آرشیف

2018-10-20

!د افغانانو دوه نا پیژندل شوي خطرناک دښمنان وپژنئ!

د افغانستان د جنګونو د شروع او ادامې ستر عاملین څلور دي.  چې پدی کی دوه یی په ارادی توګه او د خپلو ګټو لپاره د جنګ د پیلامې، عاملین او دوه نور یی بیا په غیر ارادی توګه د جنګ د د ادامې عاملین یا د جنګ په وړاندی د مقابلې ماتونکې عاملین دي. تر اوسه  افغانان یواځی هغه اول دوه ډلې پیژني، لاکن د دی دوو نورو خطرناکو ډلو په اړه یا بی خبره دي، او یا هم د دوي په منفې رول اصلآ فکر نه شی کولاي.  د دی مقالې عمده هدف دا دی چې دغه وروستې دوه ډلې افغانانو ته په دقیقه توګه ور وپیژنې، تر څو تر دی زیات د دوي د خطرناکو خبرو او کړو د توطو ښکار پاته نشی.

د جنګونو د بریاو د رازونو په اړه یو چنایی ډیر توانمند او بریالې جنرال (    ) چې د میلاد نه څو زره کاله دمخه یی ډیر فتوحات کړی وه، وایی:  په جنګونو کی یو تر ټولو مهم اصل د ځان او دښمن پیژندنه ده.  (که تاسو هم ځان پیژنئ او هم دښمن، نو د جنګ په ټولو دګرونو کئ به کامیاب اوسئ.  که ځان پیژنئ او دوښمن نه پیژنئ، او یا دښمن پیژنئ اما ځان نه پیژنې نو د هری کامیابې سره به یوه ناکامې هم ولری.  خو که تاسو نه ځان پیژنئ او نه دښمن، نو د جنګ په ټولو ډګرونو کې به ناکام یاست.) 

داسی ښکاري چې مونږ افغانان هم د خپل ځان او هم د خپل دښمن په پیژندګلوي کې پاته راغلې یو، نو ځکه دا جنګ په یوه نه ختمیدونکې جنګ بدل شوی دی.  نو دا ضروری ده چې مونږ د جنګ د دواړو اړخونو په پیزندلو کی ژور فکر وکړو.  د افغنستان د جګړی د ادامې عامل اړخونه په لاندی ډول خلاصه کیدای شی:

اول:  پیژندل شوي د جنګ د پیلامې او ادامې اګاهانه عاملین: 

دا د جنګ د شروع او ادامې هغه عاملین دي چې ټول خلک یی پیژنې، او د جنګ په اوږدو کی د دوي لاس وهنې دومره افراطی مرحلو ته رسیدلې دي چې پټیدل یی نور نا شونې وي. دا عاملین دوه ډوله دی.

الف: د جنګ د شروع او ادامې خارجې عاملین: دا هغه منطقوې او نړیوال هیوادونه دي چې د دوي ګټې په افغانستان کی د جنګ په ادامه کی دي. دوي د خپلو سیاسیې، اقتصادی، نظامې اهدافو لپاره جنګ افغانستان ته راوړی او د دی د ادامې لپاره د هر نوعه امکاناتو نه کار اخلې.  دوي د دغه جنګ د ادامې لپاره د دوه نوعه ستراتیژیو نه کار اخلې:  یو یی د پیسو او وسلو له لاری د نظامې ډلو مسلح کول او د اسلام او جهاد تر نوم لاندی د جنګ د ادامې لپاره د هغوي استعمالول دي.  بله د مالې، او فکری لحاظه د جنګ په وړاندی د مقاومتونو د ضعیفه کولو ستراتیژی له لاری د یو شمیر خلکو تطمیع کول، یا په غلطو لارو سر کول دي، تر څو د جنګ اصلې عاملین خلکو ته مغشوش او د خلاصو ن اصلې لاری له خلکو ورکې کړي. د دی مقالې اصلې هدف د همدغه ډلې پیژندل دي، چې لاندی دوهم ګروپ کې تشریح شوي دي.

