X

آرشیف

دښځوپر وړاندي دتاوتريخوالي پرخلاف پيغام

 
سويډن .مالمو
د۲۰۱۴ ز کال دنومبر ۲۵

دښځوپر وړاندي دتاوتريخوالي پرخلاف دنړيوالي ورځي په مناسبت په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې پيغام !
دبشريت په تاريخ کي دڅولسيزوراپدي خوا دنومبر ۲۵ دښځوپر وړاندي دتاوتريخوالی پر خلاف دمبارزي دنړيوالي ورځي په نوم نومول سوې ده .داورځ په ټوله نړئ کښي په بيلابيلو بڼو لمانځل کيږي او دښځودحقه حقوقونه چي دبشريت ترنيمايي کله کله زياتېږي ددفاع په خاطر کنفرانسونه اوغونډي جوړېږي .
زموږ فرهنگی ټولنه پداسي حال کښي چي ددې تاريخي او وياړلي ورځي په مناسبت زموږ دهيواد او په ټوله نړۍ کي تر بېلا بيلو ستمونو اوتهديدونولاندي ښځېنه اوسېدونکو ته ددې نېکمرغه ورځي په مناست مبارکي وايو دويته دخپلو ازاديودترلاسه کولوپه لارکي دلازياتوبرياو غوښتنه کوو.
موږ دښځو اوماشوم پروړاندي دهرډول تاوتريخوالی ،ظلم اوستم ،تيری اوتجاوزسره مخالف يو اود ښځو پر خلاف هرډول ظلم اوستم پروړاندي دهغوي دحقه حقوقونه ددفاع په خاطرله دولتی اړونده چارواکونه په کلکه غوښتنه کوو چي چې زموږ دولس دپوره نيمايي دانساني ،اسلامی اوبشری حقوقونه دفاع وکړی .
پردې په کلکه ټينگارکووچي د راتلونکې دولتي ادارې د مسوليتونو په وېش کښي زموږ درنو اودمسلکی پوهی خاوندو خوندوته دنارينه ووسره يوځاي دگډ ملي کار زمينه برابره سي .
په سويدن کي ددوستۍ دفرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور
 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.