آرشیف

2018-11-5

اې خدایه! مونږ افغانان او نور صحیح مسلمانان کړئ!

مونږ افغانان او نور مسلمانان چې یو شمیر زیات اعمال د اسلام په نوم او د ثواب په غرض کوو، هغه د اسلام مخالف او ممکن زمونږ د عذاب سبب هم شی.  د اسلام مقدس دین واقعآ تر ټولو ادیانو کامل او په هر اړخیزه توګه د انسانانو په ګټه او د خیر دین دی.  خو په خواشینې سره نه دا دین سم پیژندل شوی او نه هم مسلمانانو او نورو انسانانو ته په صحیح او سمه توګه ورپیژندل شوی دی.  پدی برخه کی د مسلمانانو غفلت او په خاصه توګه د اسلامې علماوو بی کفایتي د جدی نیوکو وړ دي. د نړۍ په مسلمانانو کې بیا مونږ افغانان په خاصه توګه تر بل هر چا زیات په اسلام ناپوهه او تر ټولو زیات افراطې مسلمانان یو.  زمونږ یو شمیر زیات کړني چې مونږ یی عبادت او حتا جنت ته دتللو وسیله بولو، په واقیعیت کې هماغه کارونه د اسلام له نظره ګناه او ممکن زمونږ د عذاب سبب شی. د دی لپاره چې د خپل هیوادوالو او نور مسلمانانو توجه مو و دغې حساسې مسلې ته را اړولې وی، او د دوی په وړاندې مو خپله ایمانې دنده تر سره کړی وی، نو دی مقالې ته ستاسو توجه را اړوم.  که مو مقاله ګټوره و ارزوله، دا بیا ستاسو اسلامې مسؤلیت دی، چې یی په پراخه توګه د نورو افغانانو او مسلمانانو سره هم شریکه کړئ.   
د اسلام د بنیادې اړخونو خلاصه پدی جدول کی کتلای شئ.

د مکمل اسلام دوه بنیادې اړخونه

 

اول –  اوامر یا د اسلام عقیدوې اوعبادتې اړخ:

دویم – سپارښتنې یا د اسلام اخلاقې او اجتماعې اړخ:

 

الف –  عقیدوې اړخ:

 

الف –  اخلاقې اړخ:

۱

په لوې او تنها یو خدای (ج) باور

۱

رښتیا ویل

۲

په ملایکو، پیغامبرانو او اسمانې کتابونو باور

۲

په وعده وفا

۳

په حضرت محمد (ص) د وروستې پیغامبر باور

۳

خاکسارې او د غرور نشتوالې

۴

په قران پاک د اخری کتاب باور

۴

د نورو احترام

۵

د قیامت په ورځ، دوباره را ژوندې کیدو  او په حساب او کتاب باور لرل

۵

د نورو سره مرسته، سله رحمې

۶

پدی باور چې خیر او شر د الله له خوا دی.

۶

د نورو ابرو او عزت ته درناوی

 

ب –  عبادتې اړخ:

 

ب –  اجتماعې اړخ:

 

۱

کلمه طیبه ویل او د زړه نه پری باور

 

۱

دعدالت تآمینول

۲

 لمونځونه کول

۲

د ګناهونو نه ځان ساتل

۳

روژی نیول

۳

په نورو شفقت ، زړه سوې او نرم 

۴

ذکات ورکول

۴

انصاف

۵

د حج فریضه اداکول

۵

نظافت او د چاپریال پالنه

۶

 

۶

اعتدال او سپماوې

۷

 

۷

د اعتماد او باور ساتنه

 

 

 

 

 

 

 

 