ب:  د جنګ د ادامې داخلې عاملین: دا هغه نظامې او جنګې ډلې او اشخاص دی چې د خارجې عاملینو په مرسته اول د جنګونو د شروع او بیا یی د جنګونو د ادامې وسیله ګرځيدلی ده.  دا ډلې په جنګ کی را روزل کیږی، توانمنده کیږی، او دوي بیا د جنګ په ادامه کی د دومره جنایاتو مرتکب کیږي، چې بیله جنګ او وسلې د دوي بقا نا ممکنه وی.  نو د دوي د ژوند او ګټو د محفوظیت یواځنې لار جنګ، زور، چور او تالان دی.  چي پدی ډله کی د افغانستان ټولي جنګې ډلې، غاصبین، قاتلین او چورکوونکې شامل دي.  نو که افغانان د دی ډلو د اشخاصو په هغو خبر غولیږی چې یی د سولې لپاره یی کوي، خانونه غولوي.  دوي یو هم په سوله کی ژوند نشی کولای ، نو د دوي ټولې د سولۍ خبری او کارونه په واقیعیت کی د سولۍ د مخنیوي لپاره وه او دي.  دوي بیا د خپلو دغو شومو اغراصو د پټولو لپاره د قوم، ژبې، مذهب په غلطو شعارونو خپل خلک په خپل ځانونو راټولول غواړی.  اما واقیعیت دا دی چې نه طالب او نه هم ګلبدین د پښتنو نمایندګې کولای شی او نه د دوي د ګټو نه پلوی کوي، او نه جمعیتیان ، دوستمیان، عطا، عبدالله او محقق او اونور غاصبین د افغانستاند نورو قومونو نمایندګې کولای شی.  نو افغانان باید نور تر دی ساده نشی چې د دوي په مکارانه خبرو وغولیږي.  دړا بیلکل ثابته ده چې نه هم طالب، نه ګلبدین، نه جمعیت او نه هم دستم او نه هم  د هزارګانو د جنګې ډلو مشران یو هم نه د سولۍ د راتللو سره کومه مینه او علاقه لری او نهه یی دا کار په ګټه دی.  افغانان باید په قاطعیت سره دوي له خپلو خلکو تجرید او د هر قوم خلک باید د دوي په وړاندی په نره مقابلې ته راودانګي.

دوهم: په افغانستان کې د جنګ په وړاندی د مقاومت او مبارزی ماتونکې نا پیژندل شوي غیر ارادی ډلي:

دا هغه ډلي او خلک دي چې دوي په ارادی توګه نه بلکه په ناپوهې کې او په غیر ارادی توګه خلکو ته دښمن  او دوست غلط تعریفوی، او یا هم د جنګ په مقابلې کې خلک د اصلې لارو پر خای په فرعې لارو روانوي.  د دی کبله چې دوي همیشه د جنګ په وړاندی شعارونه ورکوي، او خلک د جنګ په وړاندی رابیداروي، نو خلک پدوی باور هم کوي.  خو په خواشینې سره  همدا خلک بیا اول دښمن غلط تعریفوي، مثلآ طالب ته د مقامت او ازادی د پلوی په نظر ګوري، او یا هم د جنګ په وړاندی د مقامت او مبارزي اصلې لارو باندی یا نه پوهیږي، او یا هم د پوهې سره سره خلک د اصلې لارو نه په فرعې لارو مصروفوي.  دا ډله خلک هم په دوه ډلو ویشلای شو:

الف:  د دښمن غلط تعریفونکې او د مبارزی د اصلې لارو نه پیژندونکې ناپوهه، پوهان:

دا یو شمیر هغه تاریخ لیکونکې، استادان، ډاکتران، او متخصصین دی، چې د جنګ په اړه یی مطبوعات محاصره کړي او د خپلو غلطو منطقونو له لاری خلکو ته دښمن غلط تعریفوي، او یا هم د مبارزی په اصلې او اساسی لارو کې د ونډی په نه اخستلو د خلکو باور په هغو اصلې لارو کموي.  پدی جمله کی ډیر هغه لیکوالان او سیاسې شنونکي شامل دي چې هغوي د افغانستان په اړه تاریخې مالوماتونه لري، ولی د دی سره سره هم د دښمن په تعریفولو او پیژندلو کی ستونځي لري.  مثلآ د دوی یو شمیر لا تر اوسه هم طالبانو ته د فرښتو په نظر ګوري او هغوي ته د (مقاومت) نومونه ورکوي.  ځنې یی بیا لا تر اوسه هم د مجاهدینو د جنګې ډلو نه د اسلام د مدافعینو په توګه پلوي کوي.  دا جنابان د خپلو ټولو زده کړو سره سره په سیاست کی اغییړشوي او د سالم سیاسې تحلیل، او سالم سیاسی قضاوت نه محروم دي،  او دوي لا تر اوسه هم ښمن سم  نه پیژندنې، او یا د هغې په پیژندنه کی د قومې، ژبنیزه، او نورو فکتورونو تر اغیز لادی دي.  افغانان باید د دغو اشخاصو لیکنو او ویناو ته په دقیقه توګه متوجه اوسی او تر دی زیات باید پدوی ونه غولیږي.  مثلآ د همدی کسانو یو زیات شمیر لا تر اوسه هم د دی جنګ په وړاندی د مقاومت او مبارزی لاره په غیر سیاسی او غیر تشکیلاتې فورمونو کی لکه د جبهو جوړول، د جرګو دایرول او یا هم د قومې او ژبنیزو په شورا ګانو جوړولو او یا هم انتقالې حوکومتونو په جوړولو کی لټوي.  خو په وضاحت سره دا وایم چې دا ټولې هغه غلطي او ناکامه لاري دي چې د افغانستان خلک یی د سیاسی انسجام نه وروسته پاتې ساتلې او غولولې دي.  افغانان باید دا درک کړی چې د داسی یوی ژوري استخباراتې جګړی په وړاندی مقاومت او مبارزه بیله یوه منضبط سیاسی تشکیل یا حزب نه ناشونې او نا کامه ده.  دا ځکه چې د حزب نه بغیر دا نور ټول ساختارونه د جاسوسې شبکو د نفوذ او اثر په وړاندی د مقاومت نه کوم مؤثر پلان لری او نه هم د هغې په وړاندی مقاومت کولای شی. 

