X

آرشیف

د افغانستان دولت د یوه غټ ازمون سره مخامخ دی

 

تر کومه ځایه چی مو د مطبوعاتو څخه معلومات ترلاسه کړی دی؛ دافغانستان ملی اردو پخپلو نظامی عملیاتو کښی دکنړ د ولایت په شاوخوا کښی دپاکستان د طالبانو یو لوړ پوړی قومندان مولوی فقیر محمد نیولی دی . آیا دافغانستان اوسنی حکومت او نظام به دپاکستان هغه فشار ته کوم چی غواړی دبین المللی پولیسو په مرسته پر افغانستان فشار راوړی چی نوموړی قومندان د دمحکمی له پاره پاکستان ته ورتسلیم کړی؟
دابه دډیر شرم ځای وی که دافغانستان دولت دا کار وکړی ؛ دا ځکه چی دافغانستان اوسنی حکومت دتیر کال را په دی خوا څو ځلی دانګریزانو او امریکایانو په میان جیګری دپاکستان ددولت څخه وغوښتل چی دافغانی طالبانو خوشی کول دپاکستان دزندانونو څخه او بیرته یی هم و افغانستان ته وسپاری. خو متاسیفا نه دپاکستان دولت دافغانستان ودی خواست او غوښتنی ته مثبت جواب ورنکړی.
آیا دافغانستان دولت به ودی خواست ته دپاکستان کومه فیصله غوره کړی ؛ که داحتمال په صورت کښی دافغانستان دولت ودی ته حاضر سی چی نوموړی قومندان مولوی فقیر محمد دپاکستان ودولت ته ورتسلیم کړی نو دابه دیوه اړخه دافغانستان ددی اوسنی نظام سیاسی اوتوریتی او پرستیج تر سوال لاندی راولی او له بل پلوه به داپه اثبات ورسوی چی انګریزی او امریکایی جاسوسی دستګاوی دومره قوی او حاکیمی دی چی دافغانستان داوسنی حکومت او نظام سره د هیڅ نوع سیاسی؛ نظامی پریکړو صلاحیت وجود نلری ؛ چی ورسره به هم دا په اثبات ورسیږی ؛ چی دپاکستان جاسوسی دستګاه دخپلو انګریزی بادارانو په مرسته څومره زموږ دنظام ؛تمامیتی ارضی؛اوزموږ دخاوری داستقلالیت او هم داډول دژوند په نورو اړخونو کښی دیوه وایروس په ډول موجود دی او تری تغذیه کوی؛ دا ځکه دپاکستان حکومت اونظام او هم دا ډول دایران اخوندی نظام او حکومت ده افغانستان د همدی نامتلوب نظام چی په رشوت اداری اختلاص ؛ دقاچاقو په کارو بار او داسی نورو مرضو مبتلا دی ؛ دهمدی احساس حالت څخه په استفادی سره خپلو سیاسی مخوته په ډیر اسانتیا رسیږی ؛ ځکه چی دافغانستان اوسنی نظام دډیرو نامتلوبواو غیری مسلکی اشخاصو او افرادو څخه جوړ او متشکیل دی نو دا نظام نسی کولای چی دداسو همسایګانو په مقابل کښی دی دخپل خلګواو نظام ساتنه وکړی. هم دا علت دی چی ددی دولسو کلو په تیریدو سره بیا هم منطقوی او جهانی استخباراتی جاسوسی دستګاوی په نوموړی ګډوډی او انارشیزم کښی مستقیمه برخه لری نوموړی نظام او دنوموړی نظام دغه نامتلوب اشخاص او افراد هم د دوغو جاسوسی دستګاه وه په مرسته و قدرت ته رسیدلی دی چی زموږ دملک استقلالیت او تمامیت ارضی هم تر سوال لاندی دی.
زموږ دخلګو ازورده ګی او لیروالی دنوموړی نظام څخه پرحق یوعمل دی ځکه چی ورځ تر بلی دا پروسه تقویه سوی ده ؛ ځکه چی امریکایی کوبایی نظامی قواوه او هم دا ډول دشرارت څخه ډکه انګریزی نظامی قواوه زموږ پر ولسونو ؛ زموږ ده ولسونو دخوښیو پرمحفیلونو باندی په ډیر بی رحمانه ډول هوایی او مځکنی حملی او تعروضونه وکړل چی دخلګو نفرت ددی استعمارګرو قوتو په مقابل کښی لا نور هم زیات سوی دی.چی بل ژوندی مثال یی هم دمیدان وردګ په ولایت کښی دبیګناه خلګو وژل تحدیدول او دهغوی پر مادی او معنوی ژوند خاینانه تعرض چی دهمدی کوبایی امریکایی نظامی قواوو له خوا تر سره سوه چی په نتیجه کښی داوسنی نظام ریس جمهور دفرمان له مخی ددوهفتو په موده کښی ده هم دی استعمارګرو نظامی قواوو ایستل او پر ځایی یی مسوولیت دافغانستان و ملی اردو ته سپارل دی.

په درناوی
پوپل زی
لندن
۲۶/۰۲/۲۰۱۳

 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.