آرشیف
نړیوالې استعماري لوبې (افغانستان): څلورمه او وروستئ برخه
شاه ولی آرین
څه کم شل کاله د مخه امریکې زموږ پر ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ او د(ب ۵۲) بم غورزونکو الوتکو په واسطه یې په سلګونه افغانان ووژل، هیواد یې اشغال کړخپل لاسپوڅي ګوډاګیان یې د قدرت په ګډی کینول.
امریکایانو خپل راتګ ته د سپتمبر د ۱۱می نیټی حادثه پلمه وګرځوله اود القاعدې د شبکې، مخدره توکو د له منخه وړلو، ښې حکومتوالۍ او د فساد پر ضد د مبارزی د عنوان تر نامه یې چې د همدی ستونزو اصلي لامل یې د طالبانو د حکومت موجودیت عنوان کړ، خپل یرغل ته پلمه پیدا کړه . مګرحقیقت خو دا دی چې امریکا له ډیری پخوا په سیمه کې د خپل شتون له پاره لاسپوڅي او جیره خواره تربیه کړی وو، جهادي هیواد پلورونکي مشران، خپله د طالبانو د تحریک د جوړیدو منشه او مالي تامینونکي ایا همدغه امریکا او شریکان یې نه وو؟.
کله چې طالبانو د امنیتي یا نورو لاملونو له امله له ترکمنستان نه د نفت او ګازو د نل لېکې د تېریدو تړون د افغانستان له لارې پاکستان ته د یونیوکال امریکایې کمپنی سره چې د طالبانو د زېږیدو یو له اساسي لاملونه نه و،لاسلیک نه کړ او پر ځای یې وغوښتل چې د ارجنتاین د تیلو د پلټنی نړیوالی بریډاس کمپنۍ سره دغه تړون لاسلیک کړی.دغه لامل امریکایې چارواکی راوپارول او د۲۰۰۱ زکال د فبروری په میاشت کې چې د طالبانو یو پټ دپلوماتیک مامور سید رحمت اله هاشمی چې امریکا ته غوښتل شوی وو، ورته ګوت څنډنه وشوه چې که طالبان دغه تړون د ارجنتاین له کمپنۍ سره لاسلیک کړی نو دوی(امریکایان) به طالبان سخت تر ګواښ سره مخ کړی او بمونه به پری و اوروی.
نو ځکه څرګندېږی چې امریکایانو د پخوا نه دا په پلان کې لرل چې پر طالبانو یرغل کوي.اوس داسې څرګند ېږی چې تروریزم، القاعده او د سپتمبر پیښه یوه وسېله اما اصلي موخې، ممکن ستراتیژیکي، سیاسي او اقتصادي ګټې وي.
د پورتنیوعواملو په نظرکې نیولو سره امریکا ته ښه موقع په لاس ورغله تر څو زموږ په ګران هیواد یرغل وکړی او خپل د خوښی یو ګوډاګي حکومت لکه د روسانو په شان په افغان ولس وتپي.
د امریکا استخباراتي چینلونو د پخوانیو رابطو په نظر کې نیولو سره د بن د کنفرانس له مخه اوهم د کنفرانس په درشل کې د طالبانو د ځواک د وهلو او کمزوره کولو لپاره په میلونونه ډالر په هلیکوپترو کې بار د پنجشیر سیمو ته راوړل او د شمالي ټلوالې پر مهموغړو،قوماندانانو او د هغوی له لاری یې ځینو نورو په نوم د مجاهدینو سنی او شعیه ډلو پر قوماندانانو باندی وویشلي.
