آرشیف

2024-2-13

دوکتور صلاح الدین سعیدی

ذهنیتونو  او اهمیت یې!

 

 

دمطروحه مسایلو آسیب شناسی او د حل ممکنې لارې؟ 

 

ستونځې ، کړکېچو او د حل ممکنې لارې؟

 

د حل د ممکنو لارو مشروع علمبرداران او مجریان؟ 

 

چاته د ټوپک په زور خپله تعریف شوې خوشبختې ورکول؟

 

مشروعیت  او مشروع نظام او حاکمیت؟ 

 

د پورته حالاتو او  لاملونه او د حل کم مصرفه (  زماني او  مالي – د وینې او خزانې ) لارې او مشروع انتخاب؟ 

 

مدرنه حاکمیتونه او مدرنه قوانین او د هغوی د مشروعیت مرجع  او مشروع تطبیقونکی؟ 

 

دحل انقلابی او تدریجي لارې او ممکن جانبي عوارض یې؟ 

 

بشري ټولنې او د هغوی تفاوت د نور حیواناتو نه، د مسایلو او کړکېچو د حل په لار کې؟ 

 

دا او په لسهاو نورې بنیادي پوښتنې او هغوی ته د حل متناسبه او مشروع نسخه او ځواب هغه بنیادي افکار او پوښتنې دي چې باید پوره پوره ځواب شي او پر ځواب توافق وشي! 

 

نو ددې خبر کول چې مشکل او کړکېچ په  دولتونو ( دولت که حکومت؟) او «مشکل په ذهنیتونو کې دی!» او مشکل داسې خلاصه کول وارد، کامل او درست ځواب نه دی!!!

دا ځواب هغو سره وي چۍ د دولتدارۍ مسایلو حل په منبر او اخلاقیاتو خلاصه کوي! منبر او اخلاقیات بد نه دي او خپل ځای لاري، منکر یې سکولار افکار او غیر تسلامي دي، خو هغه د چا خبره تأکید پر ملا شاهي خطاء وه او ده!!! 

هرچه خپل مسلک او رشته! ملا د دین په کار کې اهل فن او مسلک او دده خبر د متخصص خبر او فتوه ړه او د سړک انینر د سړک په برخه کې! خوشبختي د هغه کلت په برخه ده چې انجینر او داکتر یې ملا او دیني اسلامي مسلمان او کس هم وي! 

 

قانون او د نن ورځې دولتداري پر اخلاقیاتو استواره نه ده! داسې مدینهٔ فاضله، ېوه ښه  او مثبته آرزو ده، خو د زمکې پر مخ واقعیت بل دی! د حاکمیت په کولو کې به ذهنیتونه  جوړول په کار وي خو د نظام چلوونکی خپل نظام د قانون په تطبیق چلوي او باید وچلول شي! 

د عدلي او قضایي ارګانو کار د قانون تطبیق دی او منبر دې هم خپل کار کوي چې ذهنیتونه تبدیل او درست شي! 

داکتر ص سعیدی 

۱۳-۲-۲۰۲۳

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