X

آرشیف

د مسکو د غونډی په هکله څو اساسی ټکو ته د هیوادوالو پام:

هیوادوالو ته جوته ده چې استعماری تاقتونه تل د خپلو موخو د عملی کولو له پاره په لمړی قدم کې د استعمار لاندی هیوادو کې د هغوی نظامی تاقت کمزوری کوی چې له خپلو ملی ګټو نه حفاظت و نه شی کولای.همدا ډول د داسی هیوادو واکمنی نادانو، نا اهله او داسی کسانو ته په لاس کې ورکوی چې د هیواد ملی ګټو اوارزښتونو ته ژمن نه وی او که بیاهم چیری د دوی د باور او ټیم په دغو کسانو کې یو نیم د هیواد د پرمختګ اوګټو ساتندوی را پیدا شې نو په مختلفو دسیسو او بهانو یې له منځه وړی او ځای یې بل وفادار غلام ته ور سپاری.
که چیری زموږ د هیواد غم لړلې تاریخ ته زير شود انګریزانو، بیا د شوروی او همدا اوس د امریکی د یرغل او تجاوزنو نه را وروسته جوړشوی نظامونه کټ مټ زما د دی خبری شي بیلګي دي.
 استعماری تاقتونو ته ملی او خپلواک دولتونه هیڅ کله د منلو وړ نه دی ،په جنګ ،فاسد او کمزوری نظام، تعصب او نفاق کې د استعماری تاقتونه ګټه ده او خپلی موخی ښی تر لاسه کولای شې. په تیرو ۴ لسیزو کې موږ څو وار د سولی د هلو ځلوشاهدان یو خو هر ځل استعماری تاقتونو د خپل بقا په خاطر د خپلو لاسپوڅواو خرڅ شوو غلامانو په واسطه د سولی مخنیوی کړی او هیواد یې د ستروغمیزو سره لاس او ګریوان کړی دی.
د مثال په توګه کله چې د شهید حفیظ الله امین د حکومت په وخت کې د پاکستان د دولت سره د مخالیفینو په هکله د سولی خبری پیل شوی اوپه دی موضوع شوروی اتحاد خبر شو سمدلاسه یې هلی ځلی پیل یو منل شوی نظام یې را نسکور او پر ځای یې خپل ګوډاګې حکومت رامنځ ته کړ.
د ډاکتر نجیب الله د حاکمیت په وخت کې د سولی پروګرم چې د ملګرو ملتونو تر څارنی لاندی پیل شوی و غواړم د ناکامیوو ځینو اړینو ټکو ته یې اشاره وکړم.
– سره له دی چې د هغه وخت نظامی تاقت واروار له اوسني ځواک نه غښتلی وو خوپه نظام کې د نظر او عمل د یووالی  د نه شتون له امله او د مسلحو قوواو تر منځ د حقوقو او امتیازاتو بی شمیره انډول دی ته پلمه په لاس ورکړه تر څو د استعماری کړیو او ګاونډیو هیوادو د لاسوهنو په نتیجه کې د یوی په نوم کودتا له لاری مسلح قواوی کمزوی او د نظام د پاشلوله پاره یې شرائط برابر کړل.
ـ د یو قوی اپوزیسیون په توګه د ببرک کارمل د ډلی شخصی دښمنی له ډاکتر نجیب سره د قدرت په خاطر،نه د هیواد د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره چې لکه همدا اوس د غنی حکومت او شمالی ټلواله چې د نجیب الله د دولت اپوزیسیون په ښکاره هم ددولت پر ضد مبارزه کوله او هم یې د دولت په کلیدی مقامونو کې دندی لرلی په خاص ډول مسلحو قوواو کې.
– د ډاکتر نجیب الله بی ځایه غرور خپلو متحدینو ته نه پاملرنه او نه پر هغوی اعتماد او د ده ضعیف او نا کاره ټیم چې یو شمیر یې هم له ده سره وو او هم د کارمل له ډلی سره لکه د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل.
ـ د کارمل ډلی د خپلو شخصی عقدو پر اساس دومره ستر جنایت تر سره کړ چې د خپلو ایډیالوژیکی ملګروپر ضد د خپل د سیاسی خط او ایډیالوژیکی د ښمنانو په قطار کې ودریدل او د سولی پروسه یې له ناکامی سره مخ کړه.او همدا اوس د تاریخ د تورو څیرو په نوم ثبت دی چې حتا وار وارد احمد شاه مسعود اود هغه د پلویانوله لوری ورته پیغور ورکړ شوی.
