X

آرشیف

د کورنۍ جګړې وړونکي څوک دي?

زمونږ په حالت کې افغان دښمنه، ای اس ای او هغه داخلی اقلیت ، پردي نوکره افراد او حلقات چې بعضې یې حتې د وطن واګې او یا د ‌‌‌‌‌‌ډېرو حساسو دولتي کړیو غاصبین دي او په غیر مجاز توګه حاکمیت کې صلاحیت لري، هغه عناصر، کړۍ او کاذب شخصیتونه دي چې د افغانستان د جنګ، عدم استقرار او کورنۍ جګړې څخه بهره او ګټه پورته کوي. 

هو دا حالت جنګي حالت، او زه ضعیف او محتاج ساتل شوي حالت، ما مجبوروي چې ووایم او قبول کړم د بهرنیو پوځيانو وجود افغانستان کې توجیه او منطق لري. 

هو د ترور او دهشتګرو د پاره دا د جنګ او ترور حالت او کورنۍ شخړې  مفیدې  دي چې په همدغه حالت کې دوی خپل کار کولای شي او خپلو موخو ته رسیدلای شي. 

د قومي او سمتي تاجران او د قوم او سمت د خلکو د اوښکو او وینو پر سر تاجران 

هو د معادنو د غیر قانوني د څلور لسیزو د استخراج او قاچاق برانو لپاره دا د افغانستان ویجاړ حالت او کورنۍ ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډي په ګټه، ښه او ضرور ده. 

هو بریا په دغه حالت کې د هغو ده چې بې کفایته او د نل دوانۍ، کندن کارۍ او د تفحصات له کاګره، کل اختیار جنرال او د وطن پر چارو حاکم پاتې کیږي او د سولې په حالت کې به واپس د خپلې اصلي  وظيفې مستحق وي. 

هو دغه حالت به ددې زمینه برابره نه کړي چې افغانستان کې عدالت تأمین، حق حقدار ته ورسي او متخلف په خپل سزا ورسیږي او یا اقلاً د ملت پر سر د حاکمیت دعوا ونکړي. دا او داسې نور عناصر، حلقات او جوانب دي چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې، عدم استقرار، او تشنج حالت نه ګټه پورته کوي او د دې وطن کې د کورنۍ جګړې وړونکي دي! 

 

ددې خبرې په پوهېدو او درک ټولو خیرخواه او سلیمو عناصرو، ټول ملت او د هغه مخکښانو ته په کار ده چې له دې وضعې نه د وتلو لپاره او کله هم د اقل ضرر د منلو په قیمت د اکثر ضرر د دفعې په خاطر په هر قدم او هر نفس کې کار وکړي، خپل رسالت اداء کړي او ددې وضعې نه د وتلو لپاره ممکن متناسب قدم واخلي  او خپله وجیبه اداء کړي.

حسبنا الله نعم المولی و نعم الوکیل. 

دوکتور صلاح الدین سعیدي

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.