آرشیف

2021-6-23

شاه ولی آرین

سپین سترګي هم یو حد لري

 

دا یو څرګند حقیقت دی، چې زموږ د هیواد حریص ګاونډی پاکستان له زیږیدو نه بیا تر ننه پورې تل زموږ د هیواد د بربادۍ په لار کې کرار نه دی پاتې شوي او زموږ په هیواد کې یې د ځواکمن نظام د جوړیدو په مقابل کې  له هر ډول دسیسو او توطیو نه ډډه نه ده کړي.

دهیواد په روانه څلویښت کلنه جګړه کې پاکستان تل د افغان دولت د مخالیفینو سره د مرستو، تجهیز، تمویل او تربیې په لار کې د نړیوال استعمار، غرب، امریکا او عربي هیوادو د اقتصادي او نظامي مرستو له لاری زموږ د هیواد په ویجاړولو کې برخه اخیستې، تل یې د خبرو او عمل تر منځ واټنونه توپیر موجود و او دی.

څو ورځی له مخه د طلوع نیوز د خبریال سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي مرکه زما د دې خبرې روښانه بیلګه یادولی شم.

قریشي په دغه مرکه کې هغه څه وویل چې، که وجدان ولري نو څومره به خپل وجدان ته خجالت او زوریدلي وي.

شاه محمود قريشي د خبریال د د غې پوښتنې په ځواب کې  چې ايا افغان طالبان په کوټه او پېښور کې مرکزونو او شوراګانې نه لري؟

 

داسی وويل:

«تر اوسه یې هيڅ داسې څه  نه دي ليدلي چې په پاکستان کې دې د افغان طالبانو مشران شتون ولري. بلکې د طالبانو مشران په افغانستان کې اوسي.»

که څه هم پاکستاني چارواکې په پاکستان کې د طالبانو له شتون څخه انکار کوي، خو حقیقت دا دی، چې طالبان او طالب مشران په پاکستان کې مېشت دي او هلته يي مرکزونه او شوراګانې شتون لري، په دوحه کې ناست ټول طالب مشران د مشورې کولو له پاره پاکستان ته ورځې، حتي ډير شنوونکي په دې باور دي چې د طالبانو ټوله قومانده د پاکستان په لاس کې ده، که پاکستان وغواړې په طالبانو هر ډول غوښتنې منلای شې.

قریشي له لطف الله نجفی سره د مرکې په لومړي سر کې وايي چې، زموږ ستراتیژی د افغانستان په اړوند په اوس وخت  کې بدلون میندلی، موږ په افغانستان کې سوله غواړو، جنګ د حل لار نه ده، حال دا چې بیا له طالبانو نه ملاتړ کوي او دومره جدی پر هغوي او د هغوي پر موقف ټینګار کوي، چې فکر کېږي، قریشي د طالبانو رسمي استازی وي.

سیاست او سیاسي حریف یا دښمن سره مبارزه یا مقابله له حساسو شیبو نه سمه استفاده کول دي، مګر افغان حکومت او زموږ سیاسیونو هیڅکله نه حساسې شیبې درک کړي او نه یې د هیواد او ولس په ګټه ترې استفاده کړي ده.

وګورئ په داسې حساسو شیبو کې چې له یوې خوا طالبانو په درز سره خونړۍ جګړه  پیل کړې، هره ورځ د هیواد یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې لویږي، له بله پلوه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او ورسره هیآت د امریکا په رسمي سفر روان دي، پاکستان لا د مخه څه سیاسي او دپلوماتیکه لوبه پیل کړې ده. د بهرنیو چارو د وزیر په مرکه کې او همدا ډول د پاکستان د صدراعظم عمران خان په اعلامیه کې داسې مهم ټکي شته چې دوي زموږ د هیواد د جګړې او د جګړه مارو د ملاتړ، کمپونو او په پاکستان کې د هغوي د موجودیت نه انکار کوي او ځانونه سپینې کوترې جوړوي، د سولي د عملي کولو او په افغانستان پورې اړوند د خپلو ستراتیژیو د بدلون خبرې کوي، دا ځکه چې دوي پوهېږي چې د افغانستان د تلونکي هیأت او د جمهوررئیس جوبایدن تر منځ د خبرو ممکن یوه اساسي موضوع هم د پاکستان سیاست د افغانستان په هکله وي.

قریشي د نجفي د هغې پوښتنې په اړوند چې د دیورند د کرښې په هکله یې د پاکستان موقف ښکاره کاوه، په ټینګار او سپین سترګۍ سره وویل چې دا یو منل شوې بین المللي کرښه ده، چې د سوال د مطرح کیدو اړتیا یې نه لیدل کېږي.

دا د سیاست او موضعګیری هغه اساسي شیبې دي چې افغان دولت، د بهرنیو چارو وزارت، د هیواد سیاسیونو او پارلمان باید په دې هکله جدی غبرګون، کمپاین او عکس العمل ښودلای واي، مګر زموږ پارلمان، د قراردادونو د لاسته راوړلو، خپلو شخصي ګټو د تامینولو، بهرنیانو ته د خدمت کولو په لار کې اخته دي، یوازې د افغانستان د سرحدونو د چارو د وزیر او د جمهور رئیس د سلاکار وحید عمر لنډو خبرو کفایت نه کاوه.

ولیدل شول چې تر دې ټولو نه د پاکستان د پارلمان غړي او د پی ټي ام د رهبری هیأت یو مشر محسن داوړ څومره جدي غبرګون د قریشي د خبرو په هکله د پاکستان په پارلمان کې مطرح کړ، چې دې ته ښه سیاست ویلی شو.

د پښتون ژرغورني غورځنګ دغه مشر محسن داوړ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ورستيو څرګندونو ته توند غبرګون وښود او ویېویل، سړی حيران شي چې شاه محمود قريشي د پاکستان او که د طالبانو د بهرنيو چارو وزير دي.

 

ښاغلی داوړ زياته کړه چې:

«قريشي ماښام په يوه تلويزوني خپرونه کې د طالبانو داسي ننګه کوله ته به وايې چې قريشي د هغوي ځانګړی استازی او د هغوی په استازيتوب غږيږې.»

 

محسن داوړ د پاکستان په پارلمان کې د پارلمان غړو ته وايې:

«شرم دی د پاکستان لپاره د پاکستان تر ټولو لوړ رتبه ډپلومات هم د يوې داسې ترهګرې ډلي (طالبانو) ملاتړ کوي چې هره ورځ په سل ګونو بې ګناه افغانان شهيدان او زخمي کوي»

معلومېږي  چې نه يوازې محسن داوړ د شاه محمود قريشي په ورستيو څرګندونو نيوکې کړي، بلکې د قریشي څرګندونو د ګڼو افغانانو غبرګونو هم را پارولي دي.

په حقیقت کې د طلوع نیور د خبریال لطف الله نجفي په مرکه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره یې درلوده، داسې پوښتنې مطرح شوي  ځوابونو یې په ډاګه کړه چې د پاکستان ستراتیژي نه دا چې د افغانستان په رابطه بد لون نه دی موندلی، بلکې نور هم له دښمنیو نه وړاندی زموږ د هیواد د بربادۍ په لار کې هلې ځلې کوي او په ډیرو سپین سترګیو  خپلو ورانیو ته دوام ورکوي.

 

پای