا او ناټو روان یرغل دی .
دغه یرغلونه چې د بین المللی او منطقوی ناروا موخو او ګټو د لاسته راوړلو له پاره زموږ پرهیواد او خلکو تحمیل شوول
د نورو ټولو زیانونو تر څنګ یې بنسټیزی موخی دا وی:‎
– په هیواد کې د یو ځواکمن او ملی حاکمیت مخ نیوی.
– د هیواد د مسلحو قوواو ړنګول له منځه وړل د مهمو مدرنو وسلو الوتکو کباړ کول او پلورل.
– د هیواد سیاسی نظام کمزوری کول او پاشل.
– د هیواد ټولنیز سیستم پاشل، قومی او سمتی تعصب ته لمن وهل ، اقلیتونه تقویه کول اکثریت سره پاشل او سیمی یې بمباردول د وژنکو او تباه کونکو خطرناکو وسلو او توپونو ازموینی د دوی په سیمو کې تر سره کول.
– د تریاکو او مخدره توکو کښت استعمال ته رشد ورکول چې له یوی خوا د خپلو لګښتونو لوړه برخه له همدی لاری تآمین کړی او له بل لوری زموږ د ځوان نسل د تباهی لامل وګرځی.
– د استعماری ځواکونو له لوری په هیواد کې د مافیائی ګروپونو تجهیز، تقویه او اړیکی جوړول اوعام ولس ورته په لومه او انحصار کې ورکول.
– د هیواد د اقتصادی ظرفیت مخنیوی د کانونو او زیرمو د چور او چپاول له پاره شرائط برابرول او د خپلو نظامی اډو له لاری د قیمتی توکوزموږ له هیواده ویستل او انتقالول.
– په دولتی سیستم او نظام کې نور قوی او مساوی ګروپونه جوړول تقویه کول د هیواد د تجزیی له پاره ګواښ او شرائط برابرول.
درنو هیواد والو پورتنی لاملونو زموږ هیواد د کلونو رادیخوا له داسی ستری غمیزی او بحران سره لاس او ګریوان کړی چې له داسی وضعیت نه د افغانانو وتل سترو قرباینواو لوړ ملی هیوادنی هوډ ته اړتیا لری.
  که چیری د سولی خواوی داسی هوډ ونه لری او بیا هم د روان جنګ او ناورین د عامیلینو نه د سولی تمه ولرو اوس نو تاسی په خپله قضاوت وکړی چې ایا موږ به د سولی دغه ستر آرمان ته د رسیدو امکان ولرو ؟
درنو هیوادوالو څنګه چې جنګ پره دیود خپلو ګټو او موخو له پاره پر موږ تحمیل کړی ، نو ځکه پره دی هیڅکله موږ ته سوله نه راوړی او نه موږ تری باید دا تمه ولرو.
سوله یوازی او یوازی په خپله افغانان بیرته تر لاسه کولای شې پردیپال او ګوډاګې هیڅکله سوله نه شې راوستلی ځکه چې ددوی د غاړی پړی د پره دو په لاس کې وی او هر څه چې یې باداران وائی دوی یې باید عملی کړی، سوله د دوو تاقتونو تر منځ اصول لری د دواړو خواوو قربانی تیریدنو ته اړتیا لری البته د هغو ترمنځ چې د هیواد ملی ګټو او ملی ارزښتونو ته ژمن وی.
تیرو ترخو واقیعتونو وښوده چې د داکترنجیب الله د حاکمیت د وخت سوله چې طرفونه ورته ژمن نه وو او د پره دو په لاس کې وه څومره ستر ناورین یې رامنځ ته کړ،زه یې دلته په جزئیاتو بحث نه کوم ځکه چې ټولو ته معلومه ده،غواړم د سولی د اوسنی پروسی په هکله خپل اند له هیوادوالو سره شریک کړم:
– د سولی د عملی کیدو له پاره لمړی شرط د ټولو افغانانو ملی یووالی ، همغږی او د هیواد لوړو ګټو او ارزښتونو ته ژمنتیا ده.
– د هیواد د مسلحو قوواو په سر کې په هیواد مینو او د هیواد ملی ګټو او ارزښتونو ته د ژمنو مسلکی وړتیاوو لرونکو کسانوټاکل.
ـ د افغانی خبرو او مذاکراتو د پیل تر مخه د افغانانو د ستری اجماع را بلل او په هغی کې د سولی د پروګرام په هکله نظرونه په دقیقه توګه جمع بندی کول او دسولی د پروسی د نه عملی کیدو او یا شړیدو په هکله له اوسه د راتلونکی له پاره  د بحران د مخنیوی له پاره امادګی نیول.
ـ د سولی د پروسی د نظارت او کنترول له پاره یو شمیر بهرنی سوله ساتی ځواکونه د ملګرو ملتونو تر رهبری لاندی چې د بی پری هیوادو سر تیری په کې شامل وی د مثال په توګه لکه اندونیزا او داسی نوروهیوادونه رابلل.
 – د اوسنی دولت او تالبانو تر منځ د خبرو او اترو زمینه پرانستل ، اوربند اعلانول او د دواړو له لوری د امریکا د قوواو د ایستلو دزمانی جدول په هکله په ګډه توافق ته رسیدل.
– منځ مهال اویو مؤقته اداره باندی دواړه لوری توافق ته رسیدل چې په دغه اداره کې زړه سواند د هیواد ملی ګټو ته ژمن اوترډیره حده بی پری علمی مسلکی  شخصیتونه چې دواړولورو ته د منلو او باوروړ وی رامنځ ته کول،د مثال په توګه لکه فاروق اعظم عبد الستار سیرت،سردارمحمد نادرنعیم،  ملا عبد السلام ضعیف،په امریکا کې میشت افغان د سولی او سیاسی پیوستون د جبهی  فعال ژورنالست او سیاسی کارپوه ښاغلی زرغون شاه شنواری،رمضان بشردوست،د پوهنتون استاد جلال، د پوهنتون استاد ظریف امینیار، مولوی متوکیل، په سویدن هیوادکې میشت افغان استاد محمد اعظم سیستانی ،حکمت کرزی ، په اسپانیا هیواد کې میشت افغان پروفیسو استاد عزیزالرحمن حکمی، ارین یون،محمود صیقل ، محمدامین ویقاد،نادرخان کټوازی،په دنمارک هیواد کې د بین المللی روابطو کار پوه ملک ستیز، په دنمارک هیواد کې میشت افغان پخوانی جنرال نظامی اکاډمیک شخصیت فاروق شهابی،دوکتور صلاح الدین سعیدی،په فرانسه هیواد کې میشت افغا ن استاد روستا ترکي، شاعر او لیکوال عبد الباری جهانی،په سویس هیواد کې میشت افغان  او سیاست پوه ډاکترعبد المحمد درمانګراوله داسی نورو ملی شخصیتونو نه.
– مؤقته اداره به یو مشر دوه معاونین او د چارو د ښه سمون په نظر کې نیولو سره نورغړی ، لازمی څانګی او تشکیلات ولری چې نظام اداره کړی.
ـ مؤقته اداره به په اساسی قانون کې د تعدیلاتو له پاره د قانون په چوکاټ کې د لوی جرګی له لاری زمینه برابروی.
– د ازادواو دموکراتیکو تاکنو له پاره به شرائط برابروی.(د دواړو مجلسونوله پاره ټاکنی، د ولسووالیود شوراګانو ټاکنی او د جمهوری ریاست  ټاکنی به د مؤقتی اداری د دندو اساسی برخه وی ).
که داسی نه وی اوسنی هلی ځلی اود سولی روان بهیر ځکه د اندیښنو وړ دی چې د بندو دروازو تر شاه د امریکا او تالب استازو خبری روانی دی او نه د  جمهور رئیس محمد اشرف غنی په خبرو کې داسی څه لیدل کیږی چې دسولی له پاره دی له خپل دریځ او موقف نه تیر شې او نه د تالبانو د استازوپه موقف او خبرو کې، له بله پلو د ګاونډیو هیوادوپاکستان، چین، ایران ، او روسیی په دریځ  کې هم داسی کوم اساسی بدلون نه لیدل کیږی چې راتلونکې سوله تضمین او ګرنتی کړی. پای

شاه ولی ارین دنمارک

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.