آرشیف

2015-6-19

سرور احمدزی

د کرکټ بورډ په ځواب کې “له ملي لوبډلې سره بايد ملي او روڼ چلند وشي”

 

        موږ د ملي لوبډلې په لوبغاړو او په هغو وياړونو چې دوی خپل هېواد ته راوړي وياړو او همدارنګه د خپلو لوبغاړو هغه قربانۍ هېڅکله نه هېروو، چې دوی د خپل هېواد د سرلوړۍ لپاره ورکړي- او په خپل وار سره د کرکټ بورډ نه هم مننه کوم چې لږ تر لږه زموږ د هغو هڅو يادونه خو یې کړې، چې  د کرکټ لوبډلې د ښه والي په پار مو کړي – خیر که په نورو یې سترګې پټې کړي لږ تر لږه دا خو يې ياده کړې چې موږ له و لسمشر سره څو وارې په دې اړه خبرې کړي او هغوی مو هڅولي دي چې د خپلې ملي لوبډلې په نازولو کې تر ډېره بريده کوښښ وکړي او د هغوی معاشونه ور لوړ کړي او بايد د هغوی معاشونه په خپل وخت ورکړل شي او داسې نور…. همدارنګه موږ د ملي احساس لرونکو افغانانو په توګه پوره حق لرو، چې د خپلې ملي لوبډلې او کرکټ بورډ ملاتړ او ننګه وکړو او هرڅومره وس مو، چې وي مرسته یې وکړو، که هغه د هغوی د زړه د غږونو پورته کول دي او که د هغوی د روا حقونو غوښتل وي.
      اوس به راشم د کرکټ بورډ وينا ته چې زموږ وړاندې شوي معلومات يې نا کره يا ناسم بللي موږ به په دې اړه دومره ووايو، چې موږ له ولسمشر سره په دې اړه ډېرې خبرې کړي او هغوی راسره په دې ټولو هوکړه کړې، چې دا ټول امکانات به ملي لوبډلې ته د برابرولو امر کوي اوس چې د دې وار راغلی او د کرکټ بورډ مشر ښاغلی زاخېلوال تر فشار لاندې دی، چې بايد دا امکانات د کرکټ ملي لوبډلې ته لا پخوا برابر شوی وای خو دوی لا تر اوسه نه دي برابر کړي – د لوبغاړو معاش له پنځو سوو امريکايي ډالرو لوړ نه و  او دا به هم ووايم، چې د لوبغاړو معاش تر ۲۰۰۹ زيږديز کاله پورې تر پنځه سوه امريکايي ډالرو لږ يا کم و او همدارنګه يې تر دا اوسه درواخله– خو اوس چې تر فشار او امر لاندې راغلی؛ نو کېدای شي دا یې ورته زموږ د هغه هوکړه ليک لامله چې له ولسمشر سره مو کړی و- برابر کړی وي او ښايي اوس هم حقيقي بڼه ونه لري، ځکه چې دوی خو ډېرې داسې خبرې کړي، خو لوبغاړو تر اوسه هېڅ مياشت داسې بشپړ او پر خپل وخت معاش نه دی ترلاسه کړی.
اوس به راشو د کرکټ ملي لوبډلې آسانتياوو ته چې کرکټ بورډ ورته برابر کړي:
·         په پرلپسې ډول د څو مياشتو معاش نه ورکول. دا هغه ستونزه ده چې ډيری لوبغاړي یې له لوبو او په لوبډله کې له ګډون څخه ماړه کړي دي، داسې نه ده چې ټول کرکټ بورډ ته دې معاش نه وي ورکول شوی بلکه په اړیکو مقرر شویو کسانو ته معاش په خپل وخت رسیدلی دی خو ډيری لوبغاړو ته چې اړیکې نه خو وړتیا لري دا معاش څو میاشتې نه دی ورکول شوی.
·په خپل وخت د سفر د امکاناتو نه برابرتيا (ډېری وخت داسې شوي، چې د ټريول ايجنسيانو استازو هم خپل شکايتونه کړي ځکه هغوی ته د هغوی د ټکټ اخیستو په بدل کې پيسې نه دي ورکړل شوي).
·په بهر کې يانې د لوبې لپاره د سفر پر مهال دوی ډېری وخت له خپلو شخصي پيسو مصرف کوي/کاوه او يا به په بهر کې مېشتو افغانانو دوی ته مېلمستياوې کولې نو دوی به وخت هلته تېراوه- دا ټول د دې برکت و چې کرکټ بورډ دوی ته خپل حق نه ورکاوه – يانې د سفر لګښت یې نه ورکاوه.
·ډېری غړي یې خپه کړي، ځکه چې د کرکټ بورډ مشرانو خپل او خپلوان د ډېرو مسلکي کسانو پر ځای مقرر کړي او اوس خو یې بېخي د خپلې کورنۍ هډه جوړه کړې ده چې ډيری بیلګې یې شته دي او ټول هیواد وال پرې پوهیږي او دا کسان چې د وړتیا پر ځای د اړیکو په ترڅ کې په دنده ګمارل شوي دي پيژني – (اوس د دوی ترمنځ دا معقوله شوې ده، چې که د خپلوانو له ډلې یې څوک دنده ونه لري او د کرکټ بورډ ښاغلي مشر ته راشي؛ نو دی ډېر په ښه انداز کې ورته وايي، چې کرکټ بورډ خو شته هلته به یې وټاکو).
·د ملي لوبډلې د ملي غړو پر ځای څو خپلوانو ته د ډېرو ډبلو ډالري معاشونو برابرول (تورې دې لالا وهي مړۍ دې عبدالله وهي).
