آرشیف

2015-2-6

ښکلا مایار

لــــــــــــوی څارنوال او دیپلوماتیک جهاد

 

زموږ ښکلی او تاریخي هیواد افغانستان دومره وران او د وړ اعتباراتو څخه لرې پاتې شوی دی سړی په دې کې حیران شي چې یا خدایه نو زه یې کومه خوا را ونیسم، له کوم لوري یې پيل او  په کوم لوري یې روان کړم.
د دې خبرو مانا دا نه شي کیدای چې دا هیواد د جوړیدو وړ نه دی او جوړ به نه شي بلکي مانا یې دا ده چې زموږ ستر چارواکي او مسوول اړخونه د یوه روښانه پلان له مخې لومړی باید هغه کارونه سر ته و رسوي چې د لومړیتوب حق لري، سر ته رسیدل یې ممکن وي او مسوول اړخونه د هغه د سر ته رسولو امکانات په لاس کې لري.
زه په واضحه توګه وایم چې که چیرې اخلاص، صداقت، یووالی، همغږي، روڼ هدف او له خپلې دندې سره مسوولانه مینه د چارواکو په زړونو کې وي نو هرو مرو به په خپلو ټاکلو موخو کې بریالي کیږي خو که چیرې چارواکي د خپل کار په چاپيریال کې له اړوندو بنسټونو بې برخې وي نو نه یوازې چې د ناکامۍ څپیړه به پر مخ خوري بلکي دغه غم ځپلی ملت به هم خدای مه کړه نور هم د نابودۍ کندې ته ورسره کشوي.
لوی څارنوال ښاغلی عبدالجبار ثابت د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه څیره ده چې په خبرو کې یې د هیلو غوټۍ پروتې دي او که چیرې د خپلو نیکو اقداماتو په وسیله خپلو خبرو ته د عمل جامې ور واغوندي نو نه یوازې چې دا ملت به یې له غلو، ډاکوانو، کوډګرو، مسلکي غلیمانو او لوټمارو څخه ژغورلی وي بلکي د یوه روښانه دنیوي نوم سره به یې یو ځای اخروي اجرونه هم په برخه کیږي. له بلې خوا به یې د  هغه لوی ملي او ایماني مسوولیت په سر ته رسولو سره افغان ولس ته داسې خدمت کړی وي چې د دې خاورې هر متدین چارواکی یې باید سر ته ورسوي او خپل هیواد د نیکمرغۍ په مزل سم کړي.
لوی څارنوال صاحب! شاید ته به بهتره خبر وې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په بهر کې د دې هیواد ټول سفارتونه او سیاسي نمایندګۍ د شمالي ټلوالې له هغو افرادو څخه ډکې دي چې دغه ملت یې د نابودۍ د کندې په دروازه کې درولی دی. د افغانستان د اوسني حکومت د ناکامیو یو ستر علت همدا کیدای شي چې د طالبانو له ماتې سمدلاسه وروسته شمالي ټلواله او بیا په ځانګړې توګه د جمعیت او شوری نظار ډلګۍ راغلې او بهرنیو پوځونو په برکت یې د حکومت ټولې ادارې او بهرنۍ سیاسي نمایندګۍ له خپلو افرادو څخه ډکې کړې چې تر نن ورځ پورې په هماغه شکل دوام لري.  سره له دې چې هڅې روانې دي خو تراوسه پورې په حکومت کې ریښتني افغانان په دې نه دي توانیدلي چې له چارو څخه د غلو او ډاکوانو لاسونه لنډ کړي.
لوی څارنوال صاحب! که غواړی چې رښتیا هم افغان حکومت بریالی وي، که غواړی چې رښتیا هم دغه ملت سره متحد وي، که غواړی چې رښتیا هم چارې په ښه توګه سر ته ورسیږي، که غواړی چې رښتیا هم رښتیني افغانان د خپلو خلکو د خدمت لپاره په چارو واکمن شي، که غواړی چې رښتیا هم غله او جنایتکاران په خپله جزا ورسیږي نو لطفا دیپلوماتیک جهاد ته هم مه هیروه، مهرباني وکړی د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان بهرنی سیاسي نمایندګۍ د هغو خلکو له وجود او نفوذ څخه پاکې کړی چې همدا  اوس هم د دې هیواد بنسټونه ورانوي.
لوی څارنوال صاحب! زه باید د یوې خبرې وضاحت وکړم هغه دا چې شاید تاسو ته به بهتره معلوم وي چې د افغانستان د قانون له مخې دیپلوماتان او د بهرنیو چارو مامورین  تر دریو کلونو زیات په بهرنیو سیاسي نمایندګیو کې کار نه شي کولای بلکی باید هیواد ته راستانه او نور وخت دلته خپله دنده اجرا کړي خو ته یې خپله ښه  وینې چې دې خلکو چې په بهر کې یې د افغانستان سیاسي نمایندګۍ په خپل انحصار کې راوستلې څومره وخت یې تیر کړی دي؟ لطفا یې پوښتنه وکړی او خپل جهاد یې په ضد باندې پیل کړﺉ. لوی څارنوال صاحب! ته به په دې جهاد کې تنها نه وې، ستا سره دافغانستان ټول ځوریدلی ملت ولاړ دی او د دې ملت غږ ته مثبت ځواب ووایه او ته به هله کامیاب وې چې د ملت روا غږ ته مثبت ځواب ووایې نو هیله ده چې نور د افغانستان په بهرنیو سیاسي نمایندګیو کې د حرفوي غلو او د دې هیواد د مسلکي غلیمانو لاسونه لنډ او په ځای یې ریښتني، متدین او هیوادپال افغانان په کار و ګمارل شي. تاسو ته په دې لاره کې د لوی خدای له دربار څخه موفقیت غواړم
 
ښکلا مایار
 

shkala.mayar@gmail.com