آرشیف

2017-11-11

دوکتور ص. سعیدي

د افغانستان جګړه قومي ده؟

دا غمیزه د دوه لسیزو په اوږدو کې د مختلف اړخونو لخوا مخکې وړل شوې او هر یو یې په مختلفو پړاوو کې مختلفې موخې لرلې او یا مختلفو موخو ته کش کړای شوې. 
د پاکستان موخې، دایران موخې، د امریکې موخې، د ستمیانو، سکتارستانو او متعصبینو موخې او د یو پاک صالح افغان او مصلح انسان موخې.  
ددوی ټولو تاکتیک او ستراتیژي اوږد مهاله او لن‌‌‌‌‌‌ډ مهاله موخې د وقت او له زمان او حالاتو په بدلیدو لږ او زیاد تغیر کړای اما د افغان باغیرته ولس موخه هماغه ثابته وه او ده چې خپل وطن کې د خپل برخه لیک مالک او د مرفه، آزاد او با عزته ژوند ټکل او هڅه جاري ساتلې او انشاالله بریا به د افغان ولس په ګټه وي. 
دا چې یو اکثریت مطلق صالح انسانان او افغانان د خیر او فلاح او د افغان ولس اصلي موخې ته د رسیدو په لاره او لپاره دومره غرق وه او دي چې بل هیڅ  څه حتې یوه لحظه هم ورته مطرح نه وه او  نه دي نو دی بیا ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه قومي او سمتي نه ده. اما هغه بل چې د افغانستان واقعیتونه ګوري، په تېرو 18 کلو کې کادري پلي شوي سیاستونه ګوري، په شمال کې قومي تصفیې تر دا نننه ګوري، د خلکو زمکې او باغونه غصب او کور یې تالا  او پر ناموس یې تجاوز د قوم او ژبې پر بنیاد ویني، د پروان والي حد اقل په دوه رسمي سترو ناستو کې د ملي سرود پر ځای محلي قرسک غږوي، د مهمو کلیدو وزارتو او سفارتخانو کې د قدرت واګې او ديپلوماتان ښکاره قومي تبعیض او تعصب کوي ، د ارګ مسوولین هسې د خپل ګریوان د خلاصولو امورو کې مصروف وه او دي، د غزني پښتون نشینه ولایت نه د یوولسو وکیلانو نه یوولس واړه د احمد بهزاد له قوم او مذهبه دي او د وقت افغاني ستر حاکم هم ورسره ومنله، او دوی بیا نه  افغان ملت او هویت او نه اسلام او اسلامیت مني او پارلمان کې یې ورته منفي رایه ورکړه، د افغانستان د اجراييه شوراء ویاندپه بار بار د افغانستان او افغان پر ضد صریح ، ناروا موضع او اظهارات کوي او له دولتي امکاناتو ه اخلي…. نو دا څه دي چې قومي او ژبنی تبعیض، تعصب، رذالت  او کثافت جګړه او جدال نه دی؟ ژبنیز او قومي جګړه ددغه ملي، افغاني او اسلامي ستر جهاد او د افغان ولس له مبارزو چا جوړ کړه، دا دوهم سوال دی، اما د غمیزه یوه برخه داهم ده چې د نورو اړخونو کم اهمیته کول په هیڅ صورت کې نه شو منلای. 

زه د پورتني تحلیل او مستنداتو پر بنياد د حزب اسلامي د مشر جناب حكمتيار د خبرې پلوی یم چې د افغانستان غمیزه او جګړه قومي ده او دقیقه به داوي چې قومي کړای شوې ده. په کار دي چې روان حالات باید په صریح توګه ولیدل شي او د هغو انکشافاتو او حق تلفیو مخه ونیول شي چې دلته وجود لري. په دې حقایقو سترګې پټول نه مشکل حلولای شي او نه عدالت دی. 

هغه ټولنه کې چې عدالت نه وي هلته سوله او استقرار نه شي راتلای. 

 

هو په دې باید اعتراف وکړو چې ضعیف او نامشروع واکدارانو د خپل حاکمیت د بې درد سر کولو او د م‌ؤقت حل لپاره داسې امتیازات د قوم او سمت ټیکه دارانو ته ورکړل او داسې جبونانه حرکات یې وکړل چې له مارانو نه یې اژدهاران جوړ کړل او د حل آسانې  لارې یې ‌‌‌‌‌‌ډېرې سختې کړې. دوی د افغانستان د آینده لار کې داسې ماینونه کرلي  چې اوس یې خنثی کول سخت کار دی.

زه درته وایم چې همدا اوس کابل لبنان شوای دی او حتی دروازی لري. 

موثقې منابع راته وایي چې همدا نن وغواړو مونږ په خپله سیمه کې که دا موجود حاکمیت منتفي شي او یا منتفي کړو،. کامل دولتي محلي ساختارونه لرو او حاکمیت ساده تعویضولای شو. 

د افغانستان د ملت په امکاناتو دا وطن د قومي، سمتي او منحطو تعصبي او سکتاریستي اهداف او موخو لپاره سوق او اداره کیږي او که چا دا واقعیتونو ولیدل او بیان یې کړل نو بیا د بمباردمان او حملو لاندې نیول کیږي. 

نه دومره باید جرئت پيدا کړو چې حقایق  وویلای شو او دتعصب او قومي تصفیو مخه ونیولای شو! 

ھغه چې متعصب او عنصریت ته لمن وهي هغه د اسلام نه، د حضرت پيامبر اسلام محمد مصطفی ( ص)، په قول بهر دی او یو مسلمان او قومی او ژبني متعصب سره اسلام په صریح توگه تضاد کې دي. 

و ما علینا الا البلاغ المبین

د. ص. سعیدي 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸ 

۱۰/۱۱/۲۰۱۷