اوس څه کم شل کاله تیریږی چې د غرب او امریکایانو په موجودیت کی په هیواد کې نوره هم ملي نفاق ته لمن ووهل شوه، دوی د خپلوسیمه ایزو ستراتیژیکو ګټو دعملي کولو په خاطر نه سوله راوسته او نه باید ترې دا تمه وي. د امریکې له یرغل او د طالبانو د اسلامي عمارت د ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د یوه نا مشروع نظام راتګ او د دې نظام د نا قانونه کاروبار لپاره په داسې یوهیواد کې چې ځه کم څلویښت کلنې تپل شوې جګړې ترې ټول سیاسي، اقتصادي، ټولنیز،کلتوري او فرهنګي نهادونه زیانمن کړي او یا یې ټوله له منځه وړي وي او په داسې حالت کې غربی دموکراسۍ په کې پیاده کول، په خپله لاره زورواکو، جنګي جنایتکارانو او نورو مافیایې کړیو ته پرانسته او ښه موقع یې په لاس ورکړه تر څو د خپل پایښت، د غربیانو او امریکایانو د شتون لپاره چې د همدی کار په موخه یې د پخوا نه ګومارلي وو، نور لا هم پسې ملي نفاق او قومي سیمه ایزو بې اتفاقیو ته لمن ووهله چې په نتیجه کې يې ملي یووالي نورهم لا پسې کمزوری او زیانمن کړ.
درنو هیواد والو او لوستونکو، اوس اساسي خبره داده چې ولې زموږ په هیواد کې روانه غمیزه او جګړه دومره اوږده شوه؟ او د دې ستونزوعاملین یوازی بهرنیان دی اوکه افغانان هم که چیری افغانان وی لامل یې څه دی؟.
دغو پورتنیو دوه پوښنو ته ، د لومړۍ پوښتنې ځوابونه چې بهرنیان دی د مقالې په ډېرو برخو کې ځواب ویل شوی دی، مګر غواړم د دوهمې پوښتنې ځواب او لاملونو ته یې د لوستونکو پام راوړوم:
د نړۍ تاریخ ته که کتنه وکړو په هیڅ هیواد کې څلویښت کاله جګړه نه ده غزیدلي، اما په خوشینۍ سره چې زموږ هیواد دغه اوږدې جګړې دومره و ځپه، چې لا تر اوسه هم نه بریښي چې دا جګړه به لا نوره هم څومره دوام مومي.
غواړم لاملونه یې په لنډو ټکو کې لوستونکو ته وړاندی کړم:
– د هیواد ستره بد بختي د هیوادوالو د زده کړو او پوهی نه شتون دي، چې په دې هکله نه دهیواد تیرو مشرانو دغې برخې ته پاملرنه کړي او نه خپلو هیواد والو، په خاصه توګه په پښتنو سیمو کې د قلم او کتاب پر ځای توپک او وسلو ته ډیره پاملرنه شوی ده.
– د هیواد والو مالي او اقتصادي کمزورتیا، ځوان نسل دې ته اړویستلي چې د زده کړو پر ځای د یوې مړی ډوډی د لاسته راوړلو لپاره له زده کړو نه محروم پاتې شي.
– د زړو او بې مفهومه کلتوري دودونو، قومي او سیمه ایزو مناسباتو په جال کې د هیواد والو بندیدل د نړی د پرمختګ او مناسباتو نه لری پاتې کیدل.
– د کار او شغل نه شتون، هیوادوال او په خاص ډول ځوانان دې ته اړ ویستي دې چې بیا هم د زده کړو پر ځای، جګړو، مخدره توکو او نورو منفي پدیدو ته مخه کړی. د سواد او لوړو زده کړو نه شتون، د دې اساسي لامل هم ګرځی، چې هیوادوال د دښمنانو د ناوړه تبلیغاتو ښکار وګرځی.
– قومي، تنظیمي، ګروپي، منطقوي نفاق او بد بختي، چې د بهرنیو له لورې زموږ پر هیواد او خلکو تحمیلیږی، د جګړې د اوږد والي بل اساسي لامل یادولی شو.
بنسټیزه خبره همدا ده، تر څو چې افغانان په پوهنه او علم ځان سنبال نه کړی، ملي یووالي چې همدا اوس افغانان ترې بې برخې دي تر سره نه کړي، خپل دوست او دښمن سم ونه پیژنی، نسبت شخصي ګتو ته هیوادنۍ ګټو ته لومړیتوب ورنه کړی، د قومي ټیکه دارانو له اغیزو نه ځانونه خپلواک نه کړی، پردیو ته د جاسوسیو پر ځای د هیواد خدمت ته ژمن نه شی، دا جګړه به دوام ولری او ورځ تر بلې به د نورو نوو غمیزوښکار وګرزی.
پای
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور