آرشیف

2018-11-24

په افغانستان کې د یوه توانمند ملې حزب د جوړښت په اړه زمونږ وړاندیز او د جوړولو طریقه یی:

بسم الله الرحمن الرحیم
 
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملې مرکز
د یوه سالم ملې سیاسې تشکل د جوړښت وړاندیز
 
نوټ:  مونږ چې دلته د(ملې) اصطلاح استعمالوو، هغه دقیقآ اسلام دربرکې نیسې، ځکه په افغانستان کې هیڅ شی تر هغو ملې کیدای نشې چې د اسلامې اصولو سره برابر نه وی.نو زمونږ د (ملې) اصطلاح د( ملې اسلامې) اصطلاح یو لنډیز دی.
 
 الف – پیژندنه:
موږ یو شمیر فعال،افغانسیاسي مبارزېن او منورینیو چې دهیوادپه خپلواکۍ باورلرو، او د هیواد په تیر پنځوس کلن سیاسې بهیر کی په کوم جرم، جنایت او ملې خیانت  متهم نه یو، بلکه مونږ هر یو د خپل وس په اندازه د خپل هیواد او خلکو د سوکالې او پرمختګ لپاره لازم خدمتونه کړی او کوو ییمونږ پدی باور لرو چې زمونږ زیات افغانان وطن دوست او د زړه نه  په افغانستان کی سوله، امن، ازادی، خپلواکې او پرمختګ غواړي، او پدی لاره کی ډیرو خلکو رنګارنګ هلې ځلې کړی او کوی یی.  خو په خواشینې سره د ستونزی د ژوروالې او د حالاتو د مغلقیت له وجهې مونږ لا تر اوسه د خدمت کولو شریکه ژبه او لاره نده پیداکړی.  زمونږ ځوان نسل نور د زړو سیاسی لوبو نه ستړي دي، او غواړي چې د نوو سیاسې فارمولونو او د یوې نوښتګری برنامې لاندی په مؤثره توګه ونډه واخلې.  مونږ د افغانستان د خلکو په خوښه د یوه غښتلي مرکزې دولت او د قانون په سیوري کي د یوه ابرومند او توانمند افغانستان د جوړونې په تکل سره یو ځای شوی یو، او د دی کار لپاره مو د تیرو پنځوس کلنو ناکامو سیاسې تجربو نه په زده کړو، د ډیرو مثبتو نوښتونو سره ټینګ عزم او اراده کړی ده.  نو دا دی خپل دغه وړاندیز د افغانانو د پراخې ونډی اخستلو لپاره له تاسو سره شریکوو.
 
ب –  مونږ څه غواړو؟
مونږ په افغانستان کې د ټولو افغانانو ترمنځ د یوه سالم ملې سیاسې وحدت له لاری په هیواد او سیمه کې د تلپاتې سولۍ او ولسواکۍ د تآمین لپاره ګډی هلي ځلي کوو. زمونږ ستر هدف دا دی چې په ګډه افغانستان د سویس د هیواد په څیر یو ځل ولې د ابد لپآره د نړیوالو زبرځواکونو او د منطقې هیوادونو د نا سالمو رقابتونو او یرغلونو څخه خلاص او خپل هیواد د دغو نا سالمو رقابتونو تر منځ په یوه بی طرفه، توانمند او با ثباته هیواد او د امن په بی پری یوه سیمه بدل کړو.
مونږ په ګډه د افغانستان د دایمې ژغورنې لپآره په داسی یو مکانیزم او د اسی یو ملې سیاسې ساختار په را منځ ته کولو کار کوو چې هغه باید دا لاندی ځانګړني ولري:
۱ –  د افغانانو تر منځ د یوه اګاهانه او شعوری ملې سیاسې یوالې وسیله شې.
۲ –  دا سیاسې یوالې زمونږ په هیواد کې د سولۍ، امن، استقلال، خپلواکۍ، سالم ملې مرکزې نظام، پرمخ تګ او د یوه توانمند هیواد       د جوړیدو وسیله شی.
دا ملې سیاسې ساختار باید لاندی خصوصیات ولري:
      الف: یوه داسی پراخه سیاسې برنامه ولري چې هغه د ملت له خوا جوړه او منل شوی وی.
      ب: د دی برنامې د تطبیق لپاره یوه مشترکه انتخابې جمعې رهبری ولری. 
      ت: دا ساختار باید داسی یو منضبط تشکل ولری چې په هیواد کې د ښکیلو ټولو شبکو د لاس وهنو تشخیص، مخنیوي او د له            منځه وړلو توان ولری. 
     ټ: دا ساختار باید په هیواد کې ولسواکې، اجتماعې عدالت، د قانون حاکمیت، سیاسې پلورالیزم او د هیواد متوازن پرمختګ ته             ژمن وي. 
      ث: د افغانستان لپاره داسی یوه منطقوي پالیسې را منځ ته کړي چې د هیواد د ستراتژیک مؤقیعیت او په دی اړه د منطقې او               نړیوالو د سیاسې او نظامې رقابتونو نه په سالمه ګټه، افغانستان د یوه توانمند بی طرف هیواد او د امن د یوې سیمې په توګه           (لکه سویس)  د ټولو په کټه په یوه هیواد بدل کړی.
  
زمونږ له نظره یو هیواد ته هلته ابرومند ویلې شو چې په هغه کی ( د یوه اګاهانه ملې یوالې په چوکاټ کې سوله، امن، ازادی، خپلواکې، ولسواکې، د قانون حاکمیت، عدالت، په ځان بسیا اقتصاد؛ انسانې، ملې او عقیدوي مثبت ارزښتونو ته درناوی) تامین او هغه هیواد د سیمې سره سیال او د نړی سره په سالمه توګه پیوند وی.  په خواشينې سره چې مونږ اوس تقریبآ دا یو هم نه لرو، ولې د دی لاس ته راوړل ضرورت او زمونږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی.  
خپله مقدمه د دی ځایه شروع کوو چې افغانستان اوس په رنګارنګ ډولونو د ډیرو هیوادونو له خوا اشغال دی. په یوه اشغال شوې هیواد کې ملې مبارزه نسبت فکری مبارزی ته اولیت پیدا کوي.  نو اوس دا زمونږ د ټولو افغانانو مشترکه دنده ده چې د اشغالګرو نه د هیواد د خلاصون په خاطر باید اول په یوه ملې سنګرکی سره متحد شو، تر څو خپل هیواد د ټولو اشغالګرو نه ازاد کړو.  بیا به په ازاد هیواد کی به مونږ هر یو د نظریاتې مبارزی محیط او ازادی ولرو.  نو اوس د ملې مبارزی انسجام او رهبری د ملې سیاسې قوتونو اساسې دنده ده.  نو د همدغه اسالت په بنیاد ، مونږ د هیواد د یوه با مشولیته سیاسې ډلګې په توګه چې په خپل هیواد کی د یوې خورا روښانه او سپیڅلې ملې مترقې مبارزي مخکښان یو دا خپل فرض بولو چې د داسی یو پراخه او سرتاسرې ملې سیاسې وحدت لپاره خپل وظایف په دقیقه توګه درک او تر سره کړو. نو دا دی د همدی اسالت په اساس مونږ د هیواد ، سیمې او نړۍ د دقیقې ارزونې نه پس دی نتیجې ته رسیدلې یو چې د افغانستان د سیاسې حل یواځنې لار په یوه  داسې پراخه منضبط سیاسې تشکیل کی د افغانانو راټولول چې هغه په هیواد کې د رنګارنګ استخباراتې کړیو په وړاندی مقاومت وکړای شی، د وخت یو اساسې ضرورت دی.  
زمونږ له نطره، په افغانستان کی د پریمانه ډلو، شوراګانو او حزبونو(!) سره سره، د یوه توانمند ملې مرکزیت (!) نشتوالې د هیواد د موجوده ټولو غمیزو اساس تشکیلوی.  نو د داسی یوه توانمند ملې مرکزیت جوړول د افغانانو اولین او جدی ضرورت دی. دا نوعه تشکل یواځی د یوه قوی ملې حزب په جوړیدو کې ممکن دی او بس. نو مونږ د داسی یوه توانمند افغان شموله ملې، مترقې سیاسې حزب د جوړښت تکل کړی دی.  مونږ د دغه توانمند ملې حزب په جوړښت کې د هیواد د ټولو ملې مترقي اشخاصو او ډلو فعاله او لارښوده ونډه ډیره مؤثره بولو، او غواړو چې پدی کار کی سره په ګډه پرمخ ولاړ شو. نو پدی برخه کې د هیواد ټولو ملې مترقې شخصیتونو او تشکیلاتو ته بلنه ورکوو چې زمونږ سره پدغه ملې او اساسې مبارزه کی فعاله او ټاکونکې ونډه واخلې. نو د دی لپاره چې دا کار په سمه او دقیقه توګه تر سره شی، زمونږ په پلانونو او کړنلارو کی ډیر نوښتونه شته چي یو څو یی دلته بیانوو.
۱- زمونږ له نطره د ملې یوالې ښه لاره دا ده چې مونږ له اوله خلک د اهدافو په ټاکلو او تصمیم نیولو کی را شریک کړو.  نو په همدی وجه مونږ اوس کومه فیصله شوی مرامنامه نه لرو، او غواړو چې هغه د یو شمیر توانا او واقعآ ولس نماینده خلکو په ګډون جوړه کړو، د دی پروسی تفصیل وروسته لوستلای شئ.
۲- اوس په افغانستان کی د لښکر مشکل نه بلکه د یوې سالمې اوباوروړ مشرتابې نه موجودیت اساسې ستونزه ده.  مونږ د نورو ډلو برخلاف، د یوی وړي سالمې او افغان شموله هستې نه دا کار شروع کوو، او په ګډه او مشورو هغه تدریجآ پراخ او پر مخ وړو.
۳- مونږ د افغانستان خلک د فرد محوری نه برنامه محوری ته رابلو او د یوې سالمې او ټولو ته د منلو وړ برمنامې د جوړولو لپاره پوخ، اصولې او د خلکو د پراخه ونډی اخستلو او نظر ورکولو په اساس کار کوو. (تفصیل یی وروسته ولولئ.)
۴- زمونږ دا کار په هر اړخیزه توګه(قومې، ژبنې، مذهبې، جنسیتې او قشری لحاظه)  افغانستان شموله وی.  مونږ به د دی کار لپآره د هیواد په داخل او خارج کی منظم مرکزونه را منځ ته کوو، تر څو د زیاتو افغانانو هر اړخیزه پراخه توانمنديو نه برخمن او هغوي پدغه کار کی په درسته او مؤثره توګه راشریک، منظم او منسجم کړو.  اما د دی کار اصلی مرکزیت به د هیواد په داخل کی وی.
۵- مونږ دا کار په ډیره دقیقه توګه مسلکې پر مخ وړل غواړو.  د مسلکې والی لپاره لاندی ټکي په نظر کی دي: 
