آرشیف

2015-2-6

نویدالله وردک

ای اس ای کــــــه، پاکستانی ملایان!!

 
داسې خلك به تركومې په جهان وي….چې لباس كې فرښته په خوى شيطان وي. 
 

دا هغه څه دي چې د امريكاغږ اشنارا راډويوپه ويب پاڼه كې راغلي دي، خو د پردې ترشاه به نوره څه وي، لږ يې په غور سره ولولئ :::::::
 
ای اس ای که، پاکستانی ملایان!!
په ظاهري بڼه او شكل د ( اى، اېس، اى ) شبكې كاركوونكوي ډېر ښه مسلمانان دي او خاص د اسلام لپاره كاركوي، ځكه په پاكستان كې يې بې شميره ديني مدرسې جوړې كړي او ديني عالمان پكې روزي، دا خو بيخي پرځاى خبره ده چې د دوى ديني مدرسې د قدروړ دي، دا يې د ستاينې كارهم دى، دا شان مركزونه په رښتيا هم د دين د پرمختګ لپاره بي حده ډېر ګټوردي، خو افسوس، افسوس او بيا هم افسوس چې دوى دغه كار د خداى او اسلام لپاره نه، بلكې د دې لپاره كوي چې په دې جامه كې اسلام بدنامه كړي، او مسلمانان د كفري نړۍ هيوادونو ته داسې ورپيژني چې د مسلمانانو كار دغه دى چې يو پربل سره وژني او بيا مسلمانان غواړي چې دا عملونه كفري نړۍ ته وغځوي، نو له همدې امله ده چې د كفري نړۍ عوام خلك اوس مسلمانانوته په درنه سترګه نه ګوري په تيره بياهم افغانانو او پښتنوته، ځكه يې اوس د نابودۍ هيله كوي.
پاكستاني استخبارات د ( سي، اى، اې  ) لخوا روزل كيږي او لګښتونه هم هغوى وركوي، ترڅو اسلام او مسلمانان اوپه ځانګړي ډول د مسلمانې ټولنې رهبران چې ديني عالمان دي، بدنامه كړي او د كفري نړۍ ترنيوكولاندې يې راولي، ځكه پداسې حالاتو كې كفري نړۍ ته چانس په لاس ورځي چې د مسلمانانوترمنځ بي اتفاقي، جنجالونه او تفرقې واچوي، ځكه پداسې حالاتو كې انسان هڅه كوي چې خپل حريف له منځه يوسي او د له منځه وړلو لپاره له هغه چا مرسته واغوړي چې هغوى نه تاغواړي اونه ما غواړي، پداسې حالاتوكې كفري نړۍ، يو لورى  ظالم او بل مظلوم معرفي كوي او د دوى په خبره له مظلوم لوري سره مرسته كوي، مداخله كوي، خپل هغه سرتيري چې په ډېرو عصري او پرمختلليووسايلو سمبال وي، راليږي او سيمه يې قبضه كوي.
 الله تعالىٰ وايي چې كفر يو ملت دى:  نو معلومه شوه چې د روس، امريكې اونورو كفاروترمنځ توپير نشته.
 كه تاسو د تاريخ په برخه كې مطالعه كړي وي، ډېر وخت كفار په هغه جامه كې د مسلمانانو ترمنځ ښه تفرقه اچولي وي چې مخبريې د سيمې د معظمې او قدرمنې  طبقې په جامه كې وي، لكه د پاكستان استخباراتي شبكې ډيرى كاركوونكي چې خاص د ملا او ديني عالم په جامه كې او د خلكومنځ ته هم د ډېر محترم سړي په جامه ننوځوي او بيا يې داسې حالاتو ته راولي چې د ټولنې د يوه بي علمه سړي په وسيله  د جومات په محراب كې بم ځاى پرځاى كوي ، او مسلمان په هغه ځاى كې پرې وژني چې هغه د پنا اخيستوځاى دى.
د دې ډېرو خبرونه مې د ښه ثبوت هغه خبر راخيستى چې د پاكستان استخباراتي شبكې جنرالان او نور چارواكي چيرته اود څه لپاره روزل كيږي، اوس به تاسو ووينئ چې د امريكاجاسوس له كوم لباس، كوم نوم او كوم ډول عمل نه كار اخلي او يو مسلمان د بل مسلمان په لاس وژني، اودى  په دې بڼه چې څومره لوړ مسلمان دى، د جومات له محراب او تشنابونو او استنجاوو نه ليري نه ځي.