 
اوس که دغه پورته جدول ته دقیق شو، نو هغه داسی خلاصه کولای شو:
اول : اوامر یا د اسلام عقیدوې او عبادتې اړخ:
دا د اسلام هغه اړخ دی چې پکې د مسلمان او خدای پاک تر منځ اړیکې تآمینیږی، او د دی برخې منل او نه منل ټول د خداې (ج) او هماغه شخص پوری اړه لری، او د هغې عفوه او بخشش هم خدای پاک کوې او کولای شی. 
الف: عقیدوې برخه:  دا هغه اسانه برخه ده چې کوم دوامدار مشقت او تکلیف یا تکرارولو ته ضرورت نه لرې، چې یو ځل چا د زړه نه دا ژمنې وکړې ، بسیا کوی.  نو پدی برخه کی هیڅ نوعه تکلیف په انسان نشته.  او همدا کفایت کوې چې یو څوک مسلمان شې، خو دی ته پوره مسلمان نشو ویلاې.
ب – عبادتې اړخ:  پدی برخه کې مسلمانان د یو څه فزیکې او مالې تکلیفونو سره مخ کیږې.  خو که دغو اوامرو ته زیر شو، دا په تدریج سره سختیږي، او د سختیدو سره یی ګټې هم لا پراخه کیږي.  د خدای پاک د دی اوامرو ګټې هم تدریجآ د یوه کس نه ټولنې او نورو انسانانو (نه یوازې دا چې د مسلمانانو په ګټه) په ګټه پراخیږي.  مثلآ کلمه طیبه ویل او منل په ژوند کی یو ځل اوتر ټولو اسان کار دی، او فایده یی هم یواځی هغه شخص ته ده.  تر هغې پس د لمونځ اداکول، هره ورځ څو ځلې بیا لږ زیات فزیکې تکلیف ته ضرورت لری، چې ګټي یی هم دغه شخص هم د هغه کورنې ته رسیدای شی.  تر هغه وروسته بیا روژه د خپل نفس سره مجادله ده،  چېن=تکلیف یی هم یو څه زیات دی، ولې موړده یی محدوده(یوه میاشت) او ګټي یی بیا لا پسی زیاتی او پراخیږی.  د هغې نه پس ذکات دی چې د هغې کټې نږدی شاوخوا خلکو خاصتآ بی وزلو ته هم رسیږي. د دی کبله چې دا یو مالې قربانې ده نو د اسانتیا لپاره په کال کې یو ځل او هغه هم په شتمنو لازمې شوی دی. بلاخره حج دی چې د هغې ګټه نورو هیوادونو او د نړۍ مسلمانانو ته متوجه ده، نو په ټول عمر کی یو ځل او هغه هم په لا زیاتو شتمنو خلکو فرض شوی دی. 
دویم – سپارښتنې یا د اسلام اخلاقې او اجتماعې اړخ:
د اسلام د مقدس دین دغه برخه په ټولنه کې د نورو سره په ګډه، په سوله او ښه توګه  ژوند کولو او نورو ته په ګټه او خیر رسولو ته وقف شوي دي.  دا د اسلام هماغه مهمه برخه او تر ډیره حده د نظر نه غورزول شوی برخه ده.  د دی برخې ګټې زیاتې دی، او په انسانانو کې د شخصې غوښتنو او خواهشاتو د کنترول، د زیرمو او طبعې او مصنوعې موادو او توکو د سپما، د صحت د ښه کولو، یو بل سره په سوله او امن کې د ژوند کولو، په تجارت او دنیاوي معاملو کې په صداقت، عدالت او رښتینولې ولاړ دي.  دا د اسلام هغه برتره برخه ده چې متآسفانه زمونږ علما یا پری پوهیږی نه او یا پری نور نشی پوهولای.  پدی اړوند ما د اسلام په اړه پنځوس خطبې په نښه کړي دي چې د هغو ورکول به ډیر د مسلمانانو د ذهنیت د روښانه کولو اوپدی اجتماعې برخو کې د مسلمانانو د کړو وړو  په ښه کولو کژ ژور تاثیر لری. دا کار به په غیر مسلمانانو او حتا د اسلام د دښمنانو په پوهاوي کې پوره مرسته وکړي. که مونږ مسلمانان د اسلام په دغه اړخ یو څه زیات او روښانه کار وکړو، زه تاسو ته په یقین دا ویلای شم، چې ډیر ژر به نه یوازی دا چې د اسلام په وړاندی نفرتونه او کینې را کمې شی، بلکه د نړی ډیر اسلام دښمنه اشخاص به د اسلام مبارک دین ته پناه راوړی. د مثال په ډول، مونږ او تاسو مسلمانان ټول پدی پوهیږو چې افراطیت په اسلام کې ځای نه لری، او دا افراطیون نه مسلمانان دی، او نه هم انسانان.  