آرشیف

2018-8-9

نن د قاهرې په زړه کې تاریخې او نه هیریدونکې شیبي، “د سید جمال الدین افغاني د مجسمې مخکتنه”

نن د اګست میاشتې 6 نیټه ده، چې د شرق نابغه سید جمال الدین افغان د زوکړی 180 کلیزه، د مصر او افغانستان د دوستی تړون 90 کلیزه ده، نن قاهره د داسې تاریخې پیښې شاهده وه، چې د افغانستان د تاریخ ویاړلي شخصیت چې ټوله ختیځه نړۍ پرې ویاړ کوي د "سید جمال الدین افغانيمجسمې د مخکتنې"مراسم د قاهرې په زړه کې د آزادی په پارک کې ترسره شول، د ختځې نړۍ ستر عالم، لوي سیاستوال، مبارز، انقلابی او د عمل خاوند سید جمال الدین افغان په ۱۸۳۸ کال کې د کنړ ولایت په اسد آباد شیرګړ کی زیږیدلی او خپلې لمړنۍ زده کړی یې هم په کنړ کې سرته رسولی. او لوړی زده کړی یی په کابل او د هیواد نه بهر سر ته رسولي. سید جمال الدین افغان په افغانستان کې نړۍ ته سترګې غړولي، خو ټوله نړی یی د لوي فکر او عمل خاوند بولی او په ټوله معنی یی پیېژني.
 د ناخوالو مسافر سید جمال الدین افغان خپل سفر په ۱۸ کلنی کې شروع کړ او د مرګ تر ورزې یې خپل د پوهې، سیاست او انقلابی مفکوره په ټوله ختیځه نړۍ کې په میراث پریښودله. په اوسني وضیعت کی کیدای شی د سید د پوهې میراث په عربی نړۍ کې د ټولو افغانانو لپاره د یو اعتبار په نوم هم یاد کړی شی. سید جمال الدین افغان د عصری اسلام د اصلی بنسټ ایښودونکي په نوم هم یادیږي. هغه مسلمانانو ته د عصری اسلام ورپیژندنه، د مسلمانانو یوالی او د استعمار نه خلاصیدو په لاره کی نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي. د همدې فعالیتونو، د وخت سیاسی او مذهبی مخالفتونو په نتیجه کې د افغانستان، هند، ترکیې، ایران او مصر نه تبعید شوی و، خو سید خپلو عملي کوښښونو ته دوام ورکړ او د وخت تیریدو سره د ده هلې ځلې مثبتې ثابتی شوی. 
سید جمال الدین افغان د ۱۸۹۷ کال د مارچ میاشتې په ۹ نیټه د ستونی د سرطان له عمله د ترکیې په استنبول ښار کی وفات شو او په ۱۹۴۴ کال کې د افغانستان د وخت دولت په غوښتنه د خدای بخښلي تابوت افغانستان ته انتقال شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو. روح یی ښاد، میراث، او ویاړونه یی د تل لپاره رپاند. 
دلته غواړم یادونه وکړم، چې دا مجسمه په قاهره کې د افغانستان سفیر ښاغليفضل الرحمان فاضل په وړاندیز جوړه شوی، چې د 2016 کال د پنجشنبې په ورځ د نومبرمیاشتېپه دریمه نیټه د قاهري واليانجنیر عاطف عبدالحمید سره یې د هغه په دفتر کې ولیدل ترڅو عاطف عبد الحمید ته د والي په توګه د ټاکل کیدو مبارکې ورکړه. په لیدنه کې افغان سفیر ښاغلي فضل الرحمن فاضل واړاندیز وکړ، چې د افغانستان نامتو شخصیت، د شرق نابغه او په 19 پیړۍ کې د عصري اسلام بنسټ ایښودونکی جمال الدین افغاني مجسمه د قاهرې په آزادی پارک (حدیقة الحریة) کې جوړه شي.
د قاهرې والي انجنیر عاطف عبد الحمید د افغان سفیر فضل الرحمن فاضل وړاندیز ته ښه راغلاست وویل او د سید جمال الدین افغاني ستاینه یې وکړه، چې په هغه وخت کې په مصر کې اصلاحی رول لوبولی او مصري ځوانان یې روزلي ول، د قاهري والي په رسمې توګه د سید جمال الدین افغاني مجسمې د آزادی په پارک کې د کینولو امر صادر کړ او د هر راز همکاری کولو ژمنه یې وکړه، چې باید ډېر ژر دا پروژه تر سره شي، په خپل وار سره افغان سفیر فضل الرحمن فاضل د قاهري والي څخه مننه وکړه، چې د ده وړانیز یې ومنلو او د همکاری ژمنه یې وکړه.

ادامه مطلب در اینجا