X

آرشیف

د نړۍ واکمن به څوک سي ؟

( تحلیلي لیکنه ، لومړۍ برخه )
      د اسلام د سپېځلي دین په رڼا کي د دُنیا او مافیها قادر مطلق ځواک د الله پاک په لاس دي . دا چي موږ پدې کي د شک ځای نه وینو ، ځکه یې نو په اړه د بحث اړتیا هم نه سته .
     زما موخه دلته زموږ د ځمکي په خاورینه کره کي د مطلق قادر خدای مخلوقات او په ځانګړی ډول ددې ځمکي پر مخ په بیلابیلو هیوادونو باندي وېشل سوې انساني ټولنه ده . خدای بخښلي اکاډیمیسن محمد انور نومیالي په حق سره د ځمکي دغي کرې ته د « انسانستان » نوم ټاکلی وو چي دا دده د بیشمیره ادبي او ټولنیزو ابتکارونو یوه ستره بیلګه هم ګڼلای سو .
      د بشر په تاریخ کي پر دغه انسانستان باندي بیلابیلو زبرځواکونو د واکمنۍ خیالونه درلودلي او ځینو خو لا د انسانستان پر لویو برخو باندي د واکمني نیلی ځغلولی ، د وینو ویالې یې بیولي او ډیر څه یې تر لاسه کړی هم دي . د رومیانو امپراتوري ، د داریوش او کوروش امپراتوري ، د مقدوني سکندر امپراتوري ، د مغولي چنګیز امپراتوري ، عثماني امپراتوري ، د برټانیا امپراتوري او په بیلابیلو کچو نوري امپراتوري دا ټولي هغه واکمنۍ دي چي د وینو په ویالو خړوبي سویدي .
      د نړۍ په معاصر تاریخ کي د روسانو او انګریزیانو امپراتوریو د پام وړ رول درلود . د لومړی نړیوالي جګړې  دپای په درشل ( ۱۹۱۷ ) په روسیه کي د اکتوبر د بلشویکي انقلاب او ور سره جوخت د شاه امان الله په مشرۍ د افغانستان د استقلال په تر لاسه کولو سره د برتانیوي امپراتورۍ ریښی په وچیدو سوې او تر دویمي نړیوالي جګړي وروسته ( ۱۹۴۵ ) دا امپرتوری په بشپړه توګه له منځه ولاړه .
     د امریکا په مشرۍ د ناټو د پکت په زورور کیدو او د شوروي اتحاد په مشرۍ د وارسا د پکت په منځته راتلو سره نړیوالو امپراتوریو بله بڼه واخیسته او د دوو مختلفو ټولنیزوـ سیاسی سیسټمونو سره نړۍ پر دوو قطبونو ( بلاکونو ) وویشل سوه . په ۱۹۸۸ کال  په افغانستان کي د شوروی سره اردو تر ماتي خوړلو وروسته په سوسیالیستي بلاک کي د وارسا د پکت ریښې په وچیدو سوي او په ۱۹۹۲ کال دبرلین دیوال په نړیدو سره سوسیالیستي بلاک په بشپړه توګه له منځه ولاړ .
     د سوسیالیستي او پانګوال بلاکونو په شتون کي که پانګوال بلاک په اقتصادي لحاظ برلاسی وو ، خو سره له دې چي په نظامي لحاظ  ډیر کمزوری نه وو ، مګر سوسیالیستي بلاک د نظامي توان له مخي برلاسی ښکاریدي . هغه وخت د انګلستان د صدراعظمي مارګاریت تیچر نظریې په نړیواله کچه خپل رول درلود . دا چي دواړه بلاکونه په اټمي وسلو ترغاښونو وسلوال وه او آغلي تیچر ددې انډول د تائیدولو په ترڅ کي د « اټمي زغم » اصطلاح کاروله . پدې توګه ددغه زغم پر بنسټ هیڅ یوه بلاک پر بل بلاک باندي د فیر کولو جرئت نه کاوه . دی دواړو لیوانو یو بل ته د لیري نه غرږل او داړي یې سپینولي خو یو په بل باندي یې و خولې لګولو ته زړه نه ښه کاوه . دواړه لیوان اړ وه یو د بل په وړاندي د زغم نه کار واخلي چي دغه یو د بل په وړاندي د زغم سره سره د غرږلو او داړي سپینولو حالت په سیاسی او نظامي ترمینالوژیو کي د « ساړه جنګ » پنامه و نومول سو .