    الف:  مونږ د نورو موجوده ملې ډلو د یو ځای کولو لپاره دا لار غوره ګڼو چې اول د دي احزابو مرامنامې او اهداف راټول،                         تحلیل او د خپلې ټولنې او اوسنې نړۍ د شرایطو سره برابر هغه سره یو ځای کړو، تر څو یی غړو ته د رایوځای کیدو زمینه او جرآت پیدا شی. 
ب:  د دی کار ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د فکری پوښوالې لپاره مونږ د هیواد د نامتو، پاکو، او مخلصو سیاسی کدرونو په راټولو کار کوو.  
ت:  د دی کار د تخنیکې کارونو لپاره د یو شمیر فنې خلکو استخدامول او هغوی ته لازم وسایل او شرایط برابرول.  
ث:  د دی کار لپاره یوه پراخه سالمه افغان بنیاده مالې زیرمه ایجادول.    
۶ –  د دی کار د مطمُن او خوندی پرمختګ او ثبات لپاره د یوه جدی د سپلین ایجادول او په کار اچول.
۷ –  انتخابي مشرتابه، ډله ایزه مشورتي پریکړئ، شفافیتاو فردې داوطلبانه مسؤلیتد ګډ کارد اساسې اصل په توګه منل اوعملې
      کول
ت –  زمونږ لنډ مهاله تګلاره:
زموږ دغه اوسنې تګلاره(دغه طرحه)وړاندینیزه بڼه لرې ټولې لیکنې، اهداف او ټاکني مو لنډ مهاله دي.  مونږ باید اوس په هغو ټکو سره راټول شو، چې زمونږ د ټولو بی اختلافه مشترک او مهم اهداف دي.  دا چې اوس موږ یو پراخه انتخابي خوځښت نه یو، نو پدې وخت کيد ځنو غټواو مهمو موضوعاتو په اړه  فیصلئ کول نه مونږ خپل صلاحیت ګڼو او نه یی د وطن په ګټه ارزو.  نو هغه کارونه باید داسی یو مناسب وخت ته پریږدو چې د یوی با صلاحیته او افغانستان شموله هستې تر لارښونو لاندی تر سره شي. سره لدی چې د دی خوځښت مرامنامه، اساسنامه او تشکیلات به وروسته په ګډه جوړو، خو د دی لپاره چې نوو رابلونکو دوستانو ته مو یو څه روښانتیا ورکړی وي، دا خوځښت باید د لانی اساسی اهدافو په چوکاټ کی منځ ته راشې. 
ټ – د خوځښت اساسې کرښي:
لاندی ټکی به زمونږ د مبارزیعمده اهداف او زمونږ د راتلونکې ملې خوځښت بنیادې کرښي وي: 
۱-  د عدالت په اساس په افغانستان کي د میشته قومونو، ډلو او اقشارو ترمنځ  سالم او اګاهانه ملې سیاسې یووالۍ
۲-  د جګړی ختم، او په افغانستان کي د یوې عملې او تلپاته سولې، امناو ټولنیز ثباتراوستل، ټینګښت او ساتنه 
۳-  د افغانستانازادې او خپلواکي ته دنړئ او منطقې دسیاسی،مالئ اولښکری واقیعیتونو د دقیقېارزونی په رڼاکیکار کول
۴-  انتخابي مشرتابه، ډله ایزه مشورتي پریکړئ او فردې مسؤلیت به زمونږ د ګډ کاراصول وي
۵-  ددی ملي خوځښتپه ټولو اړخونوکی د جدی نظم او سیاسی د سپلین موجودیت او مؤثرتطبیق
۶-  د مبارزی په شروع او اوږدو کی دافغانې سالمې ولسواکې د اصل نه په پیروی، د یوه ازاد، انتخابی اود خلکو د خوښي
     مرکزینظام منځ ته راوړلاود هغې نه ملاتړاوتداوم
۷-  دا جوړښت به د فرد محورېپر ځای برنامهمحوره او رهبری یی د فرد په ځای به جمعې وی.  اهداف به یی پراخه اود داسې 
     نوښتونو لرونکی وي، چې په هیواد کی د یوه مؤثر اوږد مهال سیاسی همغږئ د تامین لپاره په خپل ځان د هیواد د ټولوپرګنو        استازئ راټول، او پدی طریقه د پراخه ملت باور او پلوې تر لاسه کړای شئ.
۸-  زمونږ د سیاسې کارونو ټوليمالی سرچینيبه د غړو د حق الشمول، حق العضویت، اعانو او یو شمیر نورو سالمو ملې او          نړیوالو همکاریو څخه تر لاسه کیږی. پدی اړه زمونږ فوق العاده نوښت لاندی په تفصیل سره ولولې. 
۹-  شفافه او منظمه حساب ورکونه، صداقت، وفاداری، د کارمسلکېتوب او د صلاحیتونو سالم ویشد اصولو نه تل پیروي کول
نو په وطن کی د موجوده هراړخیزو غمیزو په نظر کی نیولو سره، د دی کار لپاره د یوی توانمندی سالمی علمي او با شخصیته افغانستان شموله مرکزی هستې جوړول اولین او تر ټولو مهم کار دی. دا هسته به بیا په ګډو مشورو سره د خوځښت د جوړولو او پاللو چاري په تفاهم او مسلکې ډول پرمخ بیایی.
د ټولني هراړخیزه ژوره ارزونه، ټوکلي اهداف، د مبارزې لپاره د یوېعلمي اوعملي تګلارې لیکنه، تشکیلات، تعینات، د مشرتابی ټاکنه او د غړیتوب اصول او مقررات به بیا وروسته په یوه مناسب وخت کي د پرګنو د پراخي ونډي او د هغوی د  انتخاب  سره سم په لاندی څو پړاونو کی تر سره کوؤ.  
 
