آرشیف
یاره په ځان مې باور کلک شو!
دوکتور ص. سعیدي
د سید اسحق ګیلاني او د هغوی د زوم انورالحق احدي په برخه کې مې د افغانستان د تیر جمهوري ریاست د انتخاباتو د کمپاین لړ کې صریح بیان او موضع درلوده.
یو شمیر خوشاله او بیا یو دوه کسو سخت غبرګون وښود. یو دوست مې هم چې د همدې کورنۍ وه او امریکې کې اوسي، لږ رانه خفه شو، خو ما خپل کوشش وکړ چې یې پوه کړم، چې د وطن او ملت مصالحو کې ذاتي اړیکې اساس نه دي. جرم او جنایت کورنۍ، قومي او سمتي اساس او هویت نه لري! خو دټولو سره سره، زه هم لږ ټکنی اولا خفه شوم چې دا زه ولې باید خلک خفه او د چا ګریوان که د وطن او ملي مصالحو د دفاع لپاره هم چې وي، ونیسم؟
هغه کول په کار دي چې نن سبا مود دی او ډېر یې کوي: ( شولې ته بخور و پردې ته بکن! ، مربي داري مربا بخور! )
دې دنیا کې عدالت ډېر ځلي مات شوای!
چې جاسوس او خاین نه شوې،
د کوم خاین لاس دې مچ نه کړ او ورته دې نُقل وړاندې نه کړل،
نه وزیر، نه رئيس او نه چندان د خدمت فرصت لرې. که فرصت هم درته د دوی د کوم مجبوریت له کبله میسر شو او د روان څرخ سره ونه څرخیدې، ژر به افراز شې!
ډير عامه غلطه او ناروا خبر دا هم ده چې د خدمت فرصت معنا د ښه عاید لرونکي چوکۍ نه مراد دی، در حالې چې افغانستان کې صادق کار په اوسني وخت کې د سترې قربانۍ منل دي.
مونږ وایو: یاره دا چوکۍ او دغه مأمور کس ښه عاید لري.
د پاکستان او ایران په گټه اظهارات ښه عاید لري.
خو منظور مو رشوت او خیانت وي. وایي چې د افغانستان د پارلمان د معاون اول پر چوکۍ یې جناب احمدزي صیب ته د یو میلیونو ډالرو زیاد رشوت ورکول منلي وه، خو جناب احمدزی دا خیانت و نه مانه.
هو چې ځای یې راشي نو بیا کلک مسلمانان او ښه افغان او خادم هم یو!؟ او یا اقلاً دعوې یې کوو.
نوچې ځای یې راشي دباپې هم کوو.
خو خاین ته خاین نه وایو. چې څوک رانه خفه نه شي او ضرر راته ونه رسوي.
پر حق بې باوري هم تصادفي نه ده!
لیدلي مو دي چې دوکه، تعدي او تجاوز ډېر ځلي کامیاب او حق رټل شوای او ناکام کړای شوای دی.
راواخله د مزار شریف د پخواني والي عطاء محمد نور قصه،
راواخله د ډاکټر نجیب قصه، راواخله د وطن د نورو حوادثو او د وطن حقایقو قصې. جاسوس، خاین، نالوستی ، جاهل به بَر ناست وي او غټې خبرې به کوي.
درواغ او خطاء، اپرتې او چرند به وايي
او خاین داسې استدلال هم کوي چې ګواکې وتوانید ټول یې دوکه کړل.
نه داسې نه ده چې ملت او حق دوکه کړي!
مونږ ته پکار ده فکر وکړو چې خپله څه کوو؟ په تیرو نقد او د اشتباه او تیروتنې عدم تکرار.
اوس چې مې د سید اسحق ګیلانی د دشمن او د پنجابي دشمن په ګټه افغانستان کې افغان ضد، اسلام ضد او د افغان اولس د منافعو ضد اظهارات جاهلانه او احمقانه منطق او هغه په طلایی پوښ پوښول ولیدل او واوریدل نو اول خو وایم چې دښمن ته تسلیمدلو کې چې سوله راشي بې ناموسي ته غاړه ایښودل دي او دا سوله نه ده.
دغې وضعې ته په کتو او د سید اسحق ګیلاني او نورو ورته د مواضعو او کړنو د انکشاف په لیدو پر ځان باور مند او مطمئن شوم چې هغه د خیانت او خاین تشخیص مې چې د سید اسحق ګیلاني او یو شمېر نورو برخو کې کړای وه درست او شک مې په یقین بدل شو. په ځان مې باور زیات شو!
د جاهل او خاین رابطه څه ده؟
قوم، اسلام دین او وطن ته خیانت به مادي عاید او ظاهري مؤقت جذابیت ولري خو دا تجارت به حد اقل جاهل انتخابوي او داسې کس به د الله (ج) او ملت مخ تورن شي!
