X

آرشیف

د افغانستان جنګي جغرافیه، نن او سبا: دویمه برخه

( په لومړۍ برخه کي ددې خبري یادوونه وشوه چي ایا د هیواد جنګي جغرافیې بدلون موندلی ؟ ایا دا جغرافیه د بدلون په حالت کي ده ؟ او یا داچي یوازي جنګي جبهه د پراخیدو په درشل کي ده یاني د جنوب او جنوب ختیز  برسیره د شمال او شمال ختیز په لور هم غځیږي ) .
       په هر حال ، نه د جنګي جغرافیې بدلون او نه یې هم پراخیده زموږ غوښتنه ده . موږ غواړو چي ددغه لعنتي تپل شوي جنګ د اور لمبې هر څه ژر خاموشه او د ( جغرافیې ) د اسم تر څنګ نور د ( جنګي ) صفت کلمه و نه وینو . موږ نور نه یوازی له جنګ نه بلکه د جنګ د کلمې له ارویدو څخه هم ستړي یو . موږ پدې هم ښه پوهیږو چي د توپک په زور یو لوری هم ددغه ناورین نه وطن ژغورلای نشي ، کنه نو دا نژدی یوه نیمه لسیزه کیږی چي د امریکا په مشرۍ د نړۍ ۴۵ سترو هیوادونو خپل بشپړ جنګي ماشین پرې و ازمایه او نه یوازی داچي د مخالفو وسله والو جنګي توان یې له منځه وا نه خیست او یايې کمزوری نکړ ، بلکه ورځ تر بلي یې توان پیاوړتیا مومي ، غښتلي کیږي او د جنګ جبهه پراخوي .
     ددې خبري نه یو واقعیت په ډاګه کیږي او هغه دا چي یوازي او یوازي د سولي په نرمو اوبو سره د جنګي ښامار زامي ور ماتولای شو او بس . له بده مرغه د سولي تر عنقا پوري په رسیدو کي تر اوسه پوري د هیواد ټولو قشرونو او ډلو لکه څنګه چي اړینه ده ، برخه نده اخیستي او د تماشاچیانو په توګه پاته شوی دي .
    اوس راشئ دې خبري ته را وګرځو چي ایا د هیواد دا بې شمیره اوسنی سیاسي ګوندونه د خپلو بډایو تجربو سره سره د غمیزي څخه د وتلو په موخه کوم د پام وړ رول لوبولای شی کنه ؟ فکر کوم ډیرۍ سیاسی ګوندونه اوږدې پرګنیزي ریښې لري او که یې فعالیت په ښه توګه تنظیم شي ، کولای شي د پېښو په پرمختګ کي اغیزمن رول و لوبوي . د سولي او امن پدې ملي پروسه کي د اغیز ښندلو په موخه زه لاندي وړاندیزونه د سیاسي ګوندونو د فعالیت د سمون او لیدلوري د ټاکلو په هیله د هغوی مخته ږدم او ټینګه پاملرنه ورته را اړوم :

اول ــ هغه ګوندونه چي تګلاري او سلیقې یې ورته والۍ لری ، ښه به دا وي چي مشران یې د ځان غوښتني څخه تیر او تشکیلاتی یووالۍ ته هر څه ژر لاره هواره کړي . پدې توګه هم د نوموړو ګوندونو سیاسي اغیز جګیږي او هم یې خپلو موخو ته د رسیدلو لاري لنډیدلای شي . که دا کار تر سره شي ، نو هیواد به درې ډوله ګوندونه ولري :
       الف ــ کیڼ لاسي ګوندونه ،
       ب ـــ ښی لاسي ګوندونه او
       ج ـــ  منځلاري یا معتدل ګوندونه .
      که داسي وشی ، نو دا کار هم د پارلماني ټاکنو په پایله کی د نوموړو ګوندونو ونډه زیاتوی او هم په اولسمشریزو ټاکنو کی یې اغیز لوړوي .
دویم ــ هغه ګوندونه چي تګلاري یې تر ټاکلي بریده ورته والۍ لری مګر د سلیقو توپیر یې د ورته والي په پرتله زیات دی ، هغوی باید په یوه سیاسي متحده جبهه کي سره راټول شي . پدې توګه په ګډ کار سره د غمیزي څخه د خلاصون په موخه د نوموړو ګوندونو اغیز په نسبي ډول لوړ ځي او دا چي دا موخه یې د تګلارو یوه برخه هم ده ، نو د خپلو تګلارو په عملي کولو کي یې ګټور ګامونه شمیرل کیدلای شي .
دریم ــ هغه سیاسی ګوندونه چي هم یې د تګلارو او هم یې د سلیقو تر منځ توپیر تر ورته والي زیات وی ، هغوي ټول که کیڼ لاسی یا ښی لاسي او یا هم منځلاري وی ، باید د وطنپالو روحانیونو ، دیني علماوو ، پوهانو ، قومي مشرانو ، ملي او اغیزمنو شخصیتونو او ټولو هغو کسانو سره چي د رواني غمیزي څخه د خلاصون لاری لټوي ، د سولي او امن په یوه پراخه ملي جبهه کی سره یو ځای او په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو لاس پوري کړي .
       که دا ډول هر اړخیزي ګډي هلي ځلي د اوسني دولت د هلو ځلو سره په صادقانه ډول یوځای شي ، پوره باور لرم چي پایلي به یې په زړه پوري او د هیوادوالو سره به ددې غمیزي له شره څخه په  ژغورلو کي مرسته وکړي .
        د اوس د پاره په همدومره بسنه کوم .   و من الله توفیق
                                                                  ډنمارک ـ ۲۵ / اپریل / ۲۰۱۵
        یادوونه :
        د سولي د انتظار په اړه می لاندي شعر په ډیرو ستاینیزو ایمیلونو سره نازول شوی ، ځکه نو غواړم دلته  خپله لوړه لیکنه پرې بشپړه کړم :

د سولي په انتظار
 
سکروټي  مي  لــیمـو  کي  نـڅــولې ،  ته  رانغـلې
شېبـې  د  انـتـظـار  مـي  زوکـلولې ،  تـه  رانـغـلې

جـــنــون مـي  بیله  تـانـه ګـرېـوانـه سره پـخـلا ســو
د  عــقـل  زولــنـې  مـي  مـاتـولې  ،  تـه  رانـغــلې

ما وې  چي  به  سوغات  راته اذان د بلال  راوړې
سجـدې  مي  پر یاغي  تندي  شمیرلې  ، ته رانغلې

تر مصره پوري راغی زوړ یعقوب په ړندو سترګو
بي  پایه  قافلې  وې  چي  راتــلــلې   ، تــه رانغـلې

پر تېر پلونو  دي  پریوتل  غونډی غونډی ګړځـونه
خــیالــونــو  مي  تــڼــاکي  کـــړولې  ، تـه  رانغـلې

د مـاتـــو  مـیـکـدو  ســره  دي  پـرېښـودم  یــوازي
توبې مي تر محراب پوري  در وړلې ، ته رانـغـلې

په لـر او بـر کي ښخــي وې د خـړ سـېلاب منګولي
هر موج کي یې کښتۍ وې ډوبېید لې  ، تـه رانغــلې

قاصد  د  تــودو  اوښکــو  به  سهار ماښام  در تلـلو
نــارې د  نـوزادي  دي اروېــدلــې  ، تــه رانـغــلې

                               ډنمارک ـ ۲۴ / ۳ / ۲۰۱۵        
 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.