·له ملي لوبډلې سياسي لوبډله جوړول او دلته هم د ملي مشارکت فورمول عملی کول. په سیاست او سیاسي ډلو پورې د داسې ویاړونو تړل هغه ترخه تجربه ده چې کله کله یې افغان چارواکي د خپلو شخصي موخو د لاس ته راوړو لپاره کاروي. (د افغانستان په تاريخ کې تر ټولو ترخه او بې شرمانه تجربه)
·د لوبغاړو په دومره وېره کې اچول چې دوی د خپلو ستونزو شکايت هم نه شي کولای – ځکه چې د کرکټ بورډ مشر ښاغلی زاخېلوال به یې له لوبډلې لرې کړي او پر ځای به یې خپل خپلوان را ولي او کنه بیا د ملي مشارکت د فورمول د عملي کولو او د نورو بادارانو د خوښۍ لپاره نور خلک لا وختي شارټ لسټ شوي دي يانې نومونه يې رسمياتو ته راغلي دي او که ریښتیا و وایو په ملي ویاړونو کې بیا له ملي مشارکت، سیمې او خپلوي  څخه وړتیا ډيره اړینه ده، له خپلو پردي او له پردیو بیا اپریدي ښه وي داسې نه چې په لوبو او لوبغاړو کې هم خپلوي وپالل شي.
·څه موده وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې ملي لوبغاړو ښاغلي زاخېلوال ته يو پروپوزل وړاندې کړ، چې دی ښاغلی دا پروپوزل ICC ته وړاندې کړي او له هغوی څخه په اړونده برخه کې مرسته او ملاتړ ترلاسه کړي، خو د ښاغلي  زاخېلوال د غفلت او بې پروايۍ لامله د دې پروپوزل وخت هم تېر شو او د ډېرو نورو کارونو په څېر يوازې خيال او خوب پاتې شو او زموږ د ملي لوبغاړو دې وړانديز ته هېڅ ځواب ورنکړل شو او حتا د شکايت کولو حق هم ورنه واخيستل شو.
·او په ډېر داسې نور … کارونه چې لامله يې کرکټ بورډ او کرکټ ملي لوبډله له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.
اوس نو د کرکټ بورډ مشرتابه ته دا سپارښتنه کوو، چې نور به ستاسې د خپلوانو څخه کوم يو بېکاره نه وي پاتې د خدای او د وران ويجاړ افغانستان په پار نور نو پر ملي احساساتو لوبې مه کوﺉ پرېږدﺉ چې دا ملي زمريان په خپله خوښه خپل هېواد ته وياړ راوړي او دوی ته بايد د دوی روا حق ورکړل شي – ټولې اسانتياوې ورته په رښتينې ډول برابرې کړﺉ – د دوی خولې بايد مهار نه شي د ځپلو پرځای دوی بايد ډېر وهڅول شي ترڅو د ملي لوبډلې ترمنځ چې کومې ناندرۍ رامنځ ته شوې وې هغه د پای ټکی پيدا کړي او د تل په شان د خپلې ملي روحيې سره او د کوم فشار پرته خپلې لوبې ته د هېواد د نوم روښانولو په پار ادامه ورکړي. داسې نه وي چې زموږ د وړاندې متل( تورې د لالا وهي مړۍ د عبدالله) سره سم تر ټولو لوبغاړو او لوبډلو ډير ویاړ کرکټ افغانستان ته ور په برخه کړی او د ملي +سرود پرځای ( وطن عشق تو افتخارم) سندره وغږول شي او د کرکټ بورډ په شمول هیڅ دولتي چارواکی هم پرې سر ونه خوږي او نه هم د المپيک د کمیټې مشر ټلوال اغبر څخه د دې پوښتنه وکړي چې ولې داسې وشو. کرکټ لوبډله لومړنۍ لوبډله وه او ده، چې د افغانستان بیرغ یې په نړۍ کې ورپاوو او د هیواد  د ملي سرود غږونه یې د ډيرو تر غوږونو ور ورسول او ډير یې د دې هیواد ملي سرود ته لاس په نامو ودرول، خو دا هرڅه هغه وخت شوني شول چې ټول لوبغاړي د یو افغانستان او یو افغان په نوم سره راټول شول، هیله ده چې په دې برخه کې شته نیمګړتیاوې لرې شي او د دوی پر وړاندې پرتو ستونزو ته پاملرنه وشي ترڅو په راتلونکي کې د کرکټ لوبډله له داسې ستونزې سره مخ نه شي. راځی چې د خپلوانو پرځای ملي ویاړونو او ملي لوبډلې ته پام وکړو او دوی ته په ملي سترګه وګورو او د ملي سترګې په ترڅ کې د دوی پر کړنو قضاوت وکړو.
  په پای کې موږ له ولسمشر نه غواړو، چې ژر تر ژره د کرکټ بورډ له مشرتابه څخه ښاغلی زاخېلوال لرې کړي او پر ځای يې يو داسې ملي او په هېواد مين سړی وګماري، چې لامله يې زموږ ملي لوبډله د نننيو ستونزو او داسې سرخوږيو څخه خلاصه شي او  دخپلوئ او ملي مشارکت پر ځای وړتيا ته پام وکړي. د زاخېلوال په لرې کېدو سره به کرکټ بورډ او د کرکټ ملي  لوبډله له داسې ستونزو نه هم ډېر لرې شي. 
د سرور احمدزي دفتر
مطبوعاتي څانګه