آرشیف

2021-3-25

شاه ولی آرین

د افغان سولې نوی پړاوکه نوی ډرامه؟

ټولو ته جوته ده چې په امریکا کې د جمهوری ریاست له ټاکنو وروسته، چې په کې ټرامپ سخته ماته وخوړه او بایډن ددغه هیواد د جمهور رئیس په توګه لوړه تر سره کړه، د امریکا په سیاست او پالیسیو کې څه نا څه بدلون رامنځته شو.
بایډن هلې ځلې پیل کړی تر څو په نړیواله کچه د امریکا د پخواني جمهور رئیس ټرامپ تیروتنې جبران کړی او د خپل هیواد نړیوال اعتبار او رهبریت په نړۍ کې د تېر په شان تر لاسه کړی.
د ترامپ د یو شمېر فرمانونو لغوه کول، د مهاجرینو امریکا ته د ورتګ د بندیزونو لری کول،د نړیوالو سیاسیي اقتصادي او دپلوماتیکو اړیکو د جوړښت لپاره هلې ځلې، د افغان د سولې په پروسه له سره کتنه او داسې نوري هڅې یې د یادولو وړ بولم.

ترهغه ځایه چې لیدل کېږی د افغان د سولې پروسه په دقیق ډول یوه داسې چوګاټ په لور د لویدو په حال کې ښکاری، چې تمه شته روانه څلویښت کلنه جګړه مهار کړی او د دائمي سولې له پاره لار همواره شي.
له طالبانو سره د ترامپ د ادارې له لوری د سولې د موفقت نامې بیا کتنې چې تر اوسه په دقیق ډول د جوبایډن له لوری د دغې توافق نامې د رد، عملي کیدو او یا د تعدیلاتو په هکله په مشخصه توګه څه نه دی روښانه شوی، اما د زلمی خلیل زاد له لوری ملي، نړیوال او سیمه ایزی هلې ځلې ددی مانا لری چې په توافقنامه کې، د سولې په پروسه کې مثبت بدلونونه لیدل کېږی.
دافغانستان په چارو کې د امریکا د استازی زلمی خلیل زاد تماسونه او سفرونه افغانستان، پاکستان، هند، روسیې اوچین سره ددی خبری ښکاره بېلګه ده چې امریکا غواړی د افغان د سولې پروسه نړیواله کړی، چې د سولی د پروسې نړیواله کول، د واقعي سولې د عملي کولو یو له بنیادي شرطونو نه دي.

په ترکیه کې د افغان سولې له پاره د کنفرانس جوړول بل هغه لامل دی چې امریکا غواړی د سولې روانه پروسه له هغو پخوانیو محدودیتونو نه راوباسی او د افغان په جګړه کې د ښکیلو نړیوالو او سیمه ایزو هیوادو اندیښنو ته مثبت ځواب ورکړی.

لیدل کېږی چې نه یوازی خلیل زاد، بلکې د امریکا د دفاع وزېر، د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان د سولې پروسه له نږدی نه په جدی توګه څاری. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلنګین وروستې لیکونه افغان ولشمر، د سولې د شورا رئیس او طالبانو ته هغه پیغام دی، یانې که دوی غواړی یا نه غواړی د سولې پروسه عملي کېږی، امریکائي او بهرني ځواکونه به له هیواده وزی، خو د شرائطو په نظر کې نیولو سره.
بلنګین د امریکائی سر تیرو د وتلو وروسته سره له دی چې نړیوال به له افغان وسله وال فوځ سره خپلو مرستو ته دوام ورکوی، اما خپلې اندیښنې یې هم څرګند کړی چې ممکن طالبان ډېرې سیمې خپلې کړی او جګړه شدیده شې خو ویلی یې دی، چې دوي به د اوربند په هکله هم هلې ځلې ونه سپموی.
د لیکونو نه داسی ښکاری چې دوی ته په ښکاره ډول ویل شوی چې په دی لار کې باید مرسته وکړی او روان فرصت له لاسه ورنه کړی.

بل عمده تفاوت دامریکا په اوسنې پالیسئ کې داده چې د اوس له پاره یې په عملي ټوګه افغان دولت، د دولت اپوزیسیون، سیاسیون په پروسه کې داسی ورشامل کړل چې همدا اوس په هیواد کې د یوی واحدی موضعکیری او واحد غږ او عمل له پاره د ملي اجماع له پاره په جدی توګه کار روان دی.

په افغانستان کې د جګړې دختمولو  لپاره کوم کوښښونه چې ښاېی د همدی مارچ په میاشت کې د سیمه ایزو او نړیوالو دخیلو هیوادو په ګډون په ترکیه هیواد کې یو کنفرانس جوړشې، طالبان او افغان دولت به سره په یوه ټغر را کینوی، یقینآ چې دغه کنفرانس به مثبتی لاسته راوړنې ولری.

تر هغه ځایه چې لیدل کېږی تر اوسه د دغه کنفرانس د اصلي محتوا په هکله څه نه دی روښانه شوی او ډېر شنونکی په دی نظر دی چې دافغان جګړی په هکله تراوسه ډېرداسی کنفرانسونه جوړ شوی، مګر پایلو یې کومه نتیجه نه درلوده، خو زما له انده ممکن دغه کنفرانس یو څه مثبتي پایلې ولری، ځکه چې په ډېرو حساسو شرائطو کې جوړېږی او له بله پلو د ترکیې هیواد هم ویلی، چې افغانستان ورته ډېر مهم دی او غواړی چې هر څومره ژر چې وی په افغانستان کې سوله راشې او دوی به په دی هکله خپله هر ډول همکاری ونه سپموی.
همدا ډول دافغان د سولې د بهیر د چټکتیا لپاره دامریکا د  هڅو تر څنګ چې ویل کېږی له امریکی سره په همغږی کې مسکو هم په دې تړاو  ډېر ژر په څو نږدی ورځو کې د یوی ناستې د کوربه‌ توب ‌اعلان کړی دی.
ویل کېږی چې دغې ناستې ته د افغانستان  ولسمشر اشرف غني، دملي مصالحې دعالي شورا رئیس عبدالله ، د چین،پاکستان او طالبانو له استازو نه د ګډون غوښتنه شوی، خو تر اوسه معلومه نه ده چې افغان لوری به په دغه ناسته کې برخه واخلی او کنه.

 له روانو ملي او نړیوالو هلو ځلو نه داسې څرګندېږی چې د افغان سولې پروسه د  یو نوی پړاو لور ته روانه ده او د دوحې پریکړه لیک ته دومره ارزښت نه ورکول کېږی او یا تر ډېره بریده په کې بدلونونه په نظر کې نیول شوی دي.
د طالبانو چوپتیا، جګړی اوهدفي وژنو ته زور، د دی مانا لری چې دوی غواړی د زورله لاری کابل ونیسی، او د سولې پروګرام ته چندان اهمیت ورنه کړی، خو نړیوال وضعیت او د طالبانو د تیر حکومت کړنو، د تراهګریزو شبکو په خاص ډول القاعدی سره د دوی اړیکې نړیوال د امریکا او د طالبانو حتا د تمویلونکو په ګډون دوی په اندیښنو کې اچولی، او هیڅوک نه غواړی چې طالبان دی بیا د امارت په توګه په خپلواک ډول په افغانستان کې قدرت ته ورسیږی.
نو ځکه ملګری ملتونه او د نړی اکثره هیوادونه، په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو په لار کې چې ټولو افغانانو او د جګړی دخیلو خواوو ته د منلو وړ وی هلې ځلې کوی.

دیوی دائمی سولې په لور