      هغه مهال دا چي نړۍ په یوه یا بل ډول ددغو دوو بلاکو او د هغوي د خواخوږو لخوا پر دوو قطبونو ویشل سوی وه ، نو دغو دوو لیوانو نه یوازي دا چي یو پر بل یې د حملې جرئت ندرلود ، بلکه د یو بل د خواخوږو د داړلو جرئت یې هم نه سو کولای . ددغه انډولیز زغم پر بنسټ دواړو سیسټمونو د دریمي نړي پر اولسونو باندي نه دا چي لاس نه پورته کاوه ، بلکه د اقتصادي مرستو د لاري یې د خپل اغیز د پیاوړي کولو هڅي او سیالي کولې . ځکه نو دغه دوه قطبیز حالت داچي د زبرځواکونو پلاس د خپلسریو مخه نیول سوی وه ، د دریمي نړۍ د اولسونو په ګټه وو چي د وګړو ډیري برخي خلګو د دریمي نړۍ په همدغو هیوادونو کي ژوند کاوه .
      په ۱۹۹۲ کال د وارسا د پکت تر دړي وړي کیدو وروسته نړۍ یو قطبي بڼه واخیسته او د امریکا په مشرۍ ناټو والو په خپلسریو لاس پوري او په هر چا یې حق او ناحق داړي لګولې . په تیره بیا هغه وخت چي په روسیه کي د ایلسن پنامه د یوه دایم الخمر ، سُست عنصره ، بی ارادي او فاسد شخص ډیره کمزورې واکمني وه ، د امریکایې لیوه داړي خورا تیزي سوي او پر ټولو نړیوالو اصولو او پرنسیبونو باندي یې ناړی تو کولې او د هر هغه چا د غوږونو و تاوولو ته یې پلمي لټولې چي د نافرمانۍ خیالونه یې په سر کي ساتل . ملګري ملتونه یې هم د خپل لاس اله ګرځولې وه ، د امنیت شورا تش پنامه پاته وه او خپل دروندوالي یې د لاسه ورکړی وو .
      د بنسټپالني د ټکولو په پلمه پر افغانستان باندي حمله او د بمونو باران ، د صدام حسین پلاس کي د ډله ایزي وژني د وسلو د درلودلو په پلمه چي اصلاً یې شتون نه درلود ، پر عراق باندي لښکرکښي ، د قذافي د دیکتاتورۍ د له منځه وړلو په پلمه په لیبیا کي مداخله ، د بشارالاسد د ټکولو په پلمه په سوریه کي بمباري ، په ټول منځني ختیز کي لاسوهني او داسي نوري کړني ، دا ټولي ناخوالي او په نړۍ کي څپڅپاند حالات د وارسا د پکت د له منځه تلو او په یو قطبي نړۍ کي د امریکا په مشرۍ د ناټو والو د خپلسریو له مخي منځته راغلي چي د سلهاوو زرو انسانانو د ژوند او میلیونو کسانو د بیځایه کیدو په بیه تمام سوه چي لا یې هم د اور لمبې د اسمان په لور په جګیدو دي .
     د افغانانو هیواد چي تل سترو امپراتوریو خپلي ککرۍ پکښي خوړلي دي ، اوس داسي ښکاري چي پدغه هیواد کي د امریکا په ماتي سره د ناټو پښې هم په لړزیدو سوې . د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ نیټه په ترکیه کي د کودتاچیانو ځپل او پدي کودتا کي د امریکا د لاس درلودلو ګنګوسې ددغو دوو هیوادونو ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا منځته راوسته . د يوې خوا دا چي ترکیه په ناټو پکت کي یوازنی اسلامي هیواد دی او تر امریکا وروسته یې پوځي توان تر ټولو نورو غړو هیوادونو زیات دي ، د نوموړي ناکامي کودتا هڅه به خامخا د ناټو په دننه کي هم حالات خړپړ او د بې باورۍ چاپیریال به پیاوړی کړي . دا ټول بیا هغه څه دي چي د امریکا په مشرۍ د ناټو ریښې لا نوری هم خوسا کوي . د بل پلو  نه د پوتین په مشرۍ د روسیې د بیا را ژوندي کیدو او و اسیا ته د نړي د اقتصادي ثقل د لیږدیدو سره جوخت امریکا نور د نړۍ واکمني د لاسه ورکوي . ددې کار سره سم دا پوښتنه منځته راځي چي دا واکمني به د چا په برخه سي . دا هغه څه دي چي ددغي لیکني د بحث بنسټیز زڼی جوړوی .
د لومړۍ برخي پای . نور بیا

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.