X

آرشیف

د ناندریو یوه بله غوا لنګیږي

      یو وخت ډیر کلونه پخوا ، فکر کوم ۱۳۶۱ کال به وو ، د کابل په څلور سوه بستریز روغتون کي د ناروغ پر بستر پروت وم . د اردو یو ژبه ور افسر هم راسره د درملني پخاطر پښې غزولي وې . کله ناکله به مو ګپ شپ کاوه . یوه ورځ مي د ناروغۍ علت ترې وپوښته . ده ځواب راکړ چي څه درته ووایم ، لکه ایمان چي مو ملایانو را خراب کړ ، صحت مو همداسي دغو ډاکترانو بریاد کړ . هر یو یې هر ځل بیلابیل تشخیصونه کوي او بیلابیل درمل راته اکسیر بولي .
       خبره د پروتوکولونو په اړه وه ، هغه سیاسي پروتوکول چي د اکسیر پنامه یې اساسی قانون تر پښتو لاندي کړ او په ځانګړي توګه یې د کورني سیاست ریښې ورستې کړې . کله چي د اولسمشری وروستۍ ټولټاکني په دویم پړاو کي سنګک او « ع » او « غ » سره ښکر په ښکر سوه ، « ع » او پلویانو یې د نارنجي حرکت په بڼه د نظامي پاڅون تهدید و کړ ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جان کیري سمدستي ځان را ورساوه او « غ » ته یې غاښونه سپین کړل . ده په دې بهانه چي ګواکي غواړي غوټه په لاس خلاصه کړي نه په خوله ، نو یې د ګټونکي « غ » لاسونه او پښې په هغه پروتوکول سره و تړلي چي اوملیک یې په باوري اټکل د « ع » د ټیم یوه مشر غړي ، فضل احمد معنوي لیکلی وو او وروسته په انګریزي ژباړل سوی وو .
کله چي نوموړی پروتوکول لا لاسلیک سوی نه وو او متن یې په رسنیو کي لاس پر لاس سو ، ما هغه مهال څو لیکني وکړي او څه چي مي وړاندوینه کړي وه ، له بده مرغه رښتیا ر ووته . د یوې لیکني سرسلیک مي دا وو : « یاره زه اوس هم دا غړکه څیري بولم » ( کولای سئ پدغه لینک کي یې و ګورئ : http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/naozadi_hm_yara_za_ousham_gharikka_ziribolm.pdf ) .
د بلي لیکني سرلیک : « اشرف غني یې بیا په مرګ ونیوی . . . . » ( و ګورئ : http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/naozadi_hm_ashraf_ghani_ye_biya_pa_marg_woniwi.pdf ) . کله چي بیا د جان کیري د سپارښت سره سم پروتوکول لاسلیک او د جنجالونو غوا بلاربه سوه ، تر دي سرلیک لاندي مي یوه لیکنه بریښنایي رسنیو نشر کړه : « خبره چي غړکه سي ، سمه لاره ورکه سي » ( و ګورئ : http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/naozadi_hm_khabera_cheysamalara_wrka_she.pdf ) . د جنجالونو بلاربه غوا اوس هغه ده لنګه ده او لکۍ  یې د پیریانو د فتوا سره له مخي هره ورځ د « غ » پر سر د سوټي واری دی .
      په لوړو لیکنو کي مي وړاندیزونه دا وه چي اشرف غني دي د جان کیري د سپارښتونو سره سم ډاکترعبدالله ته پوره برخه ورکړي ، خو دا کار دي د ملي مشارکت تر نامه لاندي وي ، نه د یوه تپل سوي پروتوکول د مکلفیت له مخي . ما دا هم ویلي وه ، داچي دوي د نارنجي یا سره حرکت سره د کودتا تهدیدونه کوي ، هر څه چي یې د توانه پوره وي ، پرې یې ږده همدا اوس یې وکړي . دا خبره که هغه وخت ځاي پر ځای حل سوی وای ، ډیره به ښه وای ، تر دی چي پنځه کلنه دوره په ناندریو تیره او اصلي دندي د یاده وتلي وي .
      تیره ورځ مي د افغاني کانالونو د لاري د جمعیت ګوند د اجرائیه رئیس او د بلخ د هرکاره خپلسري والي عطامحمد نور له خولې وارویده چی ده د اشرف غني سره څو ځلي ملاقاتونه درلودل ، دي اوس د بلخ د ولایت څخه لاس اخیستلو ته چمتو دي خو د جمهور رئیس نه یې غوښتنه کړي چي د جمعیت ګوند سره به د هیواد د ټولو دولتي ، اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو چارو په لوړو تصمیمونو کي مشوره کوي او په ټولو ارګانو کي به خپله ونډه ورکوي . ده دا هم وویل چي ډیر ژر به پدې اړه د جمعیت ګوند د لوري د جمهور رئیس سره یو پروتوکول لاسلیک کړي .
ما ددې خبر په ارویدو د ځانه سره وویل چي دادی د چلنجونو او سرخوږیو یوه بله غوا لنګیږي . زما ډیر ښه را یاد دی او د هیڅ هیوادوال به هم هیر نه وي ، کله چي د اولسمشري په وروستیو ټولټاکنو کي ښاغلي ډاکترعبدالله ځان کاندید کړ ، په یوه تلویزیوني مرکه کي یې په ډاګه وویل چي زه د افغانستان د جمعیت ګوند کاندید یم او محترم صلاح الدین رباني زما د کاندیدیدو بشپړ ملاتړ کړیدی .
د جان کیري په سپارښت پروتوکول چي ښاغلي اشرف غني د جمعیت ګوند لخوا د کاندید سوي استازي سره لاسلیک کړ ،  ددې خبري مانا داده چي د جمعیت ګوند سره یې لاسلیک کړیدی . ددغه پروتوکول له مخي د ټول هیواد په کچه د چارو نیمه برخه د جمعیت ګوند تر لاسه کړه . داچي نوموړي ګوند بیا د خپلو معاملو له مخي د وحدت ګوند ( محقق ) او د اسلامي  ګوند یوه ښاخ ( محمد خان ) ته ددغي نیمي برخي یوه وړه ټوته پلاس ورکړه ، دا د دوی خپل منځي معاملي دي ، دا ځکه هغه بله نیمه برخه چي اشرف غني ته پاته سوه ، هغه هم یوازي دده نه وه او د خپل منځي معاملو سره سم د وحدت ګوند ( دانش ) ، د اسلامي جنبش ګوند ( دوستم ) او د جمعیت ګوند ( ضیآ مسعود ) سره وویشل سوه .
پدې توګه د جمعیت ګوند ددغه پروتوکول له مخي د دواړو خواوو څخه نر غوندي خپله برخه تر لاسه کړه . داچي د ناندریو بله غوا به په کوم مصنوعي متود بلاربه او بیا لنګه سی ، لا تر اوسه پوره مالومه نده . یو شی دلته مخکي له مخکي مالوم دی ، هغه دادی چي بیله ناندریو به بل بچی و نه زیږوي .

پوهنمل حاجي محمد نوزادي
پای
۲۱ / ۱۲ / ۲۰۱۶

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.