X

آرشیف

په زور کلي نه کېږي! 

 

پاکستاني پوځ په زور نه وړې او نه به ېوسي! 

پاکستاني پوځ او استابلشمتت په مکارۍ، دوکې او نامردۍ وړې، خو دا ځل ورته ناوخته دی! 

دقومي عدالت او جناب منظور سره پرونۍ ناسته او د په شا تګ توافق به د دوی مکاریو سره جوګه هم وي! 

هو خو دا وار ورته ناوخته دی! 

د سیمو په طبعی شتمنیو تسلط، د اوس لپاره د داخلي خود ارادیت او د افغانستان سره په تذکرو تګ او راتګ او آزاد اقتصادي زون اعلان او فیصلې ته د جرګې غړو ته سپارښت کوم. 

د عدالت خبر خو د جرګې بنیادي اومرکزي خبر ده! 

ددې جرګې  د فیصلو او پرېکړو په آخر کې داپرېکړه وراضافه شي: 

د پښتنو د روایاتو او اصولو پر بنسټ، د جرګې پریکړې واجب الاجراء او د بلې کومې مرجع او ارګان هوکړې ته اړتیا نه لري! 

ددې جرګې ټولې، هو ټولې پرېکړې  د پرېکړې سره سم په کل او جمله کې واجب الاجرا دي، چې د اجرا لپاره یې سم د لاسه 

عملي کولو ته ټول اقدام او  اجراات وشي.

 ددې پرېکړو اوفیصلو له ېوې مادې او پرېکړې سره مخالفت د ټولو سره د مخالفت په مانا او د جرګې د ګډون والو سره د مخالفت  او دوی ته د جګړې اعلان،  بلل کېږي. 

دمخالف دغه د مخالفت انتخاب په صورت کې د جرګې ټولو ګډونوالو ته د نوې فیصلې له کولو پرته ددې جرګې د ټولو فیصلو د عملي لپاره له ټولو ممکنو وسایلو نه د استفادې حق خوندي او مجاز دی.

د تخلف په صورت کې د خود ارادیت مسأله په پراخه کچه مطرح ده او ورته تدابیر وجیبه ګرځي! 

  داکتر ص سعیدی 

۱۱/۱۰/۲۰۲۴ 

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.