ث – د یوه توانمند ملې خوځښت د جوړولو څلور پړاونه:
اول پړاو- د خوځښت د مبتکری مؤقتې هستې فعالول:
د دی پړاو اساسې موخه دا ده چې د دغه خوځښت لپاره یوه مؤقته مبتکره هسته پیدا او په اړیکو کی راولې، او د د ی کار لپاره په کابل کې یو ټاکلې مرکز تثبیت او فعال کړی.
ټاکلي وخت:  په دوه میاشتو کې دننه
د ابتدایی مرکزې هستې د غړو شمیر: ۲۵ تنه            د غونډی موده  ۳ ورځې  د غوندی ځای:  هوتل- کابل کی
کاری خای:  غټه برخه به یی په کابل کی او یو شمیر غړي یی ممکن په ولایاتو او بهرنې هیوادونو کی تثبیت او د میډیا نه په ګټه اخستنه سره ګډ کارونه تر سره کړی. 
د مبتکرې هستې دندي:
۱ – د تشکیلاتې کارونو د نظم او چټکتیا لپاره په کابل کې د یوه ابتدایی مرکزیت پرانستل او د یوه مؤقت تشکل جوړول
۲ – د خوځښت بنسټ ایښودونکې هستې لپاره د مناسبوشخصتونو پیژندنه، را بلل او ګډ کار ته متشکل کول
۳ – د خوځښت د مرامنامې، اساسنامې او تشکیلاتو لپاره د یوی توانمندې مسلکې کمیټې ګمارنه چې باید په یوه میاشت کې                   د یو شمیر مهمو ملې، منطقوي او نړیوالو ډلو د مرامنامو نه په استفاده، د یوه ملې ساختار جامع مرامنامه ترتیب او د دغه ۲۵ کسیزه مؤقتې کمیټی ته وړاندی کړی.
۴ – د همدغې لنډ مهالې تګلاری او پلان اصلاح او تکمیلونه
۵ – د خوځښت د راتلونکو پړاونو لپاره د یوې با اعتماده مالې کمیټې جوړښت او د اړونده مالی امکاناتو پیداکول
۶ – د افغانستان شموله بنیاد ایښودونکې هستې د دری ورځنې غونډی برابرول، رابلل او تنظیمول
 
