X

آرشیف

د افغانستان د اسلامي پـيـــر دوې نامتو ودانۍ

 

 په دي برخه کي د افغانستان د يو شمير هغو اثارو او ابداتو د پيژندني لړۍ پيل کيږي چي په افغانستان کي داسلامي پير نامتو ابداتو او د وياړ وړتاريخي اثار و په توګه پيژندل سويدي . د يادوني وړ ده چي د هيواد دتاريخي ابداتو د پيژندني په اړه د ارکيالوجکي ميتود په څير څرګندوني په نظر کي نه نيول کيږي ، يوازي د لرغوني اثر او يا تاريخي ودانۍ،يوه لنډه معرفي او تاريخي څرک را څرګنديږي . په دی ليکنه کي د جام څلۍ او د مزار شريف روضه را يادوم :

د جام څلۍ ( مينار ) د جام څلۍ چي د جام منار په نوم زيات پيژندل سويدۍ ، د جام مينار د افغانستان په منځني ولايت غور کي لږ تر لږه د اته سوه کاله را په ديخواد خپلي زمانې برم او دبدبه د ځان سره ساتلې ده . تاريخي متونو د جام څلي جوړونکۍ د غوري پاچاهانو کورنۍ اړوند سلطان غياث الدين غوري ښودلۍ دۍ . نوموړي پاچا دا مينار د 1163 ميلادي کال څخه تر 1202 ميلادي کال پوري ودان کړي دۍ . د جام څلۍ په داسي برخه کي ودان سوۍ چي د هغه ځای لوړوالۍ د سمندر د اوبيز مخه څخه ( داوبو سطح ) څه ناڅه 1900 متره لوړوالۍ لري . پر دې څلي د لوړو غرونو داسي لړۍ را ګرځيدلې ده چي د يو شمير غرونو د لوړو څوکو لوړوالۍد سمندر د اوبيز مخه څخه 2300 متره ته رسيږي . د دې څلی يوه بله ځانګړتيا داده چي د هريرود سيند پرغاړه داسي جوړ سوۍ چي دووخواو ته يې د سنيد رواني اوبه بهيږي . دريمه ځانګړتيا يې داده چي دا څلۍ په خپله پوره 67 متره لوړوالۍ لري .

د افغانستان  د اسلامي پير دوې نامتو ودانۍ

 

د جام څلي بنسټ دايروی ايښودل سوۍ چي د هر يوه مدار تر پوره کيدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږ سوې او په دې ډول د څلي تر پورتنۍ کړۍ پوري په همدې ترتيب جوړسويدۍ . د لاندنۍ برخي ( قاعده ) قطر يې نه ( 9 ) متره او په لوړ سر کي يې د قطر اندازه د يونيم څخه تر دوه متره پوري رسيږي .د دې څاي په دننه کي د څلي لوړو پوړيو ته د رسيدو لپاره زيني چوړي سويدي . پخې خښتي ، ګچ او اهک ( چونه ) په داسي ترکيب سره يوځای سوي چي د پياوړتيا حد يې د سمنتو درجې ته رسولۍ دۍ . د جام څلي پر بهرنۍ خوا په کوفي ليک ليکني د دي څلي دبدبه او برم لا نور زيات کړيدۍ .   
لومړنۍ اروپايې څيړونکۍ چي د منار څلي په اړه يې د افغانستان د حکومت او ايزمو ايتالوي موسيسې د وينا په وجه څيړني تر سره کړې هغه ايتالوي لرغونپوه اندره برونو نوميدۍ چي په 1961 ميلادي کال يې د دی منار څخه ليدنه وکړه او د هغه د بيا جوړيدو لپاره يې وړانديزونه ترتيب او يونسکو ته يې وړاندي ګړل ، څرنګه چي د جام څلي ته رسيدل ستونزمن کار وو ، ځکه په هغه وخت کي د دې پروژې پلي کيدل وځنډيدل . په 1963 ميلادي کال د جام منار لپاره د لويدلو خطر زيات سو د همدی کال د جون په مياشت کي د جام دڅلي دبيا جوړوني په نيت يو شمير څيړني پيل سوې . په 1974 ميلادي کال د جام څلي ته د جوړوني موادو د رسيدو لاره څه ناڅه برابره او د څلي د بيا ودانولو يا د څلي لپاره د پايښت د توان پيداکيدو پروژه پلې سوه . د هم هغه پروژې له برکته تر اوسه هم له نيکه مرغه د جام څلۍ يا د جام منار په خپل هيواد کي لرو .په داسي حال کي چي په دي ورستيو کالونو کي د جام څلي ته زيات زيان اوښتۍ او ان دا چي يو شمير بهرنيو موسيسو د دي تاريخي وياړ د ژرلويدلو خطر خبر دارۍ ورکړيدۍ . هيله من يو چي د هيواد اړوند چارواکي د دې ستونزي د حل چټکي لاري چاري ولټوي ، داسي نه چي دا وياړ هم د چکړي منار په څير له لاسه ورکړو .

