آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

په افغانستان کښی دغربی سهامی شرکت لوبه

دبشر دپیدایښت څخه بیا تر اوسنی (۲۱) قرن پوری باید بشر ودی نقطی ته په ډیر دقت سره متوجه سی او د تاریخ تیر سوی انسانی نا ورین ته په پام لرنه چی په مختلیفو تاریخی مرحلو کښی او د مختلیفو امپراطوریو د لوټما ریو او چپاول په نتیجه کښی وبشر ته ورسیدی . دهمدغو استعمار ګرو دظلم او جبر او سیاسی پریکړو لکبله بشر ورسره مخامخ سوه چی ددی نوموړی جهان او ددی خاکی د مځکی د کروی انسانی ژوند ورځ تر بلی مخ پر ورانیدو دی آیا ددی جهان دبشر دحقوقو او انسانی کرامت او دیموکراسی تر عنوان لاندی داسی غیری انسانی او غیری بشری عمل چی دوی یی په دی پرمختللی بشری ژوند کښی دانسانانو په مقابل کښی تر سره کوی کوم منطق به دا قبول کړی چی اوسنی جهانی بشری ناورین وداسی لوری ته مخ په وړاندی روان دی چی په هغه کښی انسانان ورځ تر بلی خپل زوال پکښی وینی چی مثالونه یی دمنځنی ختیځ څخه نیولی بیا تر آسیا او اروپا او افریقا تر قاری پوری رارسیدلی دی چی دا لړی دهغه تیرسوی پخوانی کشمشونو او امپراطوریو ادامه ورته ویلای سوه.
تر کومه ځایه چی زموږ اولس ددی تیرو۱۲ کالورا پدی خوا دټولو ناخوالو لیدونکی وه. د بون داولنی غونډی دتاسیس د شروع څخه بیا تر اوسه پوری ددی سهامی امریکا یی شرکت جوړښت اوددی غیری متجانس عناصرو واک ته رسول او پردولتی واک باندی حاکمان کول.او همدا ډول ددی تیرو دولسو کلونو سیاستونه او ناخوالی چی په ملی او منطقوی سطحه او خصوصا دملی مطبوعاتو له لاری تر سخت انتقادونو او فشار لاندی وه خو ددی امریکایی سهامی شرکت هغه عناصر چی په دی تیرو دولسو کلنو کښی یی پر دولتی واک تکیه کړی ده او اوس هم چی دحامد کرزی دوره پای ته رسیږی خو بیا هم دحامد کرزی ددولت یو تعداد لوړ رتبه ما مورین د ډاکتر عبد الله عبد الله په نوی آینده کابینه کښی پر دولتی پوستونو مقرر کړل سوی دی؛ چی هغه د ډاکتر سپنتا زلمی رسول ګل آغا شیرزی او داسی نورو کا ند یدانویادونه ده چی نوموړی چهری اولس ښه پیژنی دلته سوال دیوه او یا څو اشخاصو مترحه نه دی د لته سوال دیوه نوی نظام او یوی نوی کابینی او د یوی نوی پالیسی مترحه ده ، نو ودی سوال ته داسی جواب موندل کیږی چی هغه سرمایه ګذاری چی غربیا نو دهمدی عناصرو په وجود کښی د۲۰۰۱ کال را په دی خوا کړی وه هغوی بیا هم دامریکایا نو له لوری تقویه کیږی او غربیان نه غواړی چی دا عنا صر دسیاسی سهنی څخه ووزی. داچی ددی ټول بدبختیو او ناخوالو قربانی هم دا غریب او بی وسه او ناتوان اولس ورکوی. ده ۲۰۰۱ کال را په دی خوا کوم چی په افغانستان دامریکایانو اود دوی د متحد ینو ینو یوه غټه نظامی قوه په افغانستان کښی موجوده ده خو بیا هم دامریکا یانو خاریجی پالیسی دپاکستان په مقابل کښی تغیر ونکړی برعکس ددی تیرو دولوسو کلونو په جریان کښی پاکستا نی استخباراتی کړیواوهم ایرانی استخباراتی عناصرو په ډ یر پراخ لاس لاسوهنه او په افغانستان کښی یی پر افغانی نظامی قواو او هم داډول دناټو پر نظامی بارکونو او دهغوی په وژنه او سبو تاژ کښی یی مستقیمه برخه درلودل چی هم امریکایان او هم اروپایی ټولنه چپه خوله ناست دی. او دا سهامی شرکت دامریکا یانو او ارپایانو ودی دومخی سیاست ته هم چپه خوله ناست دی داځکه چی ددوی چور او چپاول بیا په خطر کښی لویږی او ستراتیژی خو په حقیقت کښی دوی له همدی استعمارګرو څخه ترلاسه کوی ، ددوی مثال هم دیهودو دی چی امریکایانو په ۱۹۴۸ کال کښی یی وه یهودو ته یو نوی دولت جوړ کړی هغه په غرض ددی سیاسی پالیسی پر اساس جوړ سوه چی عربی نړی ترخپلو شعاوه لاندی راولی او هم دا ډول یی په منځنی ختیځ کښی داسی دیوه ښکاری سپی په ډول یی تربیه کړی چی دامریکا سترا تیژیکی ګټی خوندی کړاسی . 
وماته یوسوال همیشه په ذهن کښی راګرځی چی دا زموږ دټولنی یوتعداد دقلم خاوندان ددی حالت اوددی نظام څخه همیشه پخپلو قلمی نویشتو کښی پر اوسنی نظام باندی انتقادونه کوی چی په بنیادی شکل خو دا نظام هم دهمدی استعمارګرو دسیاستو زیږنده ده نو په حقیقت کښی باید ددی نظام او یا د راتلونکی نظام څخه زیاته توقع ونلرو ځکه چی غربی استعمارګرو دهمدی عناصرو په وجود کښی لا له پخوا سرمایه ګذاری کړی ده.
چی دهغوی ګټی وساتی دلته یا هلته د خلګو پرژبو باندی دانتخاباتی مبارزی دکمپاینونو په دوران کښی یو تعداد خلګو حتا دروشنفکرانو په شمول دډاکتر عبدالله او یا هم د ډاکتر اشرف غنی په طرف داری حلی ځلی کولی چی دا هم په حقیقت کښی دهمدی سهامی شرکت ټیټ رتبه مامورین اوغړی وه چی دهغوی په انتیخاباتی کمپاینونو کښی یی ونډه درلودل .
آیا سوال به پیداسی چی ددی دواړو کا ند یدانو تاریخچه به ډیره مهمه وی چی داولس تر غوږنو پوری ور ورسیږی . آیا ډاکتر عبدالله او ډاکتر اشرف غنی ددی تیرو (۱۲) کالو په دوران کښی دحا مد کرزی په نظام کښی بر حاله او پر غټو دولتی چوکیو کار ندی کړی ؟ او یا هم دوی خپله ددی نظام دپالسی څخه خبر نه وه بلکی بر عکس چی خبر وه او هم دوی وه چی یو ځای یی په ګډه ددی خروجین دچپاول خوله ورسره نیولی وه .
نود تاریخ نفرین به همیشه وی پر دغو خاینو عناصرو باندی دا ځکه چی همدغه دجمهوری ریاست کا ندیدان چی داینده دولتی نظام د مسوولیت چاری پر غاړه اخلی هم دوی خپله هم دهمدی امریکایی سهامی شرکت وفا داره غړی دی او هم دوی ددی نظام ګټي او هم دامریکا یانو داستعمارګرو ګټی ددی تیرو دیرلوسو کالو په موده کښی ور وه ساتلی او دخپل سیا سی ژوند دبقا په خاطر یی دهیڅ نوعه جنایت څخه مخ وانه ړول او ددی ټولنی داولس و معنوی ژوند ته یی داسی یوه خاینانه ضربه ورکړل چی اصلاح ته یی قرنونه ضرورت سته چی جوړ سی د۲۰۰۱ کال را په دی خوا زوموږ په ټولنه کښی هرڅه تجارتی شکل غوره کړی او د انسانیت میعیار په پیسو تعین سوه اود اسلام او جهاد ترنومونو لاندی یی اولس او ټولنه دنا بودی خواته سوق کړل چی دا پخپل ذات کښی داسلامی مقدصا تو خلاف عمل ګڼل کیږی . خو دی نامتلوبو او خاینو عناصرو زموږ پر بیچاره اولس بیا هم خپل سیاسی تجارت ته لادوام ورکوی. نو په نهایی نتیجه کښی باید ذکر سی چی ددی سهامی امریکایی شرکت اوږد مهاله سترا تیژی ډیره خاینانه او دوینو بوی تری پورته کیږی ، په داسی یوه عقب ما نده ټولنه کښی لکه افغانستان چی نه امنیتی وضعه سالمه ده او نه هم عمومی اګاهی وجود لری نو هلته انتخابات څه مفهوم لری داټوله یو ساختګی پروژه ده چی مخته وړل کیږی ددولوسو کالو په جریان کښی هغه زړی چهری او عناصر پر دولتی چارو واکمن دی دا ځکه چی همدا عناصر دهمدی سهامی شرکت وفادره او دغربی نړی لپاره مطمین غړی بلل کیږی .
په درناوی
۰۸/۰۵/۲۰۱۴
لندن