X

آرشیف

د افغانستان کانونه د سوکاله ژوند سرچینې

دریمه برخه :  د تیري دوهمي برخي په تړاو او ادامه .
دویمه خبره چي د پنتاګون په راپور کي پر ځای نه ښکاري ، هغه داده چي د معدنی زیرمو د یادولو سرچینه دوی پخپل راپور کي همدغه د شوروي کارپوهانو لخوا لیکل شوی راپورونه یاد کړیدي . دا ځکه چي د راپورونو زیاته برخه د بیلابیلو سیمو د جیولوجيکي څرنګوالی او جیولوجیکي نقشو په هکله دي ، نه د کانو د زیرمو . د یادوني وړ ده چي د معدن د پیدا کولو لومړي مرحله د سیمي د جیولوجیکي نقشی اخیستل دي . د جیولوجیکي نقشې پر مخ د ځمکی د قشر داخلي جوړښت ، د طبقو ( لایو ) شکل ، د تیږو منرالي ترکیب ، د هغوی عمر اود منځته راتلو منشا‌ء او نور اړین مالومات ښودل کیږي . د همدغی نقشې له مخي یو جیولوجیست کارپوه کولای شي په بیلابیلو سیمو کي د بیلابیلو معدنو د شتون اټکل وکړي او بیا هلته ولاړ شی ، خپله پوهه او د کان لټولو متودونه په کار واچوي چي دا بیا د کار دویمه مرحله ګڼل کیږي . که معدن پیدا شو ، نو دریمه مرحله به یې اړوندو متودونو سره د کان د زیرمو محاسبه او د څومره والی ( کمیت ) تثبیتول وي . په څلورمه مرحله کي باید د کان تخنیکي ـ اقتصادي څیړني تر سره شي . که چیري څلورمه مرحله بریالی وه او زیرمي کافي و ګڼل شوي ، نو پنځمه مرحله پیل کیږی چي د کاني موادو را ایستل او استخراج دي . کیدلای شی مارکیټنګ یې شپږمه مرحله و بولو .
      د اویایمو کلونو په اوږدو کي د افغانستان ټوله ځمکه د یو پر پنځه سوه زره ( ۱/۵۰۰۰۰۰ ) په مقیاس جیولوجیکي نقشې و پوښل چی دا دهغه وخت یوه ډیره ستره لاسته راوړنه وه . دا ځکه چی تر دغه وخته پوري د افغانستان نورو ګاونډو هیوادونو له ایران ، پاکستان او هند د خپل ټول قلمرو د پاره پدغه مقیاس جیولو جیکي نقشه نه درلوده . په ۱۹۸۰ کال په پاریس کی د جیولوجستانو په نړیوال کانګرس کي ما د افغانستان د استازي په توګه دغه نقشه په ډیر ویاړ سره وړاندي کړه چي ګډونوالو ته په نه منونکی ډول په زړه پوري و ګرځیده ځکه دوی په افغانستان غوندي وروسته پاته هیواد کي د داسی یوې نقشې درلودلو فکر هم نشو کولای . د نوموړي نقشې سره یوځای د ټول هیواد په کچه په همدغه مقیاس د معادنو نقشه هم له چاپه ووتل . ددغو دواړو نقشو تفصیلی مالومات هم په روسي او انګریزي ژبو چاپ شول . دا چي د معدنو نقشه مو هغه مهال د محرمو اسنادو په ډله کي را وستې وه ، په همدې خاطر می له ځانه سره د پاریس کانګرس ته یو نه وړه خو پخپلو څرګندونو کي مي د هغي د شتون خبره یاده کړه . د کانو د نقشې دا مقیاس که د ټول هیواد په کچه لوی مقیاس دی خو د یوه ځانګړی معدن د څیړلو د پاره بیا ډیر وړوکی او کاری ندی . معدني سیمه باید لدې نه په ډیر لوی مقیاس سره یاني یوپر لس زره ( ۱/۱۰۰۰۰ ) څخه تر یو پر زر ( ۱/۱۰۰۰ ) مقیاس باندی و څیړل شی چي کله کله لا له دې نه هم و لوی مقیاس ته اړتیا لیدل کیږي . ددغو دوو نقشو سره زما ډیري خاطري تړلی دي چی کاشکي یې د یادولو موقع یو وخت پلاس راشی .
      زما په ګمان همدغه د معدنو نقشه وه چي پنتاګون یې له مخی خپل راپور ترتیب کړیدی . تر ټولو د خوښۍ خبره لا داده چی د نوموړی نقشې پر بنسټ د پنتاګون په راپور کي د یادو شوو کانو په ګډون د مندلیف د دوره ای جدول د نژدې ټولو عناصرو شتون څرګند شوی دی . که څه هم پخپله دا کار په راتلونکي کي د هیواد د لوړ اقتصادی پوتنشیال یونیکمرغه زیری دی ، خو د معدن په توګه ددغو ټولو عناصرو یادول لا تر اوسه د وخت نه وړاندي خبره ده . راشئ و ګورو چي معدن څه ته وایي او ایا د هر عنصر ښکاره کیدل د معدن د شتون مانا ورکوي ؟ د افغانستان د معدنی زیرمو په قانون ( ۱۹۹۳ کال ) کي چي د جوړونکی کمیسیون مشري یې تر لویه بریده زما پر غاړه وه ، معدن ( که څه هم دا ګړی زما ټکي په ټکي په یاد ندی او هغه قانون هم اوس په بله بڼه د ازاد بازار په ګټه د هیواد د تقنیني دود سره په نا انډول ډول تعدیل شویدی ) په ټولیز ډول داسی تعریف شویدي : معدن د اړتیا وړ منرالونو ، تیږو ( ډبرو ) ، مایع او ګازی موادو هغه شتون دی چی په طبعي ډول د ځمکی د قشر په یوه برخه کي سره را غونډ شوي او د بشپړ مقدار کچه یې دومره وي چي په اقتصادي لحاظ د را ایستلو ( استخراج ) په لګښتونو و ارزي . په ټولیز ډول هم دغه د معدن تعریف دی . د لوړ تعریف له مخي د یوه عنصر شتون که هر څومره قیمتي هم وي او ددغه تعریف سره سر و نه خوری یاني استخراج یې اقتصادی تمام نشي ، معدن ورته ویلای نشو . د بیلګي په توګه که په یوه پراخه سیمه کي د لسګونو ټنو طلا شتون محاسبه شی او اقتصادی ـ تخنیکي څیړني و ښئی چي د طلا ددغو زیرمو پر را ایستلو باندي دومره لګښت راځي چي دغه استخراج شوې طلا یې جبرانولای نشي ، بیا نو د اوسنی تخنیکي پرمختګ په پام کي نیولو سره دغو لسګونو ټنو طلا ته معدن نشو ویلای .
 
د دریمي برخي پای . نور بیا
پوهنمل حاجي محمد نوزادي

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.