آرشیف

2015-2-6

گل احمد تیمار

له خطره ډکه لـــوبه

 
 
محترمودوستانواودهیواد وطن پالو روڼ اندو!
لکه ځنگه چه تاسو خبر یاست له یو څه مودي را هسی په افغانستان کی د ټولټاکنو په هکله په مختلفو بڼو لوبی پیل شوی، او دا لوبی دپردیولخوا په کار اچول شويدي، اود افغانانو څخه صرفا" د استعمال د توکو په شان ګټه اخستل کیږي. دا په دی معنی لکه ځنگه چه تا سو ته به هم معلومه وی ښاغلې کرزی صاحب دخپل جمهوری ریاست ددوران په ختمیدوکی دلمړۍ څل لپاره آواز راپورته کړ، چه زمونږ خلک دنړیوالو قواوو لخوا په هوائی بمباردوکی وژل کیږی. د خلکوکورونه تلاشی کیږی اوداسی نور. خو پوښتنه دا دی چه آیا دا ټول اوس پيل شوی اوکه د مؤقتی اداری دجوړیدو را په دی خوا پيل شویوه؟ اودا لړي تر اوسه هم لا روانه ده٠ آیا محترم کرزی صاحب په دی ټوله موده کشی بیده وه اوس را ویښ شو؟ نه په دی ټول پوهیږی چه بیده نه وه  خو دجمهوری ریاست د  ټولټاکنو لپاره وخت را نږدی شو اوغواړی په دی آوازو راپورته کیدو سره خپل ځانته برائت ورکړې اودخلکوپه سترگو کی یوځل بیا خاوری ور واچوی تر څو وکولای شی د جمهوری ریاست مقام بیا هم تر لاسه کړې خونور دخلکوستر گوته دخاورو ور اچولو وخت تیر شوي او دا ځان پالونکې  خلک ئی لا پخوا پیژندلی دی.
دوهمه خبره دادی چی محترم کرزی صاحب د د ټولټاکنو لپاره یوبی طرفه کمیسیون وټاکه تر ځو دغه کمیسیون د راتلونکی ټولټاکنو لپاره پوره چمتوالې ونیسي اوپخپل وخت د ټولټاکنی تر سره شی. خودهیواد د سیاست والو له خوا ددغه کمیسیون د جوړیدو را پدی خوا په نوموړی کمیسیون گوتی نیول پيل شول، اودائی په داگه کړه چی دغه کمیسیون بی طرفه ندی. خو جمهوری ریاست د مقام اودهغی کاریو مشاورینو لخوا د جمعی رسانیو په واسطه هر وخت وئیل کیدل چه دا کمیسیون بی پرې دي اودکمیسیون له خوا هم په ډاگه کیده چه دا کمیسیون بی پرې او د هیڅ چا د شخصی غوښتنی مطابق به عمل ونکړی آن تر دی چی د کمیسیون رئیس دقسم په خوړلو إعلان وکړ چی محترم کرزی د د ټولټاکنو د کمیسیون سره د د ټاکنو د وخت د تعین کیدو په هکله هیځ راز اړیکی نلری.
دوستانو! تا سوتولوته په یاد وی چه دجمعی رسانیو په واسطه دمحترم کرزی لخوا وویل شو چه  د ټولټاکنودوخت د تعین کیدوپه هکله د جهادی مشرانو اود نظر خاوندانو سره خبری روانی دی، په داسی حال کی چه په اساسی قانون کی د جمهوری ریاست ددوری پای ته رسیدو اود راتلونکو د ټولټاکنو لپاره نیټه تثبیت شوی خوکرزی صاحب  د ټولټاکنو دوخت د ټاکلو لپاره په مشوره کولو مصروف وه.
دا مشوري دڅه لپاره؟ آیا د ټولټاکنو له پاره د وخت ټاکل ددوی صلاحیت دی اوکه د اساسی قانون؟ که دوی غواړی ځانته دغه صلاحیت ورکړي نوآیا دا د اساسی قانون تر پخولاندی کول او د اساسی قانون څخه سر غړونه نده ؟ نوکه دولتی لور پوړی کسان اساسی قانون ته احترام ونکړی نوڅوک به دا قانون پلي کوې خو دا روښانه شوه چه ټولی هلی ځلی ئی د اساسی قانون تر پخولاندی کول د جمهوری ریاست ددوری د اوږدیدو په خاطر وه اوبس.
پاتی دی نه وی! چه له یوه خوا د انتخاباتود ټولټاکنو دوخت د ټاکلو لپاره صلاح اومشوری روانی وی خوپه عین وخت کی د ټولټاکنوکمیسیون لپاره نا إعلان شوی فر مان ور کړ شو، تر ځو  د ټولټاکنوکمیسیون نیټه د تعین شوی وخت څخه وځندوی.
د د ټولټاکنوکمیسیون د خپلی بیطرفی په تأکید او د ټولټاکنو د کمیسیون د ر ئیس د قسم خوړلو سره سره د فر مان د تطبیق کیدولپاره غاړه کیښوده او ددی لپاره چه ور کړ شوی فر مان عملی کړې نو په دی بهانی نوئی شروع وکړه چه،
1– دانتخاباتو لپاره امنیت ضروری امر دی نوکله چه امنیت نشته باید انتخابات وخندول شی.
2_ د ټولټاکنو لپاره لوی مالی پانګې ته اړتيا ده او دا مرستی باید د نړیوالی ټولنی لخوا تر سره شی چه متأسفانه تر اوسه مونږ دغه مرسته نده تر لاسه کړې.
3- هوا ډیر سړه ده نوځکه هم خلک نشی کولای په  ټولټاکنو کی گډون وکړې ددغه پور تنیو دلیلو نو په وړاندی کولو سره د ټولټاکنوکمیسیون پریکړه وکړه  چه  ټولټاکنو دی وځنډول شی اونړیوالی ټولني هم ددوی د پریکړی ملاتړ وکړ، ولی لکه ځنگه چه ما وویل محترم کرزی صاحب د خپل جمهوری ریاست. ددوری د اوږدیدو لپاره مشوری پیل کړی وی خوزه فکر کوم چه هغومشورو دده د قدرت د اوږدیدو له پاره گټه ونکړه اوله بلی پلوه محترم کرزی صاحب نوئ سیمئیز انډیوالان پیدا کړی نو ده یوځل بیا ددغو سیمئیزو انډیدوالانو اوداخلی مشورتی کار یو سره خپل مشکل شریک کړل. اومحترم کرزی صاحب ته ددوی لخواه دنده وسپارل شوه تر څو خپل تصمیم ته تغییر ور کړي او دیوه جلا فر مان په صادرولو سره خلکوته وښائی چه زه غواړم په خپل وخت  ټولټاکنو تر سره شی تر څووکولای شی یو ځل بیا ددوی په فکر د خلکو ستر گوته خاوری ور واچاوی خواوس خلک بیدار اوهوښیار شوی دی، خواوس لدی فر مان له مخی معلومیږی چه د ټولټاکنو کمیسیون  څه کوی .استقلالیت ئی ثابت کړی اوکه د قسم خوړلودمخی به د خدا تعالی جزاته ملا وتړی.
خو په هر صورت غواړم محترم کرزی صاحب ته په درناوې سره عرض وکړم چه تا باید دیر پخوا اول په خدا تعالی او دوهم په خلکو تکیه کړې وائی اود خلکونظریو اوغوښتنوته دی په درنه ستر گه کتلی وائیو اود مصلحتی نظام په عوض دی په ولسی نظام تکیه کړی وائی خو داسی ونه شول او س څکه هم باید هر څه ته لاس واچوی. خوزه د ستا د شه راتلونکی په خاطر غواړم یوځل بیا وړاندیز وکړم چه اول په د خداوند ج اوخلکو تکیه وکړه، اساسی قانون ته غاړه کیږده، د خلکونظریو اوغو ښتنوته درناوې وکړه، د تنگ نظرو د مصلحتی نظام په عوض ولسواکی نظام ته مخه کړه، د تنگ نظرو د کړیو څخه ځان را وباسه او د نویو سیمئیزو انډیوالان دقیقه پیژند گلوی وکړه اود ولس اوملی گټوته لومړیتوب ور کړه اوپریږده چه دا مظلوم ولس نور د خپل ځان لپاره خپل دولتی مشر وټاکی او په دی ټاکنو کی ور سره لازمه همکاری وکړه.تر څو خداوند ج اوخلک تاته بښنه وکړې. بیله دی ستا او ستا د انډیوالانو راتلونکی ډیر خراب معلومیږي، اوپه تاریخ کی به دا دوره په ډیرو غټو ټکو په تور لیک ولیکل شی.