آرشیف

2018-6-5

الحاج امین الدین سعـیـدی

سرسايه په روژه کې

د سرسایېذکرپه اسلاميمنابعـو کې:
1-صدقةالفطر 
2- ز كاة  الفطر 
3-زكاةالصوم
4- صدقة په رمضان کی
 د سرسايېفلسفه:
که څه هم د روژېلپاره د صدقة الفطر د ورکولو حکمت په روژه کې دممکن نقصان جبيره کول ښوول شوي، خو ټولنيزه فلسفه يېد بې وزلو او نېستمنو خلکو سره مرسته او لاسنيوى دى. 
رسول الله صلي الله عليه وسلم  ټينګار کړاى چې د اختر په مناسبت بايد له بې وسه او مسکين سړي سره مرسته وشي او هغه له سوال او احتياجه خلاص کړایشي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي:  « اغنوهم عن المسالة فیمثل هذا اليوم» يانې په دغه شان ورځو کي فقيران او مسکينان له سوال کولو څخه مستغني ( بېپروا) کړئ.
او همدارنگه وکيع بن الجراح رحمه الله وايي: «د رمضان مياشتي صدقة الفطر (سرسايه) داسېده لکه سجده سهوهپه لمانځه کېچې د لمانځه ټول نقصان ختموي.
 همدارنگه سرسايه د روژې ټولې نيمگړتياوېله منځه وړي.»
صدقة الفطر (سرسايه) اصلاًد هجرت په دوهم کال په کوم کال چېروژه هم فرض شوې لازمه شوې ده. د حکم له مخې، د فطر صدقه واجب ده. د وجوب له دلايلو څخه يېد ابن عباس (رضي الله عنه) خبر دی  چېفرمايي:
 « فَرَضَ  رسول الله (صلیالله عليه وسلم ) زکاة الفطر طهرة للصايم من اللغو والرفث وطعمة للمساکين…» رواه ابوداود. ( فرض (واجب) کړېده  رسول الله د فطر صدقه چې 
 د روژه  نيوونکي  د بېهوده خبرو او چټياتو پاکونکې ده اود مسکينانو لپاره طعام دی.)
سرسایه په چا باندېواجب ده؟
د احنافو په مذهب کې: سر سایه  په هر مسلمان ، آزاد ، صغير ، کبير، نارينه ،زنانه، عاقل، او ليوني چېد کور له حاجت نه علاوه د نصاب مالک وي واجب ده. 
سړی به د خپل ځان ، کوچنيانو (ځامنواو لورګانو) او هغه غلام چېد خدمت لپاره وي سرسايه اداء کوي . او که چيرته دمشرانو ځامنو، ښځې ، مور، پلار او وروڼو صدقة الفطر (سرسايه) د هغوی له امره پرته ادا کړي،استحساناً صحيح کيږي.
دسر سایېد اداءکولووخت:
دا چېصدقة الفطر (سرسايه) د اختر د ورځي په سهار ختلو سره واجبيزي خو جايزه ده چېد  روژېپه مياشت کېله واجب کيدو څخه مخکې ورکړل شي. او له خپل وخت څخه په تأخیر سره نه ساقطيږي،بلکه ورکول يېحتمي دي .
دحضرت  ابن عمر رضی الله عنه ، څخه په یو حدیث کې راغلي  چې: پیامبر صلی الله علیه وسلم هدایت ورکړای چې :« سرسایه(زکات فطر) مخکې لدې څخه چې مسلمانان داختر دلمانځه اداء کولو ته راشي، باید سرسایه تادیه شي .»( دحدیث شماره  1503  امام بخاري).
ګرانو لوستونکو!
 تقاضا، حكمت  اونصب  العين  د وجوب دسرسایې دادی چې دغه وجیبه باید څو ورځې مخکې  د اختر د لمانځه نه اداء شي، ترڅو د مستحقین لاس ته ورسیږي.
دحضرت ابن عمر رَضِیَ اللَّهُ عَنْهُ په یو حدیث کې راغلي: «و کانوا یُعطُون قبل الفطر بیوم أو یومین»(  بخاری 1511)  یعنې:«هغوی خپل د فطر زکات (سرسایه ) یوه یا دوه ورځې مخکې د اختر دلمانځه نه اداء کول »
په سر سایه کې کوم اجناسورکول کيږي؟
په سر سایه (صدقه فطر) کې (غنمو، خرما، اوربشېاو مميز(کشمش) ورکول کي واجبيزي. په حدیث شریف کېراغلي :«عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال : كُنَّا نُخْرِجُ فِي عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ الْفِطْرِ صَاعًا مِنْ طَعَامٍ ، وَكَانَ طَعَامَنَا الشَّعِيرُ ، وَالزَّبِيبُ ، وَالْأَقِطُ ، وَالتَّمْرُ» متفق علیه .
ابو سعید خدري رضي الله عنه وايي: مونږ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د واړه  اختروپه ورځ دخپلو خوړو یوه صاع سر سایه (صدقه فطر) ورکوله، او زمونږ طعام اوربشې، ممیز، کورت (قروت) او خرما وه .
او د احنافو او امام مالک په نزد انسان کولای شي چې دخپل وطن د خوړو نه که له دې اصنافو پرته هم وی سرسایه ورکولی شي.
صاع څومره ده؟
