X

آرشیف

طالب حاکمیت ته ېو بل وړيا وړاندیز! 

 

پوهېږم چې د اورېدو غوږونه نه شته، خو بیا هم خپل وړیا وړاندیز کوم. پوهېدل یې هم کوم أکادمیک لقب او نوم ته اړتیا شته. 

زمونږ هېواد او خلک عمراني او عمراني، ترانسپورتي، مواصلاتي او د کور جوړولو برخو کې هم ډېرو داخلي او سیمیزو همکارېو او هماهنګېو ته  اړتیاوی لري. 

زمونږ هېواد د بهر سره د اوسني پاکستان / بلوچستان ګوادر له لارې، د ایران –  چاه بهار، واخان او هوایي اړیکو او لارو، تګ راتګ ته اړتیا لري. 

مونږ پوهېږو چې دولتی اقتصاد او رهبري شوي اقتصاد، له پورته،  نتیجه نه ورکوي او عالم اسباب کې د آزاد اقتصادي مارکیت لار د ټولو نیمګړتیا سره د مدرنو قوانینو سره کېدای شي منفي جوانب او اضرار یې کم او ښه استفاده او وکارول شي. هو د ښو مدرنو قوانینو پرته، آزاد اقتصادي بازار وحشي دی او د منلو نه دی. په ښو قوانینو بازاد مهار او دولت په دغه اقتصاد کې خپل زمینه ساز او انفره سترکتر ( ترانسپورت، تیلفون، هوتل، او …) او د أمن د ساتونکي  رول ولوبوي او خپله ټکس او مالیه په معقوله  او د قبول وړ تر کچې واخلي. دغه برخه کې د طالبانو د تاجر ملا ماتونکې مالیاتی  سیستم باندې له سره غوره په کار دی. 

ددې لیکنې اصلی لامل او طالب حاکمیت ته دا لاندې خبر او فکر دی: 

مونږ پوهېږو چې ایران سره حکومتی تجارتي اړیکې د امریکې او اسرئیل اعتراض راپاڅوي او   را پاڅولای شي. 

نو سفارش کوم چې د طالبانو حاکمیت دې دایران ( چاه بهار) او ګوادر او … لارو له حکومتی چینل بهر  د خصوخي کمپنیو او د افغانستان هند او ددهند لهذامکاناتو په چاه بهار کې او د هندي کمپنیو او حتی د دولت له لعرې د دریېم لاس شخصي کمپنیو په ایجاد  د تجارت د پراخوالي تدابیر او امکانات تر لاس لاندې ونیسي! 

نن سبا د ایران او افغانستان د تجارت د دهل غږول مدبرانه او درست نه بولوم او ایراني مراجع هم په دې پوهول په کار دي. 

تفاصیل لري. 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۱۵/۵/۲۰۲۴ 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.