دویم پړاو:  د خوځښت بنسټ ایښودل:
ټاکلې وخت: په دوو نورو راتلونکو  میاشتو کې دننه     د بنسټ ایښودونکې هستې د غړو شمیر: ۱۵۰ تنه
د غونډی ځای: کابل                                          د غونډی موده  ۳  ورځې  د غوندی موقیعیت:  پ کابل کی یو هوتل
د بنسټ ایښودونکې هستې دندي:
۱ – تر تشکیلاتې کانګرې پوری د دی بنسټ ایښودونکې هستې د کارونو د نظم لپاره مؤقت ابتدایی تشکیلات جوړول
۲ – د خوځښت د مرامنامې، اساسنامې، او تشکیلاتو منځ مهال متن برابرول، تنظیمول او د راتلونکې مرحلې اړوند اشخاصو ته د هغې رسول او توضیح کول
۳ – د یوه عادلانه او متوازن ملې ګډون په اساس د خوځښت د مؤسسې کنګری د ګډونوالو د ترکیب تثبیتول او د هغې لپاره د مناسبو شخصیتونو پیژندنه، هغوي سره اړیکې تآمینول، او طرحه شریکول او د مؤافقې په صورت کی یی مجلس ته رابلل.  دغه طرحه به په ټولو زونونو کی د مؤسې کانګری اشخاصو سره په یو یو ورځنې کانفرانس کی شریکه کیږی، او هغوي ته به لازم تشریحات ورکول کیږي، تر ح، هغوي په مؤفقه توګه دا طرحه په خپلو سیمو کی یی د خلکو د پراخه نظر ورکوونې لپاره په جوماتونو، حجرو او پوهنتونو کی د تحلیل او تکمیل په غرض شریکه کړی، او د خلکو نظریات پری راټول او راتلونکې مجلس ته  له ځان سره راوړی. 
۴ – د عدلې په وزارت کی د ځوځښت د راجسترولو د پروسی شروع کول
۵- د خوځښت د کانګري نیټه، ځای (کابل) او د پروګرام تنظیمول او د کانګری دایرول
۶ – د دی کنګری لپاره د مالی امکاناتو او امنیتې تدابیرو برابرول
۷- د خوځښت د کارونو د پرمخ وړلو لپاره اړونده شورا ګانې او اجرايه هیت ټاکنه
۸- په مرکز، ولایتونو، ولسوالیو او خارجې هیوادونو کی د خوځښت مرکزونه فعالول
 
