آرشیف

2018-8-16

د زخمې او شړیدلې افغانستان مقصر څوک او اصلې چاره څه ده!

هیوادوالو، سلامونه! که رښتیا ووایم دومره له تاسو خفه او نا هیلې یم چې زړه مې نه غواړی سلام درکړم، خو سلام یوه اسلامې طریقه او د تفاهم او د ستونزو حل ته لاره پرانیزی، نو ځکه په سلام به شروع وکړم.
دی کی شک نشته چې د افغانستان دولت ډیر ناتوانه او پاشیدلې دی.  او مونږ ټول په داکتر صیب اشرف غنې او دوسری حکومت په قهر او غوصه یو.  خو واقیعیت دا دی چې که افلاطون د زمانې هم راولې د داسی یوه ګدا کړل شوی او وران شوی ملک، د منځ نه وروست دولت، پردیو ته نوکرکړل شوی اردو، پولیس، ملې امنیت او داسی دښمنه سیمه، او داسی نا اهله بی وفا او بی مسؤلیته نړیوالو انډیوالان، او بلاخره د داسی بی مسؤلیته ملت، او له هری خوا د تهدیدونو او ستونزو سره مخ ملک کی به د دی نه زیات څه ونه شی کړای.
د کابل بیشماره او د کندوز مسلسلی پیښي ، د مزار، بدخشان، جوزجان، ننګرهار، پکتیا، هلمند او غزنې پیښي به نه دا چې ختمې نشی بلکې ورځ تر ورځ به لا زیاتې او بلاخره به دا ملت د تجزیی او نابودی خوا ته وړی. په خواشینې سره باید دا و منو چې د افغانستان شاوخوا زیات ګاونډیان او بهرنیان د افغانستان تجزیه او له منځه وړل، خپل په ګټه بولې او داسی ګمان کوي چې دا کار نه دا چې شونې دی بلکې دوي ور ته ډیر نږدی شوی هم دي.  چې دا خبره په خواشینئ سره واقیعیت هم دی. همدا علت دی چې دوي ټولو په ګډه د هری خوا داسی مستقیمې او غیر مستقیمې مانوري (نظامې، سیاسې او تبلیغاتې) په کار اچولی دي چې باید خپل هدف ته ورسیږی.  دا زمونږ د ملت د بقا هغه خطرناکه شیبې دی چې یا به مونږ ټول په ګډه د دغو بی شمیره زمریانو خولي ورڅیری کوو او یا به د هغوې په خیټو کی له منځه ځو. خو د دوي د خولو او خیټو څیرول پداسی بی نظمې نا ممکن کار دی.
د حل لاره څه ده؟
تر هغو چې مونږ افغانان (ض) په (ف) بدل نکړو یعنې د (اعتراض) په ځای (اعتراف) و نه کړو، او د (انتقاد) په ځای (مسولیت)  او د (خبرو) په ځای (عمل) ونه کړو، حالات به ډیر په بیړه تر دی لا هم خراب او ډیر ژر به بیا مونږ ټول د دغه فرصت ارمانونه کوو.
پوښتنه دا ده چې: ملت څه کولای شی، او زه او ته څه کولای شو؟
د افغانستان په قضیه کی ډیر داسی اړخونه او مسایل شامل دي چې هغه غلط، ناقص او خراب دي، خو مونږ او تاسو په هغو هیڅ بر لاسی نه لرو، او په اړه یی زمونږ د کار طریقې هم غلطي وي او دي. نو پدی اړه باید اصلاحات او تغیرات راوړو، خو دا زمونږ اولیت او مؤثر کار ندی.
زمونږ اولیت او مؤثر کار دا دی چې مونږ باید ځنې تراخه واقیعیتونو ومنو، خپلي غلطیاوي اصلاح او خپل فعالیتونه اصولې او انسجامې کړو.  د ۱۳۶۲ کال راهیسی په عمومې توګه او د ۱۳۷۷ کال راهیسی په مشخصه توګه مونږ په هخیوادوالو پسی الالهند ګرځیدو، هیوادوالو باندی مو غږ کاوه چې راځي یو توانمند ملې حزب جوړ کړو تر څو مونږ په رښتینې مانا سره متحد او د دی حالاتو سره د مقابلې جوګه کړی.  خو متا سفانه زمونږ زیات خلک د سیاسی نا پوهې له وجی او زیات سیاستوال مو د اقتدار، پیسو، چوراو چپوال سره د مینې له وجی د دغه اصل نه انکار کاوه، او لا یی هم کوي.
زه د یوه بامسؤلیته متعهد او پاک ملې سیاسی انسان په توګه دا خپل مسؤلیت بولم چې یو ځل بیا په تاسو ټولو غږ وکړم چې د دغه حالت نه د وتلو, یواځنې لار په افغانستان کی د پاکو ملې سیاسیې شخصیتونو تر لارښونې لاندی د یوه واقعأ توانمند ملي (د ترکیب، اهدافو، سرچینو او واک له مخې ملې) توانمند ګوند له لاری ممکن دی او بس. راځې نور ځانونه مه غولوئ، او دا ملت د نابودی کندی ته مه ورغوروځوي.  دا باید در ته روښانه ووایم چې د افغانستان په ننی وژنو کی د دښمنانو سره برابر زه او ته چې با مسؤلیته ونډه نه اخلو یو شان د خدای او ملت په وړاندی مسؤل او ګنهګاران یو.
ښه خبر:
مونږ یو شمیرپاکو، سالمو ملې شخصیتونو د هیواد په داخل او خارج کی فیصله کړی ده چې ډیر ژر به دا ملې حزب جوړوو.  دی کارته جدی هلې ځلي رواني دي.  نو هر څوک چې ځان ته مسلمان، با وجدانه او با مسؤلیته افغان وایی او پدی لاره کی د خبرو او انتقادونو پر ځای عمل او قربانې ته اماده دی له مونږ سره دی اړیکه ونیسی. مونږ په هر هیواد کی خپل ملګري تنظیموو، او د یوه شفاف او حسابي پروګرام له لاری مو و دغه کار ته یو ډیر ښه مالې او سیاسې سستم را منځ ته کړی دی.  په وطن مین او بامسؤلیته افغانان کولای شی له مونږ سره په لاندی ادرسونو اړیکې ونیسي. د بااحساسه او بامسؤلیته افغانانو د ځواب په هیله.  په افغانې مینه
داکتر تاج تالدین ملت مل 202-246-1992   tmillatmal@gmail.com