افغانانو! که تاسو ته د مقاومت او مبارزی په اړه هر څوک د یوه حزب د جوړیدو نه بله هره لار ښایی، دوي همدومره د وطن او سولې په ضرر دی لکه هغه نوري پورته دوه جنګې ډلې.  که تاسو ته هر څوک لا تر اوسه هم طالب ، یا حزب اسلامې یا جمعیت یا د دوستم او هزاره جنګې دلو مشران ستاسو د ګټو پلویان در ښایی، دوي تاسو نه اصلې دښمن غلطوي.  او که هر څوک د حزب جوړولو په وړاندی یا منفې تبلیغ کوی او یا پکې ونډه نه اخلې نو دوي اصلآ ستاسو مبارزه او مقاومت د اصلې مسیر نه په غلط او درواغجن مسیر کی اچوي. دا کسان د خپل وطن د دښمنانو په توګه وپیژنې او ورسره هماغه شان مبارزه وکړی، لکه چې د هغه نورو دوو ډلو سره یی کوي.

ب:  هغه سیاسیون چې لا تر اوسه هم په غلطو پخوانیو سیاسی لارو روان او د یوه توانمند ملې حزب په مقابل کی نور غلط وړاندیزونه کوي او یا نور متبادل موقفونه اختیاروي.  دا ډلي او اشخاص هم د افغانستان په جګړه کی په غیر ارادی توګه د دښمن په ګټه کار کوي. د سیاست یو تعریف دا هم دی چې ( تحلیل مشخص از اوضاع مشخص).  د افغانستان اوسنې بحران یو ملې بحران دی،  د ملې بحران په وخت کی نظریاتې مبارزه شاته وړل کیږی او ملې مبارزه اولیت پیداکوي.  د نړی ډیرو بریالې سیاسیونو ټولو دا درک کړي او عملې کړی ده او کامیابه نتایج یی تری تر لاسه کړی دي.  خو په خواشنیې سره زمونږ د ملک یو شمیر زیات سیاسیون لا اوس هم هماغه زړي کنجاړي ژوي، او د هغو زړو بدبختیو نه ځانونه نشی خلاصولې.  څوک د ببرک کارمل، څوک د عثمان لنډی، او څوک هم د فیضانې په صفتونو څوک د امین او څوک هم لا د ترکې په صفتونو کی د نورو سره په جګړو اخته دي.  د دوي سیاسی بصیرت دومره تر وریځو لاندی شوی، چې د واقیعیتونو تشخیص ور ته نا ممکن شوی، او د ملک د حالاتو د تحلیل په اړه دومره نیمګړي دی چې لا تر اوسه هم دوي پدی نه پوهیږی، چې اول د دی ملک نجات یو اصل دی نه د سیاسی مباری تیوریکې نوعیت.  دا خلک هم د افغانستان د خلکو د روا مبارزی هغه نا پیژندل شوي دښمنان دي چې زمونږ د مقاومت او مبارزی لاره یی راشنډه کړی ده.  زمونږ غوښتنه د دوي نه دا ده چې راځې پدی وخت کی په ګډه د یوه توانمند ملې حزب په جوړولو سره یو ځل دا ملک د دغو سیاسی بحرانونو نه را خلاص کړو بیا به  د دیموکراسی لپاره د یوه محیط په لرلو سره هر نوعه اډیالوژیکی مبارزو ته را ته لاره خلاصه شی.   نو که د افغانستان هر سیاسی شخصیت اوس د یوه توانمند ملې حزب  د جوړولو نه بغیر په بله هره لاره اخته وی، هغه هم د افغانستان د هماغو نه پیژندل شوو دښمنانو نه یو ډشمن دی، چې په وړاندی یی مبارزه کول تر بل هر چا لازمی شرط دی.

افغانانو!  د افغنستان جګړه ډیره درنه، ژوره، څو اړخیزه او ډیره مغلقه ده.  پدی مرحله کی د تضادونو درست پیژندل، او د عمده تضاد تشخیصول د مبارزی جوهر تشکیولوی. اوس د تضادونو سمه رهبری کول ډیری هوښیاری ته ضرورت لری.  د خپل هیواد د مسایلو په اړه باید ډیر دقیق و اوسو او پرینږدو چې زمونږ توجه یوازی هغه دوو پیژندل شوو دښنمنانو ته دومره مونږ لا خبره کړی چې د سنګر دننه دښمنان مونږ لا نور هم بی وسی کړي.  د افغانانو لپاره د نجات یواځنې لار په هیواد کی د یوه اتوانمند با دسپلینه ملې حزب جوړول دی او بس.  د دی نه غیر بله هره طرحه او پروګرام مونږ په غلطو او ناکامه لارو سر کوي، او دا د ښمن سره همکاری ده او بس.

داکتر تا ج الدین ملت مل 

د میزان ۲۷، ۱۳۹۷ ل کال  ساندیاګو، کلفورنیا د شپې ۴ بجي