كه څوك داسې كسان خپله ونه پيژني او بيا يې بل مسلمان ته هم ور ونه ښيي، شايد چې مسلماني به يې كمزوري وي، او خپله دنده به نه پيژني ځكه چې مرګ د الله په لاس كې دى، او له خپلې ټاكلي نيټې يوه ثانيه هم وړاندې او وروسته نه كيږي.
 پوهه شوئ !!!   چې پاكستان د سلام اوديني مدرسې نه څه كار اخلي او ولې پرې ميليونونه ډالر لګوي!!!
 ولې يې پرافغانستان د ناټو د يرغرل پرمهال له وسله والوطالبانو لاس واخيست او ملاظعيف يې لاس تړلى د يهودو او نصواروو په لاس كې وركړ؟؟؟    
ولې يې په پاكستان كې امريكايي ځواكونو ته داسې امكانات او هوايي ډګرونه په لاس كې وركړي چې امريكا يي له سلوزرو پوځيانو سره سره بيا هم په افغانستان كې نه لري. 
  ولې هره ورځ له پاكستان خاورې نه پر مسلمانانو د بي پيلوټه الوتكو يا ډرون بريدونه كږي؟؟؟
ولي پاكستاني چارواكو پدې برخه كې ځانونه غلي كړي دي، دا ځكه چې په نړۍ او په تيره بيا په افغانستان او پاكستان كې د مسلمانانواو اسلام ترټول سخت او مضر دښمن د (اى، اېس، اى)  مسوولين او جنرال دي، چې د دې شبكې هرڅه يې په لاس كې اخيستي دي.
د دې خبرو د ښه اثبات لپاره لاندې هغه څه ته ورځو چې د امريكاغږ اشنارا راډويوپه ويب پاڼه كې راغلي دي.
……………………………………………………………………………………………………………..
سلطان امير تارر چې په "کرنل امام" مشهور و، په شمالي وزيرستان کې له تندروانو سره بندي وو او د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.        تندروانو په تير مارچ کې کارنل امام د پاکستان د استخباراتو د يو بل افسر او د يوه برتانوي تلويزيون د پاکستاني ژورنالست سره يو ځای ونيو او له همهغه راهيسې د هغوی په ولکه کې وو.
دغه خبر په قبايلي علاقه کې د حکومت لوړ پوړي استازي طارق حيات ورکړ او هغه وويل چې له دې پيښې نه محلي چارواکو خبر کړی دیتارر د پاکستان د استخباراتو (آی اېس آی) لوړ پوړې متقاعد چارواکی وو. هغه د ١٩٨٠م په لسيزه کې د امريکا د استخباراتي ادارې ( سي آی اې ) سره له نږدې کار کړی وو چې د شوروي اتحاد په خلاف جګړه کې د افغان مجاهدينو مرسته وکړي. وروسته کله چې طالبان واک ته ورسيدل، هغه د طالبانو له مشرانو لکه ملاعمر سره نږدې روابط پيدا کړل.     په وروستيو څو کلونو کې هغه له طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې مشورې ورکولې، خو دا خبره يې نه منله چې دی له طالبانو سره مستقيمې اړيکې لري.      له کرنل امام سره په تير مارچ کې نيول شوي ژورنالست وروسته خوشى شو، خو د استخباراتو بل افسر د تندروانو په لاس ووژل شو.     د پاکستان د حکومت يو چارواکی وايي، د دغه ملک د استخباراتو يو پخوانی کارکوونکی چې په افغانستان کې يې د طالبانو د جوړېدو سره مرسته کړې وه، د تندروانو په بند کې مړ شوی دی.