آرشیف

2015-2-6

گل احمد تیمار

راخی چه سره یو شـو

 

 گرانودردیدلو اوځوریدلو هيوادوالو، زمونږ د وران وجاړ هيواد روڼ اندو، سیاست پوهانو، علماو روحانيونو، ملی شخصیتونو، کارگرانواوکسب گرو٠ السلام علیکم.

غواړم ستاسو پاملرنه د افغانستان په دی حساسو تاریخی او سر نوشت ټاکونکو شيبو کی یو څولندوټکو ته راوگرڅوم.

هیواد والو! لکه ځنگه چه تا سوته جوته ده مونږ تول یوڅل بیا دجمهوری ریاست د ټولټاکنو ددوهمی دوری په در شل کی یوه اوهم مو دلومړی دوري دجمهوری ریاست دمقام او دهغی د منتخب دولت ددروگونو قواوو دکار محصول ولید خوپوښتنه داده چه.

1– ځومره زمونږ دمظلوم ولس په ژوند کی مثبت بدلون راغلی؟

2– ځومره زمونږ ملی اقتصاد پیاوړی شوی؟آیا حد أقل د ملی إقتصاد دپیاوړی کیدولپاره اساسی بنیادونه ایښودل شوی؟

3– ځومره زمونږ د مختلفوقومونو اوملیتونوتر منځ اړیکی ټنګې شوی،آیا دزړه له کومی د ملی یووالی څرک لیدل کیږی؟

4– آیا ددولتی تولیدی دستگاو د آزاد بازار اقتصاد ته دلاری د پرانستلوپخاطر خرځی شوی او که اقتصادی ما فیاته د خدمت کولوپه خاطر؟

5– آیا موجوده د آزاد بازار اقتصادی سیستم اوموجوده دموکراسی له پردیو هیوادونو کاپی شوی او زمونږ هیواد ته راوړل شوی،او که زمونږد ټولنی دتدریجی ودی محصول دی؟

6– آیا د بین المللی ټولنې د ملیاردو ډالرو مالی  مرستۍ په معقول لارو په کار أچول شوی؟اوکه دسیاسی تاجرو جیبونه ډک شوی اوهم زیاته اندازه ای دهیواد ځخه بهرته په پټو دروازو وتلی؟

محترمودوستانو!دغه پورتنیو اوداسی نوروپوښتنوته هر افغان وگړی ځواب ویلی شی. داڅکه چه هر ځه په دی مظلوم ولس تیر شوی اوتیریږی د لمر په شان هر چاته جوت او ښکاره دی.خوخبره داده چه دا مظلوم ولس یو څل بیا دخپل دولتی مشر تابه يا د خپل راتلوونکې برخليک دټاکلو په در شل کی دی٠ ولسمشری ته دنوم اند کيدو بازار هم ډیر گرم شوی، نو آیا دغه مظلوم ولس ته به ددی موقع په لاس ور کړی شی چه خپل برخليک د ټاکلو لپاره د خپلی خوښی کاندید وټاکی اوکه زور واکانو به بیا هم په دوی خپل حاکمیت په زور تحمیل کړی؟

دهیواد روڼ اندو،ملی شخصیتونو ،علماءو،دگوندونو اواجتماعی سازمانونوغړو! راځی خپل ایمانی ،اسلامی اووطنی مسئولیت ادا کړو ددغه مسئولیت په ادا کولو د خپل مظلوم ولس سره دخپلی خوښی کاندید په ټاکلوکی مرسته وکړو اوپرینږدو چه زور واکان دخپل زور څخه په ګټه اخستو سره یوځل بیا ور باندی خپل حا کمیت ټینگ کړی.داکار هغه وقت کیدای شی چه د هیواد وطنپال روڼ اندي، ملی شخصیتونو، وطنپال روحانیون اوقومی مشران په متحد ډول د وطن اوخلکو د ملی لوړو آرمانونو دسرته رسولو په هکله سره تعهد وکړی.

لومړی زمونږ دخلکوعامه ذهنیتونه دخپل ملی زعامت دټاکلوپه هکله روښانه او ددغه تر ځنگ په ملی کچه سیاسی، اقتصادی اوامنیتی چاروپوه ، ملی یو والی اوښایسته سالاری ته وفادار، داسی يو ملی او وطندوست شخصیت د کاندید په توگه ورته وروپیژنی تر ځو دوی وکولای شی د جمهوری ریاست په راتلونکو ټولټاکنو کی خپل د خوښی کاندید ته رأئی ور کړی چی واقعا"د ولس خادم وي او دا مظلوم ولس نور خپل ځانونه د بی امنیو، بیکاری او وژلو څخه خلاص او د رنگا رنگه ظلمونو، زور ځواکیو او په قومی ژبنی روابطو د ولسونو د ویشلو د خطر مخه ونیول شی.

بله مهمه خبره داده چی زمونږ اوستاسو دتولوگډ مسئولیت دی چه پر نړیواله ټولنه د خپلو موجوده امکاناتو نه په ګټه اخستو فشار راوړل شی تر څو په ټاکنوکی کی د زور واکانو اود قدرت د اوسنيو خاوندانو د زور ځخه د استفاده کولو جدی مخه ونیسی ، اوخلکوته ددی موقع ور کړای شی تر څوخپل د خوښی کاندید ته په آزاد ډول رأئی ورکړی، اوهم باید نړیواله ټولنه دي ټکی ته جدی پاملرنه وکړی چه د ټولټاکنو د کمیسیون استقلالیت او مشروعيت د هر افغان تر پو ښتنی لاندی دی. نوڅکه هم ضرور ده چی نړیواله ټولنه د عادلانه ټولټاکنو دسر ته رسیدوپه خاطر د ټولټاکنو پوری اړوند ټول حاکم نهادونه تر کلکی ځارنې لاندی ونیسی.

تر ځو چی افغانان هم د نورو نړيوالو په ځير خپل برخليک خپله وټاکی او پدغه رڼو ټاکنو کی د نړيولو او افغانانو شريکې ګټې نغښتې دي٠

دټولو هيوادوالود یووالی اوکامیابی په هیله.

گل احمد : تیمار

 هلنډ د 2009 فبرورې 20