آرشیف

2015-6-17

عزیزالله حقپال

په دنمارک کې دافغانستان ملی یووالی ګوندی څانګه د نوبتی غونډی پریکړه لیک

 د۲۰۱۵ز کال دجون دمیاشتی ۱۴سمه نیټه
دفریدریشیا ښار

دغه غونډه دقران عظیم الشان دڅو ایاتونو په لوستلو سره پیل شوه . غونډه دافغانستان دملی یووالی ګوند دمرکزی شورا غړی اوپه دنمارک کې ددغه ګوندی سازمان دمرستیال ، ملګری عزیزالله حقپال په مشری پرانیستل شوه.
په غونډه کې ددنمارک د ګوندی سازمانونودکاراوفعالیت په ځانګړتیاوو او ستونزو هر اړخیزی خبری اتری تر سره شوی او په دنمارک کې دافغانستان د ملی یووالی ګوند دپیاوړتیا کمی اوکیفی لوړتیا دپاره لازم تصمیمونه ونیول شول .همدا ډول په دغه غونډه کې په افغانستان کې دملی یووالی ګوند داوسنیو هلوځلواونوښتونوڅخه چې په هیواد کې یې د۲۰ نه په زیاتو ولایتونو کې ګوندی دفترونه پرانیستی او دټولو په سرکې په هیواد کې دیوسترسرترسری واحد ځواکمن سیاسی ګوند د نه شتون له امله دنورو سیاسی ګوندونو سره د یووالی،ایتلاف، او متحدو جبهوجوړول دهیواد داوسنیو ستونزود له منځه وړلو اساسی لار ګڼی او هلی ځلی ورته کوی ، خپل هر اړخیز ملاتړاعلان کړ.غونډه کې په هیواد کې دولایتی شوراګانودفوق العاده غونډودجوړیواودګوند دمرکزی شورا دلوړپوړو چارواکوګډون چې دکنړ دولایتی شورا غونډه یې دمحترم انجینرعبد الرحیم سالارزی دافغانستان ملی یووالی ګوند درئیس په ګډون ښه بیلګه ده ، مثبت ګام وارزول شواو په نورو ولایتونو کې هم دداسی غونډو لړۍ دغځولوهیله څرګنده شوه. غونډی په ډنمارک کې دافغانستان ملی یوالی ګوند دچارو د لا سمون ،موجودو ستونزو دله منځه وړلوپه هکله لاندی پریکړی وکړی:  
       ۱- موږ په هیواد کې د یو واحد سر تر سری سیاسی ګوند دجوړیدو اویا دهیواد د اوسنیوستونزو دحل په لارکې دسیاسی ګوندونو د پراخ ائیتلاف او جبهی دجوړولو په لار کې دافغانستان ملی یووالی ګوند د اوسنی موقف او دریځ چې دهیواد دروانو ناخوالو څخه د وتلو په موخه یوه اساسی اړتیا او غوښتنه ده ، بشپړ ملاتړ کوو.                                                                                                                     ۲- موږ دافغانستان ملی یووالی ګوند د اجرائیه شورا د۱۳۹۴ کال دجوزا دمیاشتی دپریکړوملاتړاودعملی کولوپه لار کې هلی ځلی کول ، خپله دنده ګڼو . 
   ۳- موږ په ډنمارک کې دافغانستان ملی یووالی ګوند دسیمه ایزوسازمانونودچارو لا سمون او په کیفی لحاظ یې لوړ تیا د خپلو دندو لومړیتوب ګڼو.  
  ۴- دپریکړه لیک دلومړی مادی دعملی چاروداجرا، او دسیاسی ګوندونو،ټولنیزو بنسټونواوملی شخصیتونوسره دګډ کار او تفاهم دلړی د دوام په هکله چې په دنمارک کې دافغانستان ملی یووالی ګوند په نوښت د۲۰۱۵زکال داپریل دمیاشتی په ۲۵مه نیټه دسیاسی ګوندونو اوملی شخصیتونوپه ګډه غونډه کې ټینګار پری وشو ، دعملی هلوځلو دپاره یې ملګری شاولی ارین اوملګری حاجی محمد نوزادی ته دنده وسپارل شوه تر څو په دغه برخه کې دملی یووالی ګوند استازیتوب وکړی اودچارو د پرمختګ په اړه راپور په منظم ډول  ددنمارک ګوندی سازمان مشرتابه ته وړاندی کړی.
   ۵- ټولو سیمه ایزوګوندی څانګو ته دنده وسپارل شوه چې ګوندی ونډی په خپل وخت دګوند مالی څانګی ته وسپاری تر څو په لازم وخت دګوند دمالی بنست دپیاوړتیا دپاره مرکز ته واستول شې . 
۶- دافغانستان ملی یووالی ګوند دمرکزی شورا او اجرئیوی شورا دغړی او اروپایې شورا دمشر ، ملګری محمد بشیر بشریاردغوښتنی په بنسټ دګوندی نشراتودخپرونوپه هکله ملګری عبد القهارسلطانی ته دنده وسپارل شوه چې داروپایې شورادمشرسره یوځای په اروپایې هیوادو کې د اړوندو څانګو سره اړیکی ټینګی او دمالی سرچینودمیندلواو لاسته راوړلوپه لار کې عملی کار اوهلي ځلي وکړی. 
۷- دپورتنیو دندو دعملی کولواو سپارل شوو دندودارزونوپه موخه  دملګری عبد الظاهرتسل  په نوښت دهمدی کال دسپتمبردمیاشتی په ۶نیټه دفیدریشیا په ښارکې دده په کور کې غونډه ترسره کیږی.
  ۸- موږ په هر هیواد کي دموکراتیک انتخابات د اولسونو بنسټیز حق او د اسلامي اُصولو سره برابر بولو . ددغه اصل په رڼا کي د جون په ۱۸ نیټه د دنمارک دپارلمانی ټولټاکنو په هکله ټولو هغو ګوندی غړو ته چي د رایی ورکولو حق لري ، دنده سپارو څو هم پخپله په نوموړو ټاکنو کي برخه واخلي او هم نور کسان وهڅوی تر څو د رایی اچوني مرکزونو ته ولاړ شی ، د خپلي خوښی کاندید یا ګوند ته رایه ورکړي او پدې توګه د خپل قانوني حق نه ګټه پورته کړي  .   
د نوموړي غونډی پریکړه لیک په لوړو کرښو د ګډونوالو د تائید وړ او د عملي کولو په موخه باید د دغه ګوندی سازمان ټولو غړوته په لنډ وخت کي و رسول شی .                                                       

ومن الله التوفیق 
په ډنمارک کې د کوندي سازمان مرستیال او د چارو سر پرست
عزیزالله حقپال