X

آرشیف

آيا پاکستان د طالبانو کاميابي غواړي؟

ددې خبري ځواب په لنډودادی نه هيڅکله هم دطالبانوکاميابي اوحکومت نه غواړي.
داځکه چې طالبان که واک ته ورسېږي نودپاکستاني طالبانوسره به مرسته کوي
اوله پاکستانه به غچ اخلي.
اوس چې پاکستان دطالبانوسره مرسته کوي ددې يوازي اويوازي مقصددادی چې
افغانستان بې ثباته شي بل څه يې مقصدنه دی.
نوطالبان بايدسرخلاص کړي اودپنجاپيانولپاره دي داسلام په نوم خپل
مسلمانان افغانان نه وژني.
دادی په افغانستان کې نوی جمهوررئيس وټاکل شو،له طالبانوغوښتنه کووچې
راشئ نورداخپل وطن مه ورانوئ!ستاسوددغوکاروگټه دښمنانوته رسېږي.
طالبان بايددپاکستان له عالمانوزده کړه وکړي چې دوی څنگه دخپل هيوادساتنه
اودفاع کوي؟هغوی سره ددې چې دپاکستان حکومت اسلامي نه دی خوبياهم ورسره
ملگري دي.څوک وزېران اوڅوک نوري دولتي دندي لري.
طالبان دي هم دغسي وکړي!په دې غمځپلي اولس اوهيوادباندي بايدرحم وکړي.
لږدي خدای ته مخ کړي چې آيادغه اولس نورددې توان لري چې لاهم ورباندي
جگړه اوږده کړای شي؟
اوس به دطالبانوهم سرخلاص شوی وي چې دجگړې له لاري زمونږحکومت نه شي راتلای.
نوبياولي هسي مړي کوي اوافغانان وژني؟
هغه بېچاره افغان چې داولاد دنفقې دگټلولپاره په پوليسو،اردويابل دولتي
دنده کې مصروف دی اوله دې پرته بله دروزي پيداکولوذريعه نه لري،څنگه
موزړه ورباندي کېږي چې تاسويې په بې رحمۍ سره وژنۍ اوکورنۍ يې له دغه
مالي سرچينه نه محروموۍ؟
زماخودامعلومات دي چې ملامحمدعمراخوندلاڅوکاله وړاندي سترگي له دې فاني
نړۍ نه پټي کړې دي که نوموړی ژوندی وای نوښايي چې دافغانانوپه دغسي بې
رحمۍ وژنه به يې خوابده شوې وای.

پای
عبدالغفارپکتياوال.

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.