د خیانت مستندات:
د نړۍد جزايي اجراآتو او د جزا د قوانینو پر بنیاد: که چیرې قاضي ته داسې مستندات پيش کړای شي چې د هغو منطقي تسلسل د جرم د اثبات
نتیجه او پایله ورکړي، نو دا مستندات قاضي د جرم د ثبوت د سند په توکه منلای شي!
شرع ظاهر ته گوري، پر زړونو الله ( ج) دانا دی. هغه کس چې د اساسي قانون خلاف، زما د ایمان، اسلام، ملي هویت له پيژندلو او پر هغه له اعترافه منکر او احمقانه استدلال کوي چې پښتانه تنها حاکمیت نه شي کولای، او جاهلانه افغان پښتون بولي، پښتون ته د ژبې معیار یواځنۍ بولي، خپل ځان د قوم ټيکه دار بولي، داسي کس ممکن د حماقت له مخې پلورل شوای عمل کوي خو جاهل حتمي دی.
– هانګان، آلمان، بنګله دیش هم پېژندل شوي نړیوال واقعیتونه وه.
سید اسحق ګیلاني ته بيا هم ویل غواړم:
- ډیورنډ لاین په نامه امضاء شوای سند نه شته!
كه ته او پنجا داسې سند لري نو مونږ ته او نړۍ ته وښایاست!
– د وقت استعمار – انګلیسانو لیکلې غوښتنه لرله خو تفاهم شفاهي او مجهول پاتې شو!
د فشار، مجهول او غیر واضح سند که وي هم د صفري نقطې او بیا بعدي. حقوقي لحاظه باطل دی.
– سر مارتيمور ډیورند دا خپل سند د دواړو خواوو د نفوذ د ساحې معلومول بولي!
د فرضي كرښې برتانوي هند خواته وه زمکې د برتانوي هند شاملې نه بولي.
دا حقایق او مستدات د انګلستان ملي ارشیف کې همدا اوس مستند شته.
– هند بر تانوي او تاريخي هند جدا او بيل دي. ١٩٤٧ م. كال د برتانوي هند د ويش پر ځای افغانستان وویشل شو. دوه دریمه د موجوده پاکستان مقبوظه. افغانستان دی. په همدې خاطر د هند د آزادیدو روسته دانګلیس د حکومت لخوا د پاکستان او هند حکومتونه دغه هیوادو کې خپل قایمقام انتخاب خطاء کار وه.چونکه دا قایمقامول، قایمقامول په ملک غیر کې وه… د کامنولت د حقوق دان دا خبر او حقوقي نظر د انګلستان په ملي ارشیف کې موجود دی.
د ګیلاني بیسواد او جاهل خاین د مالوماتو لپاره: د افغانستان اومې شوراء د پاکستان لخوا د افغانستان د یوه کلي د بمبارد په وجه په ١٩٤٩ م كال د ډیورندلاین په نامه او څلور نور توافقات ملغی اعلان کړې.
دا یو اړخیزه اعلان نه وه. د انګلستان د خارحه چارو د وزارت لخوا ملغې شوي سندات او تفاهمات چې د راولپنډی د تفاهمنامې د دوهمې ضمیمې پر بنیاد په ١٩٢١م كال ملغی اعلان شوي او د انګلستان په ملي ارشیف کې د ١٨٨ سند تر نامه لاندې همدا اوس موجود دي.
نو دا ګیلاني هماغه کسان دي چې منطق یې ختم شي د کفر او الحاد ټاپه راواخلي او راست او چپ یې ټاپه کوي.
د افغان مسلمان او متعهد ولسه!
متعهدو افغانانو!
بی تفاوته مه پاتې کیږئ!
هر قدم کې ناراض، انتقاد او نیوکه کوئ، خو چې خپل فرصت درشي بیا هیڅ نه کوئ او ځان بې طرف مه نیسئ!
هغه، پدرام او ګیلاني دې ناموس او عزت ته ښکنځلې کوي او ته بې طرفه یې!
دا خو بې طرفي نه شوه.
دا خیانت او خاین ته تسلیمیدل شول او د هغه حدیث شریف د سیاق سره سم: الساکت عن الحق شیطان اخرس. ساکت د حق له ویلو ګنګ شیطان او هغه بل نص او دیني هدایت خلاف دی چې: ظالم او مظلوم د اور داخلیدو او د دوزخ د داخلیدو وعده ده. ظالم د ظلم لپاره او مظلوم د سکوت لپاره.
ژوند لنډ او فرصتونه لږ دي.
د ژوند رسالت باید اداء شي!
و ما علینا الا البلاغ المبین
دوکتور صلاح الدین سعیدي
۲۴/۳/۲۰۱۸
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور