آرشیف

2015-2-6

عارف اْمید

افغانستان دادعجایباتو ټاټوبی

 
دننئ نړئ اوه میلیارده  خلک په 193 بیلوخپلواکوهیوادونو کې ژوند کوي چې هرهیواد بیا خپل سیاسي – دولتي جوړښت اوتاریخ لري . ددې هیوادونو اوسیدونکي سربیره پردې چې په مختلفو نژادونوپورې تړاولري دمختلفو مذهبونوپیروان دي اوخپل فرهنګونه ،  دودونه اوټولنیزې روانی ځانګړتیاوې لري اودتکامل په مختلفوپړاوونوکې قرارلري.
ددې ټولو توپیرونو سره سره داولسونه ګډ وجوهات هم لري اوهغه داچې دښواوبدو ،روااوناروا توپیرکولای شي، په ټولنه کې دمثبت بدلون هرکلی کوي،پخپلوملي اتلانو اوپوهانوویاړي،دلوټمارانو اودپردیودګوډاکیانوڅخه ملي اتلان نه جوړوي.  دواکمنیو او دواکمنانوپه بدلیدوسره یې ملي بیرغ، ملي سرود اواساسي قانون بدلون نه مومي.له همدې کبله دي چې هغوی ته ملي بیرغ، ملی سروددتقدس اوسپیڅلتیا اواساسي قانون دملي میثاق حیثیت لري اوداددې سبب شوې چې دهغوی ملي احساس ، ملي غروراووطنپالنې روحیه لوړه شي. دنړی  نورولسونه اوپه تیره پرمختللی متمدن ولسونه دخپل هیواد هغه سیاسي اوتاریخي پیښې دملي ویاړونو اوملي جشنونوپه توګه لمانځي کومې چې دهیواددخپلواکئ ،پرمختګ اودولس شیرازئ اوسرلوړئ ته یې لاره پرانیستې ده. خوپه افغانستان دا دعجایباتوپه ټاټوبي کې کیسه بل ډول ده. دلته دښواوبدوتوپیر ستونزمن دئ. په افغانستان کې که دمثبت بدلون هڅه شویده  دکفراوالحاد فتواوې صادرې شوې  اوخلک ددې فتواووپر بنسټ دپرمختلونکوبدلونو په وړاندې دریدلې دي. همدااوس اوس دهیواددځلانده څیرو لکه دمعاصرافغانستان بنسټ ایښودونکی ، دانګریزانوڅخه دبشپړې خپلواکئ دداعیې اتل اونورووطنپالو څیروسپکاوی کیږي اودبشري حقونوسرغړونکو اوجګړه مارانوته دملي اتلانوخطاب اودهغوی درناوی کیږي . دافغانستان ملي بیرغ ، ملي سرود اواساسي قانون دواکمن به بدلیدوسره بدلیږي. څرنګه چې  دانګریزانوڅخه دخپلواکئ دلاسته راوړلووروسته په افغانستان دادعجایباتوپه ټاتوبي کې چې دیارلس واکمن تیرشوی دي یولس ځله ملي بیرغ بدل شوی دئ چې پردې بنسټ په هرو اتوکلونوکې یوځل ملي بیرغ دنوي واکمن په اراده اوخوښه بدلون موندلی دئ .داچې یوازي دووتنو ( حفیظ الله امین اوصبغت الله مجددی ) دخپلې خوښي ملي بیرغ بدل نکړلامل یې داو چې امین ته نیواکګرو روسانووخت ورنګړ هغه یې تروراوپرځای یې خپل ګوډاګی ببرک کارمل دواک پرګډی کیناوه اومجددی په اصطلاح داسلامی انقلاب دبري وروسته پاکستانی واکدارانوددولت درییس په توګه دتمثیل لپاره افغانستان ته راولیږه اوواک دربانی- مسعودسره و اوهغه ملي بیرغ چې هغه وخت پرارګ ورپیده دمجددي دارادې پرته درباني – مسعودلخوا غوره شوی و.  دملي سرودخبره هم دبیرغ په څیرده چې هره سندره یا کوم شعرچې دنوي واکدار خوښیدل هغه یې دملي سرودپه توګه غوره کړي دي. داساسي قانون په اړه بحث ځکه اړین نه بریښي چې له یوې خوااساسي قانونونه پخپله واکمنواوواکمنیوترپښولاندې کړی اوله بله پلوه هغه اکثرآ دپردیو په اراده جوړ اویا دهغوی څخه کاپي شوي دي چې دهیواد دواقعیتونوسره یې سر نه دئ خوړلی .
دنړی په نورو ملکونو کې معمولآ دقومي اومذهبي لږکیوحقونه ترپښولاندې شوي اوپه هغوی ظلم اوناروا کیږي، دلږکیوژبې محوه یا دمحوه کیدوله ګواښ سره مخامخ دي خوپه افغانستان کې داکثریت (پښتنو) حقونه ترپښولاندې شوي اودسترګووړپښتنو خپله ژبه هیره کړي چې پدې ډول یې خپل قومي هویت له لاسه ورکړی دئ اواوس مهال یې هم ژبې او هم دوی ته څرګندګواښونه  متوجه دي.
نورولسونه لکه د افغان ولس په څیر تاریخي ویاړونه لري چې ټولوته دمنلواودرناوي وړدي چې هغه دملي جشنونواواخترونوپه توګه لمانځي .خودعجایباتو په ټاټوبي کې داجشنونه دواکمن په بدلیدو سره بدلون مومي اونوي واکمن دخپل واکمنیدو نیټه انقلاب ګڼلی اوهغه دملي جشن په توګه  لمانځلې دي . عجیبه اوځورونکي خولاداده چې پدې وروستیو شلوکلونوکې دعجایباتوپه ټاټوبي کې دداسې سیاسي بدلون ورځ دملي جشن په توګه لمانځل کیږي که دا سې سیاسي بدلون په کوم بل هیوادکې صورت نیولی وای نوهغه به یې دخپل هیواددتاریخ توره ورځ او ملي ناورین ګاڼه . پدې نیټه به ملي بیرغ نیم ځوړندوای اوخلکوبه دویرتورې جامي اغوستې وای. په افغانستان کې داهغه نیټه ده چې دتنظیمونو خپلسري جنګیالي پرپلازمینه کابل ورننوتل اوهلته یې دځمکې پرسرمحشرجوړکړ. د1371 کال دغویي پراتمه نیټه چې تنظیمونوواک ترلاسه کړهغه ته یې داسلامي انقلاب بری ووایه اوهغه یې دملي جشن په توګه اعلان کړ. دې بري اودې سیاسي بدلون دافغانستان بشپړورانیدو. دهیواد دوروستي شپیته کلن تمدن دټولونښونښانو دله منځه تللو.قومي اومذهبي شخړواوجګړو اودوحشت اوبربریت واکمنیدو ته لاره پرانیستله.  کله چې د1371 کال دغویي اتمې نیټې سیاسي بدلون اودهغه وروسته په هیواد کې دخونړیواووحشتناکه پیښولړئ ته وکتل شي چې هغه انسانیت . افغانیت اواسلامیت ته سپکاوی دئ هغه ته ملي جشن ویل یوازې دعجایباتوپه هیوادکې شوني دي.
پای