– په روان اوږد جنګ کې چې د بهرنیو له لوری پرافغان ولس او هیواد تپل شوی د جنګ ختم او سوله هم د ټولو افغانانو مال او حق دی، خو په خواشنی سره چې نه افغانانو ته دا حق ورکول شوی او نه دوی په خپله دا شعورته رسیدلی چې د یو واحد ملت په توګه خپل بهرنی او په کور دننه دوستان او دښمنان تفکیک کړی او د دوستانو تر څنګ په لوړ او ملی مورال ودریږی او د سولی له ملی پروسی نه دفاع وکړی.
د ټولومسائلو تشریح دلته ممکنه نه ده خو د غو ټکوته پاملرنه د سولی په اوسنۍ پروسه کې ضروری ده.
ګرانو هیواد والو:
 تیری اوږدي جګړی زموږ ټول مادی او معنوی ارزښتونه له خاورو سره خاوری کړل ،هیواد مو نور هم د تباهی په لور روان دی ، دغه ناروا جنګ چې د پردیو له لوری پر موږ تپل شوی دی ازموینو وښوده چې هیڅ وړونکی او بایلونکی نه لری او قربانې یې یوازی همدغه افغانان ورکوی باید موږ ټول افغانان تری درس واخلو پره دی زموږ پروا نه لری د خپلو ګټوله پاره دلته راغلی وو، دی او وی به، خو موږ د خپل د هیواد او ولس په هکله مسؤلیت لرو چې څنګه یې له دی ستر ناورین نه وژغورو.
د پورتنیو تر خو تجربو په نظر کې نیولو سره افغان ولس څه باید وکړی چې هم د پردیو مشروع ګټی د خپل هیواد د لوړو ګټو په نظر کی نیولو سره تعریف  او د بهرنیو اعتماد تر لاسه شې چې زموږ له لوری ورته خطر نه پیښیږی.
– ټول افغانان او د جنګ دواړه لوری باید شعوری او اګاهانه په دی معتقد شې چې دا جنګ پره دی دي او زموږ د هیواد او خلکو په ګټه نه دی.
– د جنګ دواړه لوری باید د هیواد د اوسنی دری ګوني مسلح ځواک موجودیت ته د یو اصل په توګه غاړه کیږدی خو ددغو قوواو په راس کې باید مسلکی، هیواد، هیوادوالو او ملی ارزښتونو ته ژمن مسلکی کسان چې دواړو لورو ته د منلو  وړوی وټآکل شې.
– د هیواد اوسنې نظام نه په کلکه حمایت،پری راټولیدل،او تقویه کول د سولی د پروسی تر عملی کیدو پوری د هر سپیڅلی او پرهیواد مین افغان اساسی دنده ده. په مقابل کې په داسی حساسو شیبو کې دریدل،د هیواد او خلکو سره ستره جفا او ملی خیانت دی.چې د مسکو روانه غونډه یې یوه بیلګه ده.
– جمهوررئیس محمد اشرف غنی د هیواد په داسی حساسو شیبو کې باید د بی ځایه احساساتو او احساساتی ویناوو نه مخنیوی او د ولس اوخپلو متحدینو نظریاتو او غوښتنو ته پاملرنه وکړی او د ملی اجماع په نظرکې نیولوسره دقیق او سنجش شوی ګامونه واخلی زه دمثال په توګه د غنی دوه تیروتنی دلته په ګوته کوم، هغه په خپله یوه احساساتی وینا کې د ثور ۷ نیټه د افغانستان د ناورین پیل وګاڼه بهتره به داوی چې د روسانو اشغال یې ناورین بللی وای چې دغی وینا یې دده ډیر متحدین او دده د اوسنیو پالیسیوهواخوهان خواشنی کړل، همدا ډول په او سنیو حساسو شیبو کې د امریکا او یا د خاص استازی خلیل زاد په مقابل کې دریدل دده د مخالیفینو له پاره د توتیو په لاره کې کمک کولای شې.
د نظام په اساسی ستنواو خپل ټیم کې د اساسی بدلون په راوستلو د وطن پرستئ، صداقت او ایمانداری، دهیواد لوړو ګټو ته د ژمنتیا پر معیارونوبرابر کسان په نظر کې ونیول شې.
