آرشیف

2019-10-15

الحاج امین الدین سعـیـدی

د الله تعالی له یاد نه نباید غافل شو !

یقینآ داسې غفلت خساره د دنیا او آخرت دی
قرآن عظیم الشان فرمایی : « يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ» ( المنافقون  آیه 9 )
( ای مؤمنانو ! تاسو دی ستاسو مالونه او اولادونه نباید دالله تعالی له یاد نه غافل کړي، اوڅوک چې داسې وکړي نو هماغه خلک (پوره ) تاوانیان دي.)
انسانان په يوه حساب په دوه ‌‌‌‌‌‌ډولو  ویشل کیږي. لمړی هغه ډله انسانان دي چې ددنیا روانو حالاتو تر حده زیاد متأثر  کړي دي او په دې امید چې عمر به یې ډیر پاتې وي ، آخرت  ته یې شا کړې اودیو ثانیې لپاره په دې فکر هم نه کوي، په تاریکۍ، غفلت دی او په تاسف سره  چې دالله تعالی د ورکړ شوي فرصت نه  هم بده ګټه پورته کول غواړي. هو داسې کسان غفلت او انحراف کې پراته دي
بله ډله انسانان هوښیاران دي او د نجات لاره یې غوره کړې او په دې فکر دي چې راتلونکی به مې څرنگه وي او په څنگه حال به له فاني دنیا په کومه سرمایه ابدیت ته روانیږم؟ 
په دې فکر وي چې څه له ځانه سره قبرته وړو او څه مو وروسته داسې پاتیږي چې د اوږده او بې پایانه سفر توښه مې وي؟ نیت، قول او عمل مې راته ثواب او خواخوږو ته مې پرې دنیوي او اخروي تسهیلات برابر کړي.  
د ظاهري شواهدو له مخې لمړی  ډله انسانان زیات او په تأسف دا روستۍ ‌‌‌‌‌‌ډله راته لږ ښکاري.  
انسان نباید هیڅکله هم  مرگ له یادهدونه باسي
« اینما تکونوا یدرککم الموت و لو کنتم فی البروج المشیده. صدق الله العظیم.» له مرګه خلاصون نه شته
مرګ زوړ او ځوان نه لري او هرکله باید ورته په پوره  توګه د امکاناتو په جوکاټ کې مشروع او معقول تیاری ونیسو او  موقع له لاسه ورنکړو
هماغسې مو چې وویلې په یاد ولرئ چې دمرگ نه  هیڅوک تیښتیدلی نشي. مرګ هرچاته راځی او که کله چې وخت یې راشي نو یو ثاینه مهلت  او وخت چاته نه ورکوي
و ما علینا الا البلاغ المبین
 
 امین الدین  « سعیدی ـ  سعید افغانی »