X

آرشیف

حکمتیار اوس د جانان کلي په لاره

په ۳۰ / ۶ / ۲۰۱۶ نیټه می د ښاغلي حکمتیار پنامه ده ته د منسوبي یوې لیکني تر لوستلو وروسته چي سرلیک یې « د سولي دښمنان بریالي شول » ور کړی وو ، یو پرانیستی لیک د افغاني بریښناپاڼو د لاری و لیږه ( و ګورئ http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/nawzadi_h_kekmatyar_ta_lik.pdf ) . د لوستلو مینه وال یې په لوړ لینک کي تر لاسه کولای سي . حکمتیار صاحب په خپلی هغی ده ته منسوبی لیکنی کي چي د خواشینیو په ډکه فضا کي لیکله سوی وه ، د یو لړ ګیلو مانو په ترڅ کي پر دې خبره زور اچولی وو چي  د سولي د تړون په اوملیک کي ده فلاني موضوع په دې ډول جمله بندیو غوښته او دولت په هغه ډول .
      ما د خپل لیک په یوه برخه کي ده ته داسی یادوونه کړی وه : « . . .      تاسی په نوموړۍ لیکنه کي دا هم لیکلي دي چي ګویا په تړون کي مو ځانته د هیڅ ډول نا مشروع امتیاز غوښتنه نده کړي . موږ هم پوهیږو چي په ارګ کي برلاسي کړۍ دا مهال هر ډول مشروع او نا مشروع امتیازونه لري ، خو زما په نظر که تاسی د سولي تړون په یو شمیر مادو کي خبره د جمله بندیو پر سر ورانه نه کړي او هم هغو ددوي لخوا وړاندي شوو جمله بندیو ته غاړه کښیږدئ او سوله تر بریالي پایه ورسوئ ، نو دا په پام کي ونیسئ چی د شلو وزارتونو په پرتله هم لاندي امتیازونه ستاسی د پاره زیات حیاتي اهمیت لري او د سولي  خواخوږي وطنوال هم ور باندي خوشحاله کیږي . هغه احتمالي امتیازونه چي تاسي یې د سولي د تړون په بریا کي تر لاسه کولای سئ ، یو شمیر یې دادي  :
 
