X

آرشیف

باميان يا د لرغوني نړۍ سپېڅلئ حــــرم

 

هغه وخت چي د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنشکا (احتمالا 120 ميلادي ) د بودايې مذهب لاره خپله کړل ، په لرغوني افغانستان کي نوي مدنيت زيږيدلي اود پراخيدو زمينه يې برابره سوي وه ، چي زموږ د هيواد په تاريخ کي نوموړۍ مدنست د ګريکو بوديک مدنيت په نوم ياد يږي . دی مدنيت چي له يوي خوا يې د لرغوني يونان هنري ښکلا له ځان سره درلودل او له بله پلوه يې بودايې روحانيت په ځان کي ونغښت او تر ټولو ارزښتمن داچي د افغاني چاپيريال په لمن وزيږيدۍ ، ورورو په يوه داسي مدنيت واوښت چي په پخوانۍ نړۍ کي يې ساري نه ليدل کيږي .

 

      باميان يا د لرغوني نړۍ سپېڅلئ حرم

صلصال تر ورانولو وروسته

 

صلصال تر ورانولو وړاندي

صلصال تر ورانولو وړاندي

د ګريک بوديک تمدن ريښې په لرغوني افغانستان کي شنې شوې ، وده يې وکړل او بيا نورو ګاونډيو سيمو او هيوادونو ته ورسيدۍ . تر هغه چي ستر کنشکا لا بودايې مذهب نه وو خپل کړۍ ، نوموړي مذهب د يوي پرتې او بي خوځښته عقيدي په توګه د هند په محدوده کي بندي پاته سوۍ وه . همداډول د لرغوني يونان څخه راغلو هنر مندانو د خپلو هنرونو ښکلا د ختيځو خيالاتو سره د تلفيق او يو ځاې والي په لار کي ټاکلي ستونزي درلودې .د کنشکا د واکمنۍ پر مهال د افغاني هنر مندانو او ماهرينو په وسيله د ا سونزي ليري سوې او د يوناني هنر او هندي روحانيت تر منځ د يوالي او تلفيق زمينه منځ ته راغله چي په پايله کي يې د يوه ستر تاريخي تمدن د منځته راتلو زمينه برابره او د نوي مدنيت جوړښت او خوځښت پيل سو .
ګريکو بوديک تمدن د افغانستان پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات وښندل ،د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان ، کوريا ،او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان پوري ، د سريلانکا او هندڅخه بيا تر سير دريا او تاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستي وې . د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان ،زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودان شوو بو دايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانګړي ډول د باميان لرغوني او د بو دايې پير متبرک ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول .
د باميانو په اړه تر ټولو پخواني معلومات د چيني زيارت کونکو له خوا ليکل سوي او لا تر اوسه زموږ په واک کي سته . ((فاهيان )) تر ټولو پخوانۍ چيني زيارت کونکی دی چي د باميان په اړه ليکني لري . نوموړۍ په 400 ميلادي کال د باميانو دره ليدلي او د سترو مجسمو په اړه يې ارزښتمن معلومات ليکلي دي . نوموړي ليکي د باميانو دره شنه او پاکه ده ،د سترو مجسمو شاه او خوا هره ورځ وينځل کيږي ،زيات شمير مذهبي مدرسې شته ، هره ورځ زيارت کونکي او سوداګران دي سيمي ته د تلو راتلو په حال کي دي . د را هبانو لپاره ځانګړي صومعي جوړي سوي ،او د مواشيو او بوده ګانو لپاره بيل ټاټوبي شته . 
تر فاهيان وروسته بل چيني زيارت کونکۍ (( هيونتسنګ )) وو چي د باميانو سيمه يې ليدلې او په خپلو يونليکونو کي يې زيات ارزښتمن مطالب را ټول او ليکلي دي . نوموړي په 600 ميلادي کال د افغانستان سفر تر سره کړۍ او په دي لار کي يې د باميانو سيمه هم ليدلې ده . د هغه په قول په باميانو کي تر لس زياتي خانقاوي شته چي په هغو کي څه ناڅه زرتنه واعظين د بودايې مذهب تبليغ ته ګمارل سويدي . په لسګونو مدرسې شته چي هره مدرسه لږ ترلږه زرتنه زده کونکي لري . هيونتسنګ په باميانو کي وړي او لويي مجسمي ليدلي خو يوه داسي مجسمه يې هم ليدلې چي د هر سهار د لمر په وړانګو به هغې مجسمې طلايې رنګ اخستۍ اوداسي بريښيدل لکه دا ټوله مجسمه چي د طلا څخه جوړه سوي وي . تر هيونتسنګ وروسته کوريايې زيارت کونکۍ د باميانو په اړه پوره معلومات لري . نوموړۍ په 727 ميلادي کال باميانو ته سفر کړۍ او په سيمه کي يې د بودايې مذهب د پيروانو د شتون په اړه ليکني کړيدي .