– د هیواد له دښمنانو، د پره دیو له ګوډاګاینو، غلو داړه مارانو او مافیائی کړیو او د مسکو د غونډی له غلامانو سره هیڅ ډول معامله روا او مشروع کار نه دی او باید تری جلو ګیری وشې.
ـ موږ باید دومره تنګ نظره و نه اوسو چې د مسکو دغونډی ټول ګډونکونکی په یوه سترګه وګڼو، هر چا ته باید د هغه د نظراوتیروکړنواو اوسنی عمل پر بنیاد قضاوت وکړو،خو یو شمیریې ددی هیواد دبربادی،مافیا روزنو،بربریت،چورچپاول
 او اعزازی قهرمانانو ،مارشالانو،جنرالانو پر ولس تپل د هیواد او ولس دارائی او خمکی پر غلواو سلاواکو ویشل پره دو ته د خدمت نښی په خپل ضمیر او مخ کې لرل چې د هیواد ټول اولس ته معلوم دی په هیځ ډول د بښلو نه دی او نه به وی او همدا کسان دی چې د روسیی فدراتیف حکومت سره په هماهنګې کې دغه غونډه د افغانستان د اوسنی نظام د تضعیف د تالبانو سره د نامشروع معاملاتو،د  سولی د پروسی د مخنیوی، د امریکا د هلو ځلو او په خاص ډول د خلیل زاد د هلو ځلو د بی اهمیته ښودلو له پاره سازماندهی شوی ده.
زما په اند د مسکو غونډه کې د تالبانو ګډون او په دغه غونډه کې د تالبانو د استازی شیر محمد ستانکزی څرګڼدونو د تالبانو موقف او د سولی په پروسه کې د تالبانو نقش او موقف ته سخت ضرر ورساو.په داسی حساسو شیبو کې چې تالبان ځان د
افغان ولس خواخوږی ،د اشغال او تجاوز مخالفین ګڼی او بیا د همغه تجاوز له اصلی مهرو او قرارداد لیکونکو سره لکه حامد کرزی، یونس قانونی،عطامحمد نور،اسماعیل تورن،محمد محقق،لطیف پدرام چې ځان افغان نه ګڼی او داسی نورو تورو لوټمارو څیروسره غونډی کوی د افغان و لس شک دادی چې تالبان یا سولی ته ژمن نه دی او یا یې دا یوه ستره تیروتنه ده چې  ادرس یې غلط کړی دی.
که چیری تالبانو د تاکتیکی موخو له زاویی نه دغه ناسته د هیواد د حاکمیت له مخالیفینو سره د نظام د کمزوی کولو او له دوی نه د وسیلی په توګه د استفادی په نیت تر سره کړی  وی دا یې بله ستره تیروتنه ده ځکه دری متل دی چې:( ازموده را ازمودن در کار نیست). همدا کسانو دهیواد په مختلفو حساسو شیبو کی په مکه معظمه کې قرآن وکړپری یې عمل ونه کړد هیواد د ټولو سولو د کمزوریتا او له منئه وړلو اصلی عاملین همدا کسان دی چې خپلی شخصی ګټی ورته له بل هرڅه لوړی دی، ترڅو چې دوی په نظام کې وو د امریکایانو ورونه او نږدی دوستان او د نظام تبلیغاتی سپي وو خو کله چې له نظام نه لری شوول بیا هم د نظام مخالف او هم د امریکایانو مخالف وی. 
درنو هیوادوالو زه د محمد اشرف غنی پلوي نه یم او نه یې د نظام خو اوسنی حقیت او د زمان غوښتنه همدا ده چې د سولی روان بهیر بی له همدی نظام نه د منلو او تقویه کولو نه بله کومه عملی لار نه لری ،نو ځکه له ټولو هیواد والو نه می هیله داده چې په تد بیر او هوښیارئ د همدی نظام پر شاه و خوا راټول نیمګړتیا یې اصلاح په یو قووت او غږ د سولی په لور کوټلی ګامونه پورته کړی تر ځو تیری ترخی بیا تکرار نه شې.
ګاونډی هیوادونه پاکستان، ایران، چین ،روسیه او نور هم باید پوه شې چې پیاوړی او ځواکمن افغانستان د دوی په ګټه دی نا مشروع بی ځایه هلی ځلی د سولی د پروسی د مخنیوی په لار کې ناکامه هلی ځلی د بین المللی حقوقو او ارزښتونه سره  ستره جفا او خیانت دی.

                     پای
شاه ولی ارین دنمارک

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.