۱ ـ  د اوس د پاره تاسی ته ډیره اړینه ده چي د تور لست نه ځان سپین ته واوړئ ، دتورو غارونو څخه را ووځئ ، کابل ته په اب و عزت راسئ ، خپل سره پاشلی ګوند یوار بیا را ټول او یو موټی کړئ .
۲ ـ  پدې توګه تاسی او ستاسي ګوند یواځي د خپلو هغو اوسني غړو په موجودیت کي هم چي په دولت کي یې لرئ ، د نظام یوه برخه ګرځئ او د قانون سره سم د سیاسی فعالیت په پایله کي د ډیرو مشروع امتیازونو و ترلاسه کولو ته لاره هواروئ . د نامشروع امتیازونو په لټه کي مه اوسئ .
۳ ـ دا ګړی لکه تاسی چي وایاست ستاسي ډیر کادرونه د زندان د میلو شاته پراته دي . د سولي په تړون سره هغوی له زندانه را وځي ، ستاسی تر څنګ دریږي او د سیاست دروند پیټۍ در سره نیم کوي . تاسی باید د هغوي اوسني حالت ته هم پاملرنه و کړي او د جمله بندیو پر سر هغوي د زندان په نه زغمونکو شرایطو کي لا د زیات وخت د پاره و نه ساتئ ، ځکه هغوی هم کورنۍ او ماشومان لري چي ورته سترګي په لار دي . ما پخپله زندان لیدلي دی او د هر زنداني د زړه نه خبر یم . تاسی نور دا اخلاقي حق نلرئ چي په زندان کي د هغوي تریخ ژوند له پامه و غورځوئ .
۴ ـ  که هر څومره هم انتخابات د چل او فساد نه ډک وي ، که د اولس د غوښتنو سره سم تاسي یو معقول معتدل سیاست پر مخ بوزي ، باور و لرئ چي د اولس د رایو پر بنسټ غوښینه برخه تر لاسه کولای سئ ، ځکه چي ستاسی ګوند ښایي په کلیو او بانډو کي ډیر خواخوږي و لري . که تاسي ته د خپل ګوند اولسي بنسټ کمزوری ښکاري ، نو پر جمله باندیو باندي د تړون ورانول کیدلای سي ستاسي د پاره یوه ښه بهانه و ګرځي ، خو زما مشوره داده چي پر ځان باندي باور د لاسه مه ورکوئ او مه ناهیلی کیږئ .
۵ ـ دې ته ورته نور ډیر امتیازونه تاسي ته سترګي په لار دي » .
       ډیر خوښ یم چي په ۲۲ / ۹ / ۲۰۱۶ نیټه د اړوندو استازو لخوا د سولي په لاس لیک سوي تړون کي زما لوړي سپارښتني که په منلی توګه وي یا تصادفي ، خو په پام نیول سوي ، ښاغلی حکمتیار د خپلو جمله بندیو څخه تیر سوی دي او د سولي څرک ته یې کړکی پرانیستي ده. کله چی تړون د ښاغلو اشرف غني او حکمتیار لخوا لاسلیک سو ، نوموړی نیمه پرانیستې کړکۍ لا  نوره هم پرانیستل سوه .
      په ویدویي اړیکو کي دتړون د وروستي لاسلیک پر مهال د حکمتیار له وینا نه داسي مالومیدل چي ډیر غور یې ور باندي کړی او نژدي هره جمله یې د سیاست په دقیق ترازو کي تللې وه . ما دده نظامي او مذهبي بیانیې پخوا هم ارویدلي وي . د هغه وخت سیاسی بیانیې یې ډیري کمزوري او د زمان د غوښتنو سره یې هیڅ اړخ نه لګاوه ، مګر لدغي بیانیې نه یې ښکاریده چي د وخت ګرمو او سړو شېبو یې پر سیاسي افکارو خپل اغیز په څرګند ډول پرې ایښی دي . د سیاست میدان بایلل ، دا هغه څه دي چي نه یوازي حکمتیار بلکه ټول پښتانه مشران ترې نه بې برخي نه وه او لا هم ندي . د تړون تر وروستي لاسلیک وروسته ما د ډیرو هغو کسانو پر شونډو هم موسکا ولیده چي نه یې د اشرف غني سره جوړه وه او نه یې هم د حکمتیار سره . ددې خبري مانا داده چي خلګ نور د جګړې نه ستړي سوی او د باروتو تنفس تر پزي راوستي دي .
     د افغانستان په اړه د بروکسل په نړیواله غونډه کي د امریکا د خارجه چارو د وزیر ، جان کیري د وینا په اړه د حکمتیار د تند غبرګون نه داسي ښکاري چي لا یې هم سیاسي تعقل پر احساساتو باندي په پوره پیمانه برلاسي ندي . دی باید پدې خبره پوه وای چي تر اوسه یې لا پښې په هوا کي دي او د ښکرورو غویانو سره لا د ډغرو توان نلري . د بل پلو نه دا چي مدني ژوند ته را ګرځي ، باید د بیان د ازادی د زغم سره هم هوار هوار ځان بلد کړي . که کابل ته تر راستنیدو وروسته همداسي د هرې نیوکي په وړاندي تند غبرګون و ښئی ، د ارامو اعصابو په غیږه کي به شپه تیره نکړي . د سیاسي مشرانو د پاره پخواني اولسمشر ښاغلي حامد کرزي یو ډیر ارزښتناک میراث پریښود چي هغه د انتقاد په وړاندي زغم دي . د بلي خوا نه زموږ د ټولني نننۍ اناټومي او د افغاني انارشیزم سره د لویدیزي را واریدي شوي دموکراسۍ نا انډوله ګډون دا غوښتنه کوي چي د زغم انډول ته باید مناسبه وده ورکړو .
     حکمتیار صاحب چي اوس پدې خبره پوه سوي ، هغه څه چي د سیاسي مبارزي د لاري یې تر لاسه کولای سي ، د باروتو په لوخړو کي یې نه سي تر لاسه کولاي . ځکه نو پکار ده چي ددې ډول مبارزې د اصولو په ځانګړتیاوو هم ځان پوه کړي . کنه نو د باروتو په لوخړو کي یې دا څو لسیزي هیڅ هم پلاس را نه وړل ځکه چي لوخړي د سړي نه لاره ورکه کوي .
یبلي پښې تڼاکي ، په اغــزنو لارو سر ومـه
زما  نه ورکه سـوې د جانان د کلي لاره وه

( نوزادي )

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.