د زيارت کونکو تر يادونو وروسته څه ناڅه دري سوه ( 300 )کاله د باميانو او په ځانګړي توګه د سترو مجسمو په اړه باوري معلومات نه دي ليکل سوي ،د دي سره سره چي د يوشمير مورخينو په ليکنو کي د مجسمو يادونه سوي ، چي د بيلګي په توګه د طبري ، يعقوبي ، البيروني نومونه رادولای سو . خو هغه وخت د باميانو د مجسمو يادونه يوځل بيا وسوه چي د تموچين يا څنګيز ورانکارو غوښتل چي د سترو مجسمو لوړ سر ته خپلي غشي ورسوي ، چي هيڅ يو هم ونه توانيدۍ چي د لوي مجسمي سر ته غشي ورسوي . د اولسمي ميلادي پيړۍ په جريان کي د اورنګ زيب لښکرو د توپ د ډزو په وسيله د لوي مجسمي مخ ته زيان واړاوه .
د افغان انګليس د لومړۍ جګړي په وخت د ليدي سيل په وسيله د باميانو او بودايې مجسمو په اړه يو لړ خپروني وشوي ، برنس په 1819 ميلادي کال باميانو ته ورسيدۍ او د بودايې مجسمو او په باميانو کي د نورو نقاشيو په اړه زيات مطالب وليکل او بيايې په بيلا بيلو خپرونو کي نشر ته وسپارل .چارلس مسون په 1835 ميلادي کال د بودا ستري مجسمي وليدلې او د دي مجسمو په دننه کي يې د يوي لاري د شتون خبره سپينه کړل چي په پخوانيو وختونو کي به زيارت کونکو د ستري مجسمي و لوړي برخو ته رسيدل .کپتان متلاند په 1922 _ 1924 ميلادي کال باميانو ته سفر وکړ او د سترو مجسمو د جوړښت او د هغو جدارونو په اړه يې څيړنی او پلټني تر سره کړي چي د خپريدو وروسته د زياتو لرغونپوهانو د پاملرني وړ وګرځيدل .
په افغانستان کي د رسمي سپړنو او څيړنو د پيل را وروسته ( 1922 ميلادي کال ) د باميانو ستر ي مجسمي لومړۍ د فرانسوي لرغونپوه ( الفرد فوشه 1922 ميلادي کال ) لخوا وڅيړل سوي د نوموړي په اند دا مجسي د هندي راورتي مجسمو سره يوشان دي . نوموړي په خپلو څيړنو کي څرګنده کړل چي په څلورمه او پنځمه ميلادي پيړۍ کي د بودا دوي ستري مجسمې چي يوه د صل صال او بله د شامامه په نوم ياديږي جوړي سويدي . د دي سترو مجسمو په اړه دعلمي سپړنو او څيړنوکارد فرانسوي لرغونپوهانو په وسيله پيل او بيا وروسته د نورو هيوادونو لرغونپوهانو هم د دي مجسمو په اړه څيړني او ليکني تر سره کړيدي ، چي د بيلګي په توګه د هندي ، جاپاني ، چيني ، او افغاني لرغونپوهانو يادونه کولاي سو .
د باميانو لرغوني اثار د ګريک بوديک او په ځانګړي توګه د ګندهارا د هنر ارزښتمني بيلګي او يادګارونه دي . خو له بده مرغه په راورسته شلو کالونو کي په پرله پسې توګه د عمدي او غير عمدي زيانو نو سره مخامخ سول . فرانسوي نامتو اونيزي L.Xpress د باميانو د سترو مجسمو او نورو لرغونو اثارو په اړه په 1996 ميلادي کال وليکل چي (( د باميانو د سترو مجسمو د پښو په برخه کي چي نورو سمڅو ته له هم هاغه ځايه لار جوړه سوي وه ، هلته اوس کلاشنکوفونه ، راکټلانچرونه اونوري ډول ډول مرمۍ د بيلا بيلو قوماندانانو له خوا ځای پر ځای سويدي ، پخواني بودائيانو ته هغه سپيڅلۍ حرم اوس د يوه نامنظم نظامي ډيپو په څير کارول کيږي ، چي هره لحِظه يې د چاودلو او له مينځه تللو خطر شته ،او هيڅ ډول مصونيت نه لري . هغه لرغوني نقاشۍ او رسامۍ چي د مجسمو پر شا او خواد تزئين په نيت جوړي سوي وې هغه هم يوشمير يا له منځه تللي اويو شمير يې د مرميو په وسيله له خپله ځايه بيځايه سوي او وراني سويدي . د ورانۍ مخنيوۍ خو يې نسته يوازنۍ څه چي هلته په ستر ګو کيږي هغه په زشت او کرغيړن ليک ليکل سوي چي (( قومندان دين محمد او قومندان همايون د جوزجان ولايت ( 1995 ميلادي کال)) په هر صورت په باميانو کي د لرغونو اثارو مصونيت زموږ په هيواد کي د دي اوږدې غميزي د پيل سره له مينځه ولاړه او په 2001 ميلادي کال د افغانستان په تاريخ کي ديوي غمجني پيښي په توګه دوه ستر او ارزښتمن وياړونه د بهرنيو د سيسو په نتيجه کي د طالبانو له خوا د چاوديدونکو موادو په وسيله د يوزر او پنځه سوه کاله پايښت وروسته وچول شوه .
وروسته له هغه چي دوې ستري مجسمي له مينځه ولاړې  ( 2003 ميلادي کال ) د ملګرو ملتونو د يونسکو کلتوري څانګي د باميانو لرغونې سيمه د نړيوال فرهنګي ميراث په لکلړ کي ومنل . او د پاته اثارو د ساتني په نيت  يې يوشمير بيړنۍ پروژي تر لاس لاندي نيولي دي .

پای
 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.