X

آرشیف

آیا سوله هم توره اوسپینه لری

دښه یا بدسړی ، سیاستوال، ګوند ، حکومت اوداسې نورو  په هکله مودخلکو اوسیاسی ډلو دقضاوتونو په هکله اوریدلی وو خو دښی یا بدې ، سپینې یا تورې سولې په اړوند څه نه وو ویل شوی خو په دې اونۍ کې دآریایی په ویب پاڼه کې مې یوه لیکنه چې (( صلح سیاه یا مرګ دموکراسی وعدالت )) نومیږی ترسترګو شوه اوومې لیدل چې  دهغې لیکوال یو نوی کشف  کړی چې هغه توره سوله ده ۰دتعجب وړ خبره داده چې دنوموړې لیکنې لیکوال  دکومې دموکراسۍ اوعدالت دمرګ خبره کوی ۰ دموکراسې که داوی چې جګړه ماران اودهغه حامیان هرڅه وکړی بیا نوکوم اعتراض نشته اوکه عدالت  داوی چې دهیواد ورانونکی اودکابل دښار د۶۵ زرواوسیدونکو وژونکی دواک به ګډی ناست وی  اودهغوی د واکدارۍ  دله منځه وړونکو طالبانو سره  خبرواتروته دتورې سولې نومول اوهغه ددموکراسۍ اوعدالت مړینه وګڼل شی پرځای خبره ده ۰  ددې مقولې  ( صلح سیاه )کاشف ددې ګنګوسو څخه چې ګواکی اوسنی دولت دطالبانو سره دروغې جوړې اوسولې خبرې پیل کړې دی اندیښمن دۍ اودې هلوځلو ته   چې موخه یې په هیوادکې افغان وژنې  ته دپای دټکې ایښودل وی دتورې سولې نوم ورکوی اوهغه غندی ۰ که چیرې یو لیکوال ، سیاستوال اوڅیړونکی هغه هڅو اوفعالیتونو ته چې هغه یوه ټولنیز ناورین اودیوه ولس غمیزې ته دپای ټکی ایښودل اویوه نورمال انسانی ژوندته رسیدل وی هغه غندی اویا سبوتاژ کوی دتامل اومکث وړموضوع ده ۰ که چیرې دا خبره یو معمولی انسان چې دسواد اوپوهې څخه برخمن نه وی اودسیاست بازانو اونړیوالو شیطانی مرکزونو دبشری ضد تګلارو اونیرنګونو څخه بې خبره وی اودهغوی د تبلیغاتو تراغیز لاندې راغلی وی داخبره وکړی کیدای شی هغې ته ارزښت ورنه  کړل شی خوکله چې یو دقلم خاوند اولیکوال دابا بولاوی وایی اویا هغه لیکی په کارده چې پر هغې مسؤلانه فکر وشی ۰ زه په خپله لیکنه کې ځکه دنوموړې لیکنې دلیکوال نوم نه اخلم چې که لیکنه یې ولوستل شی څرګندیږی چې هغه یو ژمن لیکوال اوددې خاورې رښتینی بچی نه بلکه هغه څه یې لیکلی اودانترنیټ له لارې خپاره کړی چې له یوې خوا هغه دافغان ولس ددښمنانو دموخو اوارادې ممثل دۍ اوله بله پلوه دلیکنې محتوا یې دبابولاوو پرته بل څه نه دی۰ دهغې په لیکنه  کې ظاهرا ددموکراسۍ ، عدالت ، آزادی ،برابرۍ اوپرمختګ ښکلې مفاهیم اوجملې لیدل کیږی خودا مفاهیم اوجملې ډیر بې ربطه استعمال او په هغې کې منطقی تسلسل نه لیدل کیږی ،یوه جمله یې بله جمله اویوپراګراف یې بل نفی کوی دا ځکه چې هغه غوښتې خپلې عقدې  او کرغیړن باطنی احساسات بیان اوهغه څه وړاندې کړی چې نه پرمنطق برابرې دی اونه واقعیت لری  ۰ دمثال په توګه هغه لیکی : (( درنظامې که درآن عدالت ، آزادی وتقوی سیاسی درفعالیت های سیاسی ، فرهنګی وبازسازی آن سهم شایسته نداشته باشد ، آن نظام یک نظام غیردموکراتیک است وازنظام طالبان هیچ فرقې ندارد؟ ))۰ دا چې پورتنې جمله څومره املایی تیروتنې لری اودسوالیې اشاره دڅه لپاره راغلی تیرشووینو چې دتورې سولې کاشف په دې نه پوهیږی چې که اوسنی نظام کوم چې دپردیو دوسله وال تیرې له امله پرافغان ولس وتپل شوا ودهغوې پرمټ واکمن دۍ داسی نظام ګڼی چې غیردموکراتیک نظام دۍ اوپه هغې کې عدالت ، آزادی اوسیاسی تقوی نشته چې واقعا  نشته خوزما له نظره څه فرق کوی چې طالبان اونور وسله وال مخالفین چې ددموکراسۍ اوآزادۍ مخالف دی  پدې غیردموکراتیک نظام کې ورګډ شی چۍ ددوی په شرکت سره به لږترلږه په هیواد کې مرګ اوژوبله اوبې امنی له منځه لاړه شی اودافغان وژنې غمیزې ته به دپای ټکی کیښودل شی چې هرافغان،هغه افغان چې ددې جګړواوزورزیاتۍ یرغمل دۍ هغه غواړی اودهغې په تمه شپې اوورځې تیروی  ۰ دلیکوال لپاره دا مهمه نه ده چې څوک اوکومې ډلې پرهیواد  واکمنې دی اوپه هیوادکې کوم ناورین روان دۍ ، هغې ته داارزښت نه لری چې هره ورځ دهیواد په ګوټ ګوټ اوپه تیره پښتنی سیموکې انسانان وژل کیږی ، وطنوال مو اختتاف اوشکنجه کیږی ، ژوند ،مال اوعزت ته یې ګواښونه دی ، په اداره اودولت کې فساد خپلې لوړې کچې ته رسیدلی ، دعدالت اوقانونیت څرک نه لګیږی اودهیوادپرسرنوشت پردی واکمن دی ۰ هغې ته دا خبره مهمه بریښی چې ددې پوشالې اولاسپوڅی ادارې وسله وال مخالفین چې غوڅ اکثریت یې پښتانه دی دهغوی سره سوله اوروغه جوړه اړینه ونه شی ترڅو روانه جګړه اوتاوتریخوالی ادامه پیدا کړی او اوسنۍ واکمنې کړۍ اوډلې چې په ولس کې ملاتړ نلری اودپردیو تروزر لاندې پر جګړه ځپلی ولس واک چلوی په واک کې پاتی شی ۰ داوسنی ځورونکی واکمن حالت غوښتونکی ، واکمنې کړی اوچارواکی چې وګړنیزه پایګاه  نلری اوپه ولس کې رټل شوی دی پخپلو خاینانه تبلیغاتو اوعملی کړووړواوچلندکې هم په میخ وهی اوهم په نعل۰ هغوی له یوې خوا دترهګرۍ سره دمیارزۍ  نړیوالې تلوالې  شتون اوفعالیت په هیواد کې ستایی چې طالبان یې رانسکورکړل اوبیا دا چې هغوی ته هراړخیز واک اواختیارنه ورکوی چې هرڅه وغواړی هغه ترسره  کړی بیا نودهغوی چلندته دانتقاد ګوته  نیسی اوخپلې اندیښنې اونارضایتی څرګندوی ۰ دا خوارکی  پدې نه پوهیږی یا نه غواړی پردې پوه شی چې بهرنیان ددوی نوکران اومزدوران نه دی چې د دوی په چوپړ کې ودریږی ،دوی واکمن کړی او ددوی دواکمنې ساتندویان وی ۰ بهرنیان ددې لپاره زموږ په هیوادکې خپلې لښکرې ځای پرځای  کړې دی چې په سیمه کې خپلو لنډمهاله اوستراتژیکوموخوته ورسیږی ۰ زه پوره یقین لرم چې هغه واکمنې ډلې چې نن مهال پرهیوادواکمنې دی او دهغوی هغه مبلغین چې دړانده قومی تعصب تر  پیټې لاندې شپی اوورځې تیروی ، په هیواد کې شته ستونزوته قومی اوژبنی بڼه ورکوی  اوقومی اوژبنیودښمنیو ته لمن وهی پردې ښه پوهیږی چې هیڅ یو هیواد خپل زامن دنورو په خاطر نه وژنی بلکه دا کاردخپلو ګټو په موخه ترسره کوی،دې