د مزارشريف د زيارت ودانۍ : هغه ودانۍ چي اوس د بلخ ولايت مرکزي ښار کي د شاه ولايت ماب حضرت علي کرم ا لله وجهه په نوم ياده سوې ، د پيړيو په ترځ کي ودانه سويده . تر هر څه وړاندي داپوښتنه سته چي دا زيارت په رښتيا هم د هم هاغه مبارک دۍ کوم چي ورته منسوب ګڼل سويدۍ ؟ دي پوښتني ته بيلا بيل جوابونه بيلا بيلو ليکوالو په خپلو ليکل سوو اثارو کي وړاندي کړيدي . زه په دي برخه کي د هغو مطالبو يادونه کوم چي د زياتو پوهانو او ليکوالانو لپاره د منلو وړدي .                                        
له هغه وروسته چي حضرت علي کرم الله وجهه په کال 660 ميلادي کال په شهادت ورسيدۍ له هم ماغه وخته بيا تر دولسمي ميلادي پيړۍ پوري ټول هغه معلومات چي د نوموړي د زيارت او ميت په اړه وه يا له منځه يوړل سوه او يا ورته زيات پام ونه ساتل سو . د همدي پيړۍ په لومړيو کالونو کي د سلطان سنجر سلجوقي د واکمنۍ پر مهال يوه روحاني تن خوب وليدۍ چي د حضرت علي کرم ا لله وجهه ميت په همدغه ځاې کي ښخ دۍ ، سلجوقي سلطان هم امر وکړ چي همدلته دي زيارت جوړسي . د سلطان د امر سره سم په 1136 ميلادي کال يوه ښکلې ګنبده ودانه شول .  

د سلطان سنجر په امر جوړه سوې وداني په 1220 ميلادي کال هغه وخت ورانه سول چي چنګيزي لښکرو د ګنبدي لاندي د سروزرو خزانې لټون پيل کړ . په ځينو ليکنو کي راغلي چي دا زيارت پخواتر هغه چي چنګيزي لښکر راورسيږي د سيمي خلکو د دې ډاره چي چنګيزخان به د دي زيارت هرڅه له منځه يوسي او بيابه د زيارت د ځاې پيداکيدل ناشونۍ وي ، نو ځکه يې د زيارت ګنبده ورانه کړل اومداسي ورانه يې وساتل تر هغو چي د بيا جوړيدو زمينه يې برابره شول ، . د دي سره سره چي نوموړي زيارت ته بارانونو اود باد سيليو تر پخوا لا زيات زيان ورته اړولۍ وو ، خوبياهم د يوي وراني کنډوالې په څيرڅه ناڅه ښکاريدۍ .

د سلطان حسين بايقرا د واکمنۍ پر مهال وروسته له 243 کالو يو ځل بيا د دې زيارت د جوړيدو زمينه برابره سوه . په 1481 ميلادي کال يوه بل روحاني تن خوب وليدۍ او د حضرت علي کرم ا لله وجهه د ميت د شته والي خبر يې تيموري پاچا سلطان حسين بايقرا دربار ته ورکړ . داځل د تيموري سلطان له خوا د خپل وخت نامتو خټګر مولينا بنايې چي په بيلا بيلو فنونو کي يې برلاسې درلود ، د دي زيارت د ودانولو دنده وسپارل . نوموړي هم د خپل توان سره سم د وخت ټول هغه مهارتونه چي لا نور نه پري پوهيدل ، د دی ودانۍ په جوړولو کي وکارول . او داسي يو ماڼۍ يې ودانه کړل چي لا تر اوسه يې د ښکلا جوړه په بلخ او سيمه کي نه ليدل کيږي .
 

 د افغانستان  د اسلامي پير دوې نامتو ودانۍ

 

د سلطان حسين بايقرا په امر ودانه سوې ماڼۍ لاتراوسه د دي زيارت اصلي زڼې جوړوي . له هغه وخت را په ديخوا د اصلي ماڼۍ تر څنګ ځني نوري ودانۍ او يا هم بياجوړونې تر سره سويدي . د بيلګي په توګه په 16 ميلادي پيړۍ کي دوخت نائب الحکومه عبدالمومن خان ازبک د نوموړي ماڼي تر څنګ يوه بله ودانۍ جوړه کړه چي د جوره ګمبد په نوم ياديږي . تر هغه وروسته د روضي ختيځ لوري ته د وزير محمد اکبر خان په امر يوه بله ماڼۍ ودانه سول . د امير شيرعلي خان په وخت کي 1285 د زيارت لپاره د ځانګړي ښکلا په نيت د کاشي کارۍ بهير پيل سو د استاد سميع سمرقندي او د هغه د لوی شاګرد ارتق په زيار لومړۍ د ګنبدي پر سر يوه بله ګنبده جوړه او بيايې د کاشي کارۍ او د زيارت د ښکلا په نيت ارزښتمن ګامونه واخستل ، چي دادۍ تر اوسه هم د حضرت علي کرم ا لله وجهه زيارت زموږ د هيواد د اسلامي دوری د نامتو ماڼيو څخه شميرل کيږي . او هر کال د پسرلي د لومړۍ ورځي څخه بيا تر څلويښتو ورځو پوري د نوروز په نوم د سترو ميلو خای وي .

 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.