آرشیف

2014-12-29

فضل الحق غوری

غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

 

 

واه واه څه ښکلی هوا لری غور
د ژوند شیبو ته تمنا لری غور 
په هسکو غرونو باندی ډک وطن دی

ښکلی غوندۍ او هم صحرا لری غور
د کروړ باباو علاوالدین وطن دی

زرغون تاریخ آن د پخوا لری غور
له شنو درو او شنو فصلو نه جوړ دی

ډیره عجیب ښکلی فضا لری غور 
مازیګری ، مینه ، وفا پکی شته ده

ښکلی شپه ورځ او روڼ سبا لری غور
له پوزه لیچ نه به نور څه وایمه

ښایسته کاسی او هم بادګاه لری غور