X

آرشیف

استقلال څنګه تر لاسه سو: دویمه برخه

    د تیري برخي په تړاو : ( په لومړۍ برخه کی د لغمان په کله ګوش کي د امیر حبیب الله خان تر وژل کیدو وروسته دده د ورور سردار نصرالله خان لخوا د بیعت اخیستلو او د شهزاده امان الله دغبرکون په هکله یادونی و سوې ) .
    پدې لړ کي یوه بله د یادولو وړ ورځ د ۱۹۱۹ کال د فیبروري ۲۸ نیټه ده چي د ۱۲۹۷لمریز کال د حوت د ۹ یمي نیټې سره سمون خوري . دا هغه وخت دی چي امان الله خان د مشروطه غوښتونکو د پخوانی پلان سره سم د افغانستان د ټولواک په توګه غوره سو . مخکي له دي نه چي د معمول له مخی د شوربازار حضرت ، سلطنتي تاج دده پر سر باندي کښیږدي ، امان الله خان په ډیر جدیت سره وویل :  « دا تاج به زه یوازي په یوه شرط پر سر کړم چي د هیواد بشپړ استقلال به تر لاسه کوم » . ورورسته یې د کابل و را غونډ سوو اوسیدونکو ته وویل : « له هرڅه نه وړاندي تاسي د نجیب ملت پتمنو اتباعو ته اعلان او زیری درکوم چي ما د افغانی سلطنت تاج د داخلي او خارجي استقلال او حاکمیت په نامه پر سر کړ » . او خپل خبرو ته یې داسی ادامه ورکړه : « . . . ګرانو هیوادوالو ! زه به دغه عسکري جامي تر هغه وخته پوري له تنه و نه باسم تر څو چي مي د وطن مور ته د استقلال جامې نه وی ور اغوستي . زه به دغه لوڅه توره تر هغه وخته په پوښ کي وا نه چوم چي تر څو مي د هیوادوالو د حقونو غاصبان پر ګونډو کړي نه وی. زما ګرانو هیوادوالو او زما سرښندونکو سربازانو ! راسئ خپله وروستنۍ هستي مو د وطن د نجات پخاطر وړاندي کړئ . راسئ چي خپل غیرتمن سرونه د وطن د خلاصون او ژغورني پخاطر فدا کړو » . (  ددی تاریخي پیښی بشپړ جریان د « جریده امان افغان » د لومړي کال په لومړۍ ګڼه کي نشر سویدی ) .
     شاه امان الله د تاج ایښودلو څخه ۱۲ ورځي وروسته یاني د ۱۲۹۸ کال د حوت پر ۲۱نیټه چي د ۱۹۱۹کال د مارچ د ۱۱ نیټې سره سمون خوري ، په هند کي یې د افغانستان و نماینده ګۍ ته د یوه فرمان په ترڅ کي خبر ورکړ چي هیواد یې نور په خپل داخلي او خارجي سیاست کي ازاد او مستقل دي ، یوازي د قانون حاکمیت مني چي هغه به د اسلام مقدس دین د غوښتنو سره برابر وي .
     د اپریل په ۱۳ نیټه شاه امان الله په ارګ کي د هیواد ملکي او نظامي مشران د ټولو کابل میشته خارجي دیپلوماتانو سره یوې غونډي ته را وغوښتل او د افغانستان استقلال د اعلان کړ خبر یې داسي ورکړ : « ما خپل او خپل هیواد په داخلي او خارجي سیاست کي په بشپړ ډول ازاد اعلان کړیدی . لدې نه وروسته به دا هیواد هم د نړۍ د نورو هیوادونو او قدرتونو پشان ازاد وي ، هیڅ قدرت ته به د سر د یوه ویښته په اندازه هم اختیار ور نکړل سي چی د افغانستان په داخلي او خارجي سیاست کي لاسوهنه وکړي . که چیري کوم چا دا کار وکړ ، نو پدغه توره به یې سر ور غوڅ کړم . » وروسته یې د انګریزانو سفیر ( نجف علي ) ته مخ ور واړاوه او پوښتنه یې ترې نه وکړه : « څه چي ما وویل ، ته ورباندي پوه سوې ؟ » . سفیر په ډیره درناوۍ او تعظیم سره جواب ورکړ : « بلې ، پوه سوم » .
    لنډه داچي انګریزانو د افغان ټولواک دا خیالونه د ځان سپکاوی وباله او د دواړو خواوو ترمنځ جنګ ونښت چي د افغان ـ انګلیس د دریم جنګ پنامه یادیږي . پدي جنګ کي هم د تیرو دوو جنګونو په څیر انګریزانو ماته وخوړل او د سولي وړاندیز یې وکړ . د سولي خبري په راولپنډي کي پیل او د یوه تړون په ترڅ کي د افغانستان پر بشپړ استقلال موافقه وسوه . شاه امان الله د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۸ نیټه نوموړی تړون توشیح کړ او دا ویاړلي نیټه د افغانستان استقلال د ورځي پنامه یاده چي هر افغان ته د سترګو د کسي پشان ګرانه ده .