پردی  پالونکو  دا هیله لرله  چې پردی  دوی دواک په ګډی کښینوی اودا چې پردی  په هیوادکې په څه لګیا دی هیڅ توپیر نلری۰ دتورې سولې کاشف هم ددغه ډلې لیکوالانوڅخه دۍ اوغواړی چې موجودې واکمنې کړۍ په واک کې پاتې وی ۰ خوهغه پردې نه دی پوهیدلی چې دولس داتلواله له تصورڅخه وتلی مقاومت له کبله نړیواله تلواله اودهغې ترحمایې لاندې واکمنۍ دې ته اړشوه چې ظاهرا دمخالفینو سره دروغې جوړې مساله راپورته کړی دا چې ترکومې کچې پورې هغې ته ژمن اووفاداره ده هغه به ژوندوښیی خودې وروستنیو روانوتبلیغاتود افغان دښمنه ، متعصبه ، تنګ نظره اوپه پردیو پورې تړلیو کړیو په اندامونولړزه اچولې چې که په هیوادکې سوله راشی دوی به دواک څخه ګوښه شی اوداوسنیوبیساره امتیازونواودروان چوراوتالا څخه به بې برخې شی اودخپلو ملی ضد کړووړوپوښتنه به ترې وشی ۰ بیځایه اوتصادفی  هم نه وه چې لومړی دولت کوم چې په افغانستان  کې قومی ، ژبنیو اومذهبی دښمنیو ته خورا زیاته لمن وهی اودلږکیو دحقونو نارې سورې وهی دایران اسلامی جمهوریت و چې دمخالفینو سره یې دروغې جوړې په اړوند اندیښنه څرګنده  کړه چې دتورې سولې دلیکنې لیکوال اوکاشف یو دهغو ګوتې په شمار لیکوالانو څخه دۍ چې دایرانی آخوندانو په پله ګام ایږدی اویقین لرم چې هغه  دایرانی آخوندانو اویا نوروافغان دښمنه خارجې کړیو دخوښۍ لپاره خپله دالیکنه خپره کړې ترڅوهغوی ته ځان دیوه رښتینی خدمتګاراونوکرپه توګه وروپیژنی ۰ په پای کې غواړم دې خبرې ته هم ګوته ونیسم چې سوله دهرې انسانی ټولنې لپاره هغه حیاتی اړتیا ده چې دهوا اواوبو په شان ارزښت لری ، سوله هغه انسانی بهیر دۍ چۍ دهغې له امله انسانی ټولنه دپرمختګ لوړوپړاونو ته رسیدلی شی ، سوله هغه نعمت دۍ چې دانسانی ټولنی  ټول مادی اومعنوی اړتیاوی دهغې په رڼا کې تامینیږی ،سوله هغه ټولنیزه پدیده ده چې دبشری ټولنې شتون اوبقا پرهغې پورې تړلې ده او۰۰۰ 
لدې امله ویلای شو چې سوله توره نه بلکه سوله هغه ځلانده  رڼا ده چې ټول دهغې څخه ګټه پورته کولای شی ،  پرمختلونکی اومترقی بشریت ،دجګړې ضد غورځنګ اومیلیونونه مظلوم ولسونه چې دټولنیزو بیعدالتیو ،زورزیاتۍ ،دنوی اوزاړه ښکیلاک دناخوالوترخه مزه لیدلې  دجګړودمخنیوی اودسولې  په خاطر هلې ځلې اومبارزه کوی هرومروبه هغې ته رسیږی چې بیله شکه افغان میړنی ولس به هم وکولای شی پرجګړه غوښتونکو کړیو اوځواکونوبری پیداکړی اودخپل  ټاټوبی په ځلانده اوشنه آسمان کې به یې دسولې کوتری  والوزی ،هغه به د ټوپکو ،توپونواوټانکونو دډزواو بمباریو پرته لکه نورمتمدن ولسونه ژوندپیل کړی ،دجګړه مارانواوجګړه غوښتونکوواک به ختم  اوهغه مهال به دهغوی دتورمخه مبلغینولپاره  دلیکلو وړڅه پاتې نشی اواړبه شی چې واقعیتونوته غاړه کیږدی اودسولې زمزمې پیل کړی ۰  

پای ۸ / ۱۰ / ۲۰۰۸
 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.