X

آرشیف

دا په اوښکو لیکل شوي وړاندیزونه . . . . .

مشورتي لویه جرګه چي په ګټه او پر ضد یې بیلابیل غبرګونونه را پاریدلي وه ، دادی حکومت ته د یو لړ وړاندیزونو په سپارښت سره پایته و رسیده . ما پخپلي تیري یوې لیکني کي هغو اوښکو ته اشاره کړیوه چي د جنګي فاجعو د یو څو لنډو کلیپونو په لیدلو سره په تالار کي د ۳۷۰۰نر او ښځو افغانانو له سترګو بهیدلي . په فیسبوک کي د کومینټونو څخه ښکاریدل چي هیوادوال تر کومه حده له جنګه ستړي او د سولي د یوه څرک په اُمید شپې سبا کوي . 
پدې اړه دا خبره هم د یادولو وړ بولم چي دوه دري تنو لوستونکو راته لیکلي وه چي حکومت دلته یو اړخیز چلند کړي وو او یوازي هغه کلیپونه یې ښودلي وه چي د وسله والو مخالفانو لخوا په انتحاري او انفجاري بریدونو کي ثبت شويدی . اول خو زه د حکومته سره هیڅ ډول رسمي یا غیر رسمي او یا هم سیاسي او عقیدتي تړاو نلرم چي د کړنو پیغور یې ومنم . د طالبانو کړني مي تل د شر ، فساد ، چور او چپاول ، بې ناموسیو او پاټک سالاریو په وړاندي ستایلي دي او اوس یې هم د ستایلو وړ ګڼم . بل داچي په جنګ کي حلوا نه ویشل کیږي ، که حکومت دومره ازاد او بیطرفانه قضاوت کړی وای چي د خپلو او خارجي ملاتړ کونکو د ړندو بمباریو د وینو ویالي یې هم ښودلي وای ، پدې سره به یې د ملت په وړاندي او د لویي جرګې د ګډونوالو په مخ کي خپل اعتبار نور هم لوړ کړی وای . باور لرم ، که داسي شوي وای ، د اوښکو رودونه به تر سیلابه رسیدلي وای . 
ددغي نیمګړتیا سره سره ، حکومت ددغي جرګي د لاري د خپلو سیاسي حریفانو په وړاندي د لمس وړ برلاسي تر لاسه کړه . دا ځکه : هر څومره زیات چي په شر او فساد کي شکیلو کسانو چي د اپوزیسیون غوښینه برخه یې جوړول ، دا جرګه غندله ، په هم هغه کچه د جرګې حقانیت او اعتبار زیاتیده . 
د جرګې د وړاندیزونو د هغه ۲۳فقره ایز لست څخه ټولي غوښتني لکه تلپاتې سوله او د تیرو اتلسو کالو د ټولو مثبتو لاسته راوړنو ساتنه ، دا هغه څه دی چي د یوې خوا یې یو سیاسی سیال هم ردولای نشي او د بلی خوا اشرف غني پدې اعلان سره چي دغه وړاندیزونه یې د سولي په چارو کي د ځان لارنقشه او د کار رهنما و ګڼل ، د خپلو سیاسي سیالانو پر مخ یې یو څاپیړه وار کړه .
دا خبره تر لمر سپینه ده چي دا ګړی په هیواد کي سیاسي لوبي په درز رواني دي ،  د لوبو هره خوا هڅه کوي د هر کار څخه ګټه پورته او میدان په خپله غوښتنه وګرځوي . که د جرګې په رابللوسره اشرف غني ځانته د کمپاین موخه درلوده ، بیله شکه حریفانو یې هم په جرګه کي په نه ګډون او د هغي په غندلو سره ځانو ته کمپاین کاوه . دلته توپیر پدې کي دي چي د غني سیالانو تر خپل منځ هم وزلوبه ( بزکشي ) درلوده ، خو د جرګې د مثبت اړخ ګټه بیا یوازي غني ته رسیده او هغه و توانید څو غوښینه برخه تر لاسه کړي .
پدې توګه به زما په آند دا ډیره سخته وي چي د سیاسي لوبو په ډګر کي به په نوموړي لویه جرګه کي په نه ګډون سره د جمهور رئیس سیالان ګټونکي او پخپله جمهور رئیس بایلونکی و ګڼل شي . زه پدې خبره هم باور لرم چي که د غني دغو حریفانو په جرګې کي کډون کړی وای ، دوی به روان جریان داسي څرخولای وای چي د ګټي درنه برخه به پخپله دوي او سپکه به یې اشرف غني ته رسیدلې وای . د نه ګډون په پریکړي سره سیاسي تعصب ددوی سترګي دومره ور تړلي وي چي یوازي پیل یې لیده ، خو تر پایلو پوري یې د فکر نیلی ځغلولای نشو . همدا لامل شو چي سیاسي ګټه ټوله یوازي د غني په برخه شوه .
ستاسي نظر ؟
 
پوهنمل حاجي محمد نوزادي 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.