دریم پړاو:  د ملې سیاسې تشکل د مؤسسې کنګرې دایرول:
ټاکلې وخت: په دری نورو راتلونکو میاشتو کې دننه    د رابلونکو غړو شمیر: ۵۰۰ تنه
د غونډی ځای: کابل                                          د غوندی مؤقیعیت:                     د لوی جرګې تالار                                           د غونډی موده  ۳   ورځې  
د مؤسسی کانګري دندي:
۱ – د ملې سیاسې تشکیل د مرامنامې ، اساسنامې، او تشکیلاتو نهایی کول 
۲ – د تشکیل لپاره د راتلونکې دوری لارښوده او کاری کمیټو ته د اشخاصو انتخابول
۳- د تشکیل تشکیلاتو ته په داخل او خارج کی د تعیناتو منظورول
۴- د تشکیل د راجسترولو د قانونې پروسی لپاره د یوې کمیټې توظیفول
۵- د تشکیل د مشرتابې نه د تعهد اخستولو د مراسمو تنظیمول او مسؤلو اشخاصو ته د اړونده دندو او د خوځښت ټول جمعه شوو اسنادو ورسپارل
۶ – د تشکیل څانګې د هیواد په ټولو اداری یونټونو او خارجې هیوادونو کی پرانستل او تنظیمول
 