خو همدا افراطیون بیا د اسلام دښمنانوو را زیږولې چې د دوي د اهدافو لپاره زمینې برابري کړي.  ولې مونږ ساده مسلمانان لا تر اوسه هم پدی نه یو توانیدلې چې ذغه ناولې بړستن له ځانه و غورځوو او بیرته یی هغه چا ته ور ګذاره ګړو چا چې د خپلو اهدافو لپاره منځ ته راوړي او زمونږ په اوږو یی را اچولې ده. چې پدی برخه کی بیا د یو شمیر اسلامې هیوادونو لکه سعودی عربستان، پاکستان او ایران نقش هماغه شیطانې نقش دی، چې د دوي په مټو یی د اسلام دښمنان دغه فجایع تر سره کوي. د اسلام دا برخه  هم دوه برخې لري:
الف – اخلاقې برخه: دا هغه برحه ده چې په کولو سره یی شخص ته او نورو ته ګټه رسیږی، او د ترسره کوونکې د ښه شهرت، د باور او د احترام وړتیا پیدا کوی.  پدی برخه کی مسلمانان د ټولو هغو کړو وړو او سلوکونو ته هڅول شوي چې د نورو په ګټه دي. لکه، پاکوالې، په وعده وفا، رښتیا ویل، نرم او ښه سلوک، ترحم او نور.  دبلې خوا مسلمانان د ټولو هغو کړو وړو نه منعه شوي چې هغه د شخص او ټولنې په ضرر دي لکه ظلم، قتل، غصبو حرام خوړل او نور. 
ب –  اجتماعې اړخونه:  پدی برخه کی خدای پاک مسلمانانو ته امر او نهې کوي، چې څه باید وکړي او څه باید و نه کړی.  د دی برخې درست او صحیح عملې کول، نه داچې د هغه شخص په ګټه، بلکه د هغه د کورنۍ، د خيلوانو، دوستانو، همسایه ګانو، وطنوالو، او حتا د نورو ټولو انسانانو په ګټه دي. دا احکام هم اوامر او منهیات لری، چې اوامر یی د ښو کارونو سر ته رسول او منهیات یی ټول هغو کړونو ته متوجه دي چې و دغه شخص، د ده کورنې، ټولنې، مملکت، او نړیوالو او نړی ته ضرر رسوي.  مثلآ د اوامرو نمونې یی صداقت، عدالت، انصاف، وفادارې، اعتماد،  او باور ساتنه، د طبعې او مصنوعې منابعو سمه ساتنه او سپما او داسی نور دي.  او د منعه شوو د جملې نه یی قتل، غلا، رشوت، خیانت، مخدرات او مسکراتو استعمالول، مظلوم زورونه، بد مصرفې، او نور شامل دي.
نو اوس که مونږ دغو اسلامې احکامو او ارزښتونو ته متؤجه شو، نو متآسفانه زمونږ د اسلامې مبلیغینو زیاته توجه او پافشاری او د نورو مسلمانانو ورځنې کړنې یواځې په عقیدوی اړخ څرخې، اما اخلاقې او اجتماعې اړخ ته مو ډیره کمه توجه کړی ده.  دا همدغه نیګړتیا ده چې زمونږ د ذلیل توب، غربت، وروسته والې، او د اسلام د مبارک دین د غلط ورپیژندنې سبب شوي دی.  د اولې برخې ګټې چې مونږ ته متوجه دي د هغې زیاته پاملرنه کوو، پداسی حال کی چې هغه ګناهونه خدای پاک عفوه کولای هم شی.  خو په دویمه برخه کی نیګړتیاوي بیا هغه څه دي چې د نورو انسانانو حقوق تشکیلوي، او خدای پاک هم د هغې د عفوي کولو په اړه مونږ ته په کلکه ویلې دی چې تر دی ځانونه وساتو.  مونږ د لمانځه لپاره جماعت ته ځو، خوپه هماغه لمانځه کی هم د نورو د غولو به فکر کی یو. همدا چې د جومات نه راووځو نو بیا د خپلو خلکو په چور او تالان لاس پوری کړو. دراوغ وایو، غلا او دوکې کوو، رحم او عاطفه نه لرو، او سلونو داسی کارونه کوو چې هغه د یوه مسلمان لا څه چې د یوه انسان سره هم نه ښایی.  نو زما سپارښتنه به دا وې چې راخئ مونږ هر یو شعوری مسلمان شو، او د هر هاغه کار نه چې په اجتماعې برخه کی د اسلام او انسانیت په ضرر وی، ډډه وکړو.  
داکتر تاج الدین ملت مل                       ۱۱/۴/۲۰۱۸