X

آرشیف

دپاکستان پروړاندي سياسی احتياط اومعين دريز اړ ين بولم!

دافغانستان اوسنۍ حالت  ډير دردونکی  برېښې ،هره ورځ دپارلمان نه نيولې ،دولتی چارواکي اوعام خلک سرټکوي  اوهر يو داخبره کوی چي  دښمن دهيواد دمختليفو سيموداشغال وړتيا ترلاسه کړې ،امنيت دهرې ورځې په تيرېدوسره ټکنی کيږي . دې خبرو پدادسي حال کي زور اخستۍ چي څه موده وړاندي محمد اشرف غنی پاکستان ته يو تاريخی سفروکړی  . اشرف غنی  پاکستاني لوری ته ددوستۍ لا س  وروغځاوه ،خو پاکستاني چارواکوداځل  هم دتل پشان ددې پرځاي چې ددوستۍ دغځول سوی لاس درناوی یې  کړی واي  داشرف غني  دحاکميت پرخلاف  یې دادۍ  دروزل سوو طالبانو لخواچې اوس یې لادداعش په نوم ډله هر ورسره يوځاي کړه (( دعزم )) په نوم دپسرلنيو پوځي عملياتو پيل اعلان کړ  .دپاکستانی چارواکو داسياسی ژست  اوحرکت اشرف غنی ته هغه ډالی وه  چې خپله هم پرې  پوهېده او ددې ډالی په  پايله کي  دهيواد په  يوشميرسيموکي   ولسونه له امنيتی  ستونزو اوکړاونوسره مخامخ سول  .  
موږ تل داخبره کړې چي پاکستانی چارواکی ، دافغان چارواکو له   سياسي ضعيف دريز نه دافغان  ولس پر پرخلاف  دخپلوسياسی گټوترلاسه کولو په برخه کي استفاده کوي ،ځکه خوډيره اړينه ده چې زموږ دولت د دپاکستان پروړاندي دقيقه او اساسی کړنلاره ولري  .
پاکستان زموږ سره په سياست اوسياسی  معاملوکي  هيڅکله هم صادق ندی .ښه بېلگه یې داده چي پاکستاني چارواکو اشرف غنی ته دومره ځان ورنږدې کړ چې هغه  ددوي پرحرکتونو او ويناوو باورپيداکولوپه فکر  کي سو  ،خوسمدواره یي دادۍ گوروچي اشرف غنی  یې  دټول صداقت سره  داسي يوي جگړه ماری لوبي ته راوباله چي په ټول هيوادکي یي ورته دجگړې اور بل کړ  .داده دپاکستانی چارواکوددوستۍ اصلی څېره .پاکستان بايد دسياسي مذاکراتوپرهغه ميز گونډه شي کوم چې دنړيوالولخواپه افغانستان کي ددايمی سولي اوثبات  راوستولپاره رابلل سوی وي  .که نړيوال زبرځواک وغواړی په افغانستان کي سوله راسې بېله جگړې په ډيره ساده بڼه راتلای اوپاکستان دخپل دې افغان دښمنه سياست اولجاجت نه لاس پرسرکولاي سي .

 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.