آرشیف

2021-4-17

شاه ولی آرین

د ژوند وږمه

 

راشه وږمې راشه دې ژوندو مړو ته سا ورکړه
هغو غـم خـوبوړو تـه ژوندون د نن سبا ورکړه

ویښ یې کـړه را وېـخوزوه وېهڅوه غـږ وکـړه
هغو ته چې نـه پوهیږي، پوهه یو ځل بیا ورکړه

 

اغوس دنمارک
۰۷/۰۴/۲۰۲۱
شاه ولی ارین

 

مطالب مرتبط