      ما غوښته چي په نړۍ کي او په ځانګړي ډول تر برټانیوي شکیلاک لاندي اولسونو کي د افغان امان او د افغانانو د استقلال پر اغیزو باندي تر وسه وسه رڼا واچوم . خو داچي دا کار و اوږده تیوریتیکي بحث او د نړۍ د هغه مهال د حالاتو او اړوندو اولسونو د ځانګړتیاوو و څیړڼی ته اړتیا لري ، ځکه مي نو پدې کار لاس پوري نکړ او د ځوان نسل د مالوماتو وړ په لنډو خبرو باندي مي بسنه وکړه . خو ددې سره سره د نوموړي موخي پخاطر لاندي څو کرښي د یادولو وړ بولم :   
      د افغانستان استقلال چي د اعلیحضرت غازي امان الله خان په ابتکار او مشرۍ د افغان ـ انګلیس د دریم جنګ په پایله کي تر لاسه سو ، د شاه امان الله اعتبار یې نه یوازي په هیواد دننه ، بلکه په ټولي نړۍ کی دومره لوړ کړ چي ده ته يې د نړۍ د اسلامي مشر په سترګه کتل .
    د بیلګي په توګه فضل غني مجددي په خپل « افغانستان در عهد اعلیحضرت امان الله » نومي کتاب کي پدې اړوند داسی یادونه کوي : « په مصر کي یې امان الله خان  د یو دموکرات او پر اولس مین زعیم باله . دی یې په مصر او ختیز کي د انګریزي شکیلاک پر ضد د ازادي غوښتونکي مبارزي سمبول ګاڼه . مصریانو ده ته په ختیز کي د شلمي پیړۍ د بیلګه ایز ( نمونه وي ) شاه په توګه درناوۍ کاوه . البته مصریانو غوښته امان الله خان ته ددي ډول درناوۍ د لاري د مصر لاسپوڅي شاه او انګریزي استعمار ته خپله کرکه او نفرت و ښئي » .
     همدارنګه د هند مسلمانانو ، افغانستان د اسلام زړه او امان الله خان یې خپل شاه باله . په ۱۹۲۰ کال کي دا تفکر دومره مخته ولاړ چي د هند مذهبي رهبرانو غوښتنه وکړه چي مسلمانان باید د کفارو ( انګریزانو ) د حاکمیت نه ځانونه خلاص او د مستقل افغانستان ټولواک ته پناه یوسي . د هند سیمه ایزو روحانیونو د مولانا عبدالباري او مولانا ابوالکلام  د فتوا ګانو سره سم ځایې مسلمانان و افغانستان ته د مهاجرت په موخه و هڅول چي په پایله کي یې په زرګونو کسان افغانستان ته را مهاجر سول . شاه امان الله هغوي ته ښه راغلاست ووایه او په ډیر عزت سره یې ځای پر ځای کړه . پدغه ډله کي تر ټولو پیژندل سوي څیرې داسي کسان وه لکه  ابوالکلام ازاد او خان عبدالغفار خان چي وروسته یې په پښتونستان کي د خدایي خدمتګارانو د غورځنګ مشري پر غاړه واخیسته.
      د افغانستان شمالي پولو ته څیرمه د منځني اسیا په شوروي جمهوریتونو کي چي تازه د اکتوبر د سوسیالستي انقلاب څپې خورې سوي وي ، داخلي بسماچي جنګونه روان وه او اولسونو یې خپله خاوره تر بلشیویکي شکیلاک لاندي ګڼل ، د افغانستان استقلال لا نور هم وهڅول او اُمیدونو یې د ځوان افغان ، شاه امان الله د هیلو سره پیوند و خوړ ، مګر ځوان شاه تر نوموړی جنګ وروسته دخپل کمزوري اقتصاد سره پداسی حالت کي وو چي د انګریزانو په وړاندي یې پخپله هم د کرملین مرستو اړتیا درلوده .
     دا وه په لنډه توګه هغه ټکي چی د لاري یې ځوانان د افغانستان د استقلال د بیا اخیستلو په اړه یو عام انځور تر لاسه کولای او د خپلو نیکه ګانو په سر ښندنو باندي ځانونه  خبرولای سی چی دا کار د هر ځوان د پاره یوه ملي او اخلاقي دنده ده .  پای

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.