څلورم پړاو:  د یوه ملې سرتاسری سیاسې تشکل اعلانول
ټاکلې وخت: په یوه بله میاشت کې    د رابلونکو غړو شمیر: ۲۰۰۰ تنه
د غونډی ځای: کابل                    د غونډی موده  ۱  ورځ              د غوندی مؤقیعیت:  د لوی جرګې تالار
د مؤسسی کانګري دندي:
۱ – د ملې سیاسې تشکیل د مرامنامې منل او رسمآ قبلول
۲ – د تشکیل نه هر اړخیزه ولسی ملاتړ اعلانول 
۳ – د تشکیل رسمې اعلانول
د یوه توانمند افغان بنیاده مالې زیرمې جوړول:
علم حکم کوی چې ښه مالې بنیه د ښو کارونو د بریا چانس، او خپل ځانې اقتصاد په کارونو کی خپلواکې تظمینوي.  نو د داسی یوه ابرومند افغانستان جوړونه د افغانانو د رغنده ونډی نه بغیر ممکنه نه ده. د دی لپاره چې مونږ و دغه لوړ هدف ته ورسیږو د یوه توانمند، دوامداره مالې زیرمې منځ ته راوړل یو جدی او اولین ضرورت دی. که غواړو چې یو ابرومند، توانمند او سیال افغانستان ژر را جوړ کړو، د مخلصو او متعهدو افغانانو وڼده لازمې او ضروری ده. 
د یوه توانمند اقتصاد لپاره زمونږ وړاندیز دا دی: هر افغان چې د دنیا په هر مملکت کی اوسیږی، او د یوه ابرومند او غښتلې افغانستان د جوړیدو خوبونه ګوري او دا خوبونه رښتیا کول غواړی نو هغه به د خپل میاشتینې عاید ۵سلنه و دغه هدف ته ورکوی.  زمونږ له نظره دا یو عادلانه، عملې، مؤثر او جدی اقدام دی، چې د یوی خوا زمونږ او ستاسو جدیت او تعهد تثبیتوي، د بلې خوا دا یو و هغه زیات شمیر(۹۸٪) افغانانو ته هم د پراخه ونډی اخستلو زمینه برابروی چې د زړه نه غواړی د افغانستان په مسایلو کی ونډه واخلي ولي د ورځنې مصروفیتونو او یا هم د ځنو نورو محدودیتونو له وجهې اکثره بی برخې پاتي کیږي.  البته دغه مالې ونډه د ګډون شرط نه بلکه په کلکه یی سپارښتنه کوو.  خو که څوک د کوم معقول عذر له مخې دا کار نشی کولای نو اجباری ندی.  د هغو هر اندازه ونډه او هر نوعه ونډه تر دوعاو او اقلآ د تخریب نه کول هم مونږ تقدیروو. 
مونږ پوهیږو چې د داسی یوه قوی وړاندیز سره دا لاندی شرطونه اساسې او لازمی دی:
۱- د دی کار لپاره باید د یوی راجستر شوی خیریه مؤسې په چوکاټ کی د مرستو د راټولو سستم منځ ته راوړل شی، تر څو د سؤ تفاهماتو او راتلونکو قانونې او اعتباری ستونزو مخه ونیول شی.  (دا کار تر سره شوی دی)
۲-  د دی کار لپاره باید یو ځانګړې اکونټ فعال شی، چې په منظمه توګه په هره میاشت کی د ځوځښت ټولو غړو ته او هر کال د مربوطه هیوادونو اړونده ادارو ته په پوره شفافیت ځواب وویلې شی. .  (دا کار تر سره شوی دی)
۳- د دی اکونټ چاری باید داسی تنظیم شی چې هم د سؤ استفادو مخه په کلکه نیول شوی وی، او هم د ټولو ګډونوالو قناعت او باور په منظمه او دوامداره توګه تر لاسه او لا زیات کړای شی. .  (دی کار تر پلان جوړ شوی دی)
مونږ د دی کار لپاره لازم تدابیر نیولې او په ډیر جرآت او اطمینان دا ویلای شو چې مونږ به ډیر ژر نه یوازی دا چې ستاسو دا باور او اطمینان تر لاسه کړو، بلکه دغه له لاسه تللې باور به بیرته راژوندی او لا قوی کړو.  
ټ –  غړیتوب:
دا چې اوس دا تشکیلات لا ندی جوړ شوي، نو زمونږ ټول ملګری د دغه کار لپاغره داوطلبان دی. د تشکیلاتو د جوړیدو نه پس به له سره هر څوک د تشکیل عضویت ته غوښتن لیک ورکوي، چې د ټاکلی پروسی نه پس به منظوریږی. د خوځښتغړیتوب باید د هر چا په پوهیدنه،خوښهاو خپل ځانې فیصله او د غوښتن لیک په ورکولو ولاړ وي. هرافغان چي د عمر ۱۸کاله یی پوره کړي وی، د روانې او فزیکی لحاضه روغ او د خوځښت مرامنامه، اساسنامه، تشکیلات او ټاکل شوي اهدافومني او د دې اهدافو د تحقق لپاره په تشکیلاتې ډولمبارزه کوي، او د غړیتوب د کمیټې له خوا ومنل شی، زموږ غړیتوب ترلاسه کولای شی.  د خوځښت د غړیتوب پروسه د ځانګړی اصولو او مقرراتو له مخې تنظیمیږی.  مالې مرسته په غړیتوب پوری اړه نه لری،  هر څوک چې بیله غړیتوبه بی قیده او شرطه مرسته کوي، مونږ یی تود هرکلې کوو.
معلوماتونه او اړیکۍ: 
که هرهیوادوال د دیلنډ مهالېتګلاری په اړوند وړاندیزونه یانیوکئ لرئ،  هغه دی د خوځښت د سکرتریت سمه آیزو څانګو ته وسپاری، تر څو په راتلونکی ارزونه کی تری کار واخستل شی۰که زموږ د غړیتوب او یا د خوځښت په اړه  لا زیاتو معلوماتو ته ضرورت لرئ، او یا غواړی زمونږ غړیتوب تر لاسه کړئ،زمونږ د سکرتریت د څانګو سره په لاندي پتو اړیکې نیولای شې:
 
افغانستانکی- نوم:
تیلیفون:
ایمیل:                                     
امریکا کی- نوم:    داکتر تاج الدین ملت مل
تیلیفون: (202) 246-1992                                
ایمیل:tmillatmal@gmail.com