آرشیف

2018-9-29

د ولسی جرګې پدی انتخاباتو کې څه کول پکار دی؟

د افغانستان او خاصتآ د ننګرهار شریفو او تعلیم کړو شخصیتونو او محترمو پاکو او د انتخاب وړ کاندید صاحبانو او د افغانستان د نورو ولایاتو افغانانو ته د ټاکنو په اړه یو وړاندیز:

تاسو به خبر یاست چې د هیواد د تیری دوری وکیلانو نه زمونږ دښمنو هیوادونو تر کومه کچه فایده پورته کړای شوه، دوي د هغې نه په زده کړه، دا ځل د شورا پدی انتخاباتو کی دومره سرمایه ګذاری کړی ده چې نه یواځی داچې خپل اجنټانو ته یی په بکسونو ډالری ورکړی چې کامیاب شی، بلکې دوي یو تعداد نور ښه کسانو ته هم په غیر مستقیم ډول د همدغو اجنټانو له له لاری پیسې ورکړي چې ځانونه کاندید کړي ، تر څو د ښو کاندیدانو شمیرزیات، او د ټولو ښو کاندیدانو د کامیابیدو چانس له منځه یوسي. کاشکې زه هلته وم او یا مې د درتګ ستونزه نه لرله نو ما به پدی کار کی ډیری هلې ځلې کړی وایی، خو خدای دی را ته عفوه وکړي.  نو دا دی خپل وړاندیز در استوم.

 

څه کول پکار دی؟

۱ – مونږ ننګرهاریان د نمونې په توګه ( او د هر ولایت خلک ) باید د ښو کاندیدانو شمیره تر اتو کسانو را کمه کړو.

۲- هر هغه کاندید چه ځان ته ښه کاندید وایی باید په دقیقه توګه خپل ګریوان کی سر ښکته کړی چې که د ده نه نور ښه او مستحق اته کاندیدان وی، نو د یوه په ګټه دی په افتخار تیر شی، او هغه کاندید دی بیا ورسره وروسته ځانګړی مرسته وکړی.

۳- د ننګرهار (هر ولایت) یو څو ښه مشران دی د دی کاندیدانو تر منځ د جوړ جاړی له لاری د دوي شمیره تر اتو ( یا پنځو)کسانو را کمه کړی.

۴- ښه کاندیدان باید تعهد وکړی چې د تلویزونې مناظرو له لاری رقابت ته تیار دي. هر هغه کاندید چې دی رقابت ته نه حاظریږی باید د ښو کاندیدانو د لست نه وویستل شی.

۵- ښه کاندیدان دی د یو څو مکررو تلویزونې مناظرو له لاری خلکو ته خپل پخوانې خدمتونه او راتلونکې پلانونه په مشخصه او عملې توګه ووایی، هوایی غونډاری به نه ولې، تر څو خلک سالم او ښه قضاوت وکړی . د مناظرو نه پس دی بیطرفه نظر غوښتنه وشی او دا تعداد دی د لوړو نمرو د ګټلو په اساس په ترتیب په اوله مناظره کی تر ۲۰ کسانو بیا په دوهمه مناظره کی تر ۱۲ کسانو او په دریمه مناظره کی تر ۸ کسانو راکم کړای شی.

۶ – که هر چا دا اصل و نه مانه، هغه دی به مطبوعاتو کی په شدیده توګه رسوا او خلکو ته دی وویل شی چې و دغو اشخاصو ته رایه ور نکړي.

۷- د دی لپاره چي بیا هم زمونږ یو څو تنه ښه کاندیدان ډیری زیاتې رایی او نور بیخې کمې رایی په وړلو ناکام نشی باید مختلفې ولسوالې کی ټول کاندیدان د یوه بل په ګټه تیر شی. مثلآ د ښیوي په ولسوالې کی دی ټول ښه کاندیدان خپلو اړیکو ته ووایی چې خپلې رایی دی خور ارین ته د چپرهار خلک دی استاد سباون ته ، د جلال اباد دوهمه ناحیه دی داکتر صیب یوسفزی ته، د دره نور خلک دی انجینر نورستانې ته رایی ورکړی، همداسی نور.

راځې ځنې ابتکارونه په کار واچو تر څو د دښمنانو توطي شنډی کړو.

۸-  هر ښه کاندید چې پیسی نه لری د هغه سره مالې مرستې وکړئ.

ما همدا اوس د یوه تحقیق په نتیجه کی په ننګرهار کی څو ښه کاندیدان تشخیص کړي، او د دوی سره د هر نوعه مرستو ته کار کوم.  یوه کاندید ته چې تر ټولو غوره ولې تر ټولو غریب دی ما یو شخصی موتر په اختیار کی ورکړی دی چې د ده په خدمت کی وی.  او همدا اوس ور ته په کور کور او هیواد په هیواد کمپاین هم کوم. همدا می له لاسه پوره ده.

که مو دا نظر خوښ وی د خپل ټولو ممکنه لارو( فیس بوک، ایمیل، مجلسونو، مصاحبو، اږ نورو) لارو نه په ګټه اخستنه یی د نورو سره شریک کړئ.

په درنښت
داکتر تاج الدین ملت مل
د میزان ۵، ۱۹۹۷ کال