X

آرشیف

ډک له مینې او وفا دي د غورخلک

  
 

ډک له مینې او وفا دي د غورخلک
په تاریخ څرګند پخوادي د غورخلک
 
میړني اواتلان دننګ په کارکښی
په همت بر له هرچا دي د غورخلک
 
عاشقان د خپلې خاورې اومذهب دي
سرښندونکي په رښتیادي د غورخلک
 
ولسونه اوقومونه دي یو موټی
دوحدت په کار لګیا دي دغورخلک
 
دتاریخ په پاڼونوم دغورلیکلی
پیژندلي په دنیا د غورخلک
 
دجهان مرستې په هره خوا کې وشوې
خو محرومه او بینوا دي دغورخلک
 
کاشکی یو نظرد غور په لوري ورشې
نن غربت کې مبتلا دي د غورخلک
 
دچارواکو ځنی هیلې لري ډیرې
په امید په تمنا دي د غور خلک
 
میلمه پال لکه د نورو افغانانو
خادمان د دین رسا دي د غورخلک
 
سلامونه کامه وال پرهمه غور کړی
د ستاینې وړصفا دی د غورخلک

عنوان شعر: ډک له مینې او وفا دی د غور خلک
شاعر: کامه وال
ارسال: ح ژواک

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.