صاع څلور مده سره مساوي ده او یو مد د یوه میانه انسان یوه ډکه لپه ده، نو یوه صاع څلور لپې کیږي چې په دې کې دکیلو په حساب دمختلفو موادو په حساپ په وزن کې فرق راځي، یعنې دخرما څلور لپې د وریجو له څلور لپو سره په وزن کې فرق کوي.
په اوسط ډول دوزن په حساب ( 2 کیلو او 400 گرامه یا 2 کیلو 500 گرامه ) غنم او یاهم وریجې کیږي.
په سرسایه کې دنغـدوپیسوورکولو حکم:
اګرچه غوره طریقه خوداده چې په سر سایه کې غنم،وریجېیا خرما  ورکړل شي مګر دامام ابوحنیفی (رح) دمذهب پیروان د پيسو په بڼه د سرسايې ورکړه روا ګڼلې، او دا د الثوری، حسن البصری، او عمر بن عبدالعزيز نظرهم دی. ولې درې نور مذاهبو پیروان  د پيسو په بڼه د سرسايې ادا کولو  ته اجازه نه ورکوي. 
د هغوی دليل دا دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  سرسايه د پيسو په بڼه نه ده ورکړې، نو ځکه يې د پيسو په بڼه ورکړه له سنتو مخالف کار دی.
ولی ځينې ډیراوسني علماءد احنافو رايه تائيدوي، ځکه چې اوس مهال د خلکو له پاره آسانه ده، او په ځانګړي ډول په ښارونو کې چې د خلکو ټولې معاملې په روپيواو پېسودي. 
د دغه نظر له اوسنيو پلويانو څخه شيخ شلتوت(رح)، الغزالی(رح)، او القرضاوي(حفظه الله) دي.
شيخ قرضاوي د دې دوه لاملونه وړاندې بيان کړل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ولېد پيسو په بڼه سرسايه نه ورکوله. په همدې ډول هغه وايي چې د سرسايې هدف د بېوزلو د اړتياوو لرې کول دي، او هغه د پيسو په بڼه ممکن دی، او دا چې په زياترو حالاتو، او په زياترو هيوادونو کې د پيسو ورکړه د بېوزلو په ګټه وي. هغه دا هم وايي چې د خوراک په بڼه د سرسايې ورکول د رسول الله صلی الله عليه په وخت کې هم د ورکوونکي له پاره اسان وو، او هم د اخيستونکي له پاره په ګټه. مګر نن ورځ د خوراک په بڼه د سرسايې ورکول د بېوزلو په تاوان دي، او چندان ګټه نه شي ترې اخيستلای. مثلاً، غنم يا خُرما چې تر څو بېرته و نه پلوري، او هغه هم په ټيټ نرخ، تر هغې خپلې اړتياوې نه شي پوره کولای. 
شیخ قرضاوي، له دغه نظر څخه د قحطۍ حالات چې د خوراک ورکړه پکې ډېره ګټوره ده، مثتثنی ګرځولي، او وايي چې په سرسايه کې بايد د غريب ګټه معيار وګڼل شي، او دا چې د قحطۍ، او آفتونو په وخت کې اصلي اړتیا خوراک وي، نو د جنس ورکول په کار دي. او که چېرې پيسې ګټورې وې، نو بيا دې پيسې ورکړي. 
نن ورځ که مونږ په اسلامي هيوادونو کې په عامه توګه، او لويديزو هيوادونو کې په ځانګړې توګه، د مسلمانانو حالت ته وګورو، مومو چې دويمه رايه ډېره اسانه، او د اسلامي قانون له روح، او د مسلمانانو له اوسني حالت سره ډېره روغه ده. او که چېرې په امریکا او یا په اروپا کی ميشتي مسلمانان وغواړي د خپل زکات مالونه يا يوه برخه يې اسلامي هيوادونو ته وليږي، نو د پيسو په بڼه ورکړه يې تر ټولو غوره لاره ده.
دسرسایې مستحقین:
دسرسایېمستحقین په (60 لمبرآیات دسورهء التوبه کې) داسی بیان شوی :«إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاکِینِ وَالْعَامِلِینَ عَلَیْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِی الرِّقَابِ وَالْغَارِمِینَ وَفِی سَبِیلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِیلِ فَرِیضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِیمٌ حَکِیمٌ» 
بناًسرسایه، د نورو صدقو په شان فقيرانو ، مسکينانو ، قرضدارانو، د الله په لاره کې طالب علمانو مجاهدينو، مسافرينو ( اگرچه دغه مسافرین  په وطن کي غني وي) ورکول کيږي، اوکه دا فقيران يي خپل خپلوان هم وي بلکه په خپلو خپلوانو چي مستحق وي ډير ثواب لري.
يواځې مور، پلار، نيا او نيکه او همداسي پورته نياګانې او نيکو ته به يي نه ورکوي که فقيران هم وي په همد ي توگه زوى , لور, او د هغوي اولادونو ته به يي نه ورکوي او ښځه به يي خپل خاوند (ميړه) ته او خاوند خپلي ښځې ته نه ورکوي نورو ټولو خپلوانو ته چېمستحق وي صدقة الفطر (سرسايه) ورکول کيدایشي.